کابل کې د یوه جومات دننه چاودنه شوې
نن چهارشنبه ماښام د کابل ښار په شمال کې د یوه جومات دننه چاودنه شوې ده. د طالبانو د حکومت د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ ازادي راډیو ته په یوه لېږل شوي پیغام کې پېښه تایید کړې ده. هغه لیکلي: "د ۱۷مې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د یوه جومات دننه د ماښام لمانځه پرمهال چاودنه رامنځته شوې چې متاسفانه تلفات لري." هغه د چاودنې بڼې او اوښتو تلفاتو په اړه جزییات ورنه کړل، خو په خبره یې د طالبانو امنیتي ځواکونه سیمې ته رسېدلي او څېړنې پیل شوي دي. د سیمه ییزو رسنیو د معلوماتو پر بنسټ د خیرخانې... Читать дальше...