Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Август
2022

Новости за 12.08.2022

کارپوهان په خيبر پښتونخوا کې د ناامنيو پېښو په اړه څه وايي؟

Mashaalradio.com 

په دا وروستيو کې د خيبر پښتونخوا په ځينو سيمو کې د ناامنۍ يوشمېر پېښې رامينځ ته شوي دي. دا هر څه په داسې حال کې شوي چې د پاکستان حکومت او تحريک طالبان پاکستان وسله والې ډلې ترمينځ تر نامعلومې مودې پورې اوربند غځول شوی دی. د ناامنۍ د پېښو د مخنيوي لپاره ځينې پوهان د پوځي عملياتو خو ځينې نور بيا د سولې خبرو له لارې د امنيت پر راوستو ټينګار کوي. اسرار عالم مومند په دې اړه راپور لري.

جنرال مکنزي: له افغانستانه د امريکايي ځواکونو وتل 'تېروتنه' وه

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ پخوانی قوماندان جنرال فرانک کنټ مکنزي وایي له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتل "تېروتنه" وه. ښاغلي مکنزي له پولیتیکو مجلې سره په مرکه کې ویلي امریکا باید د افغانستان د سقوط د مخنیوي لپاره د خپلو ځواکونو یوه کوچنۍ برخه افغانستان کې ساتلي وای. نوموړي دغه شان د دوحې د خبرو اترو پيل د افغانستان د سقوط يو مهم لامل وباله. جنرال فرانک مکینزي وايي، په وروستۍ شېبه کې چې له طالبانو سره د خبرو لپاره دوحې ته ولاړ، ملا عبدالغني برادر ترې وغوښتل چې کابل ته د طالبانو تر راتګ مخکې امریکا دې د دغه ښار امنیت په غاړه واخلي ... Читать дальше...

افغانستان کې سېلابونه؛ ۷ کسان مړه شوي او يو شمېر ولايتونو کې لويې لارې تړل شوي

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د تېرې شپې د سېلابونو له امله ۷ کسه مړه شوي، د کابل او یو شمېر ولایتونو ترمنځ لویې لارې د ترافیکو پر مخ تړل شوي دي. د طالبانو حکومت له طبيعي پېښو سره د مبارزې وزارت وايي، د قربانیانو دغه شمېر د بدلېدو په حال کې دی. دغه وزارت په دغو ۷ ولایتونو کې د مالي او ځاني تلفاتو په تړاو ورستي ارقام نه‌لري. د طالبانو حکومت له طبیعي پېښو سره د مبارزې وزارت وايي، تېره شپه د افغانستان په ۷ ولایتونو کې سېلابونه راغلي. که څه هم دغه وزارت د یادو سېلابونو له امله د مالي او ځاني تلفاتو په اړه... Читать дальше...

د سره صليب کمېټه: بشري بنسټونه د افغانانو زياتېدونکو اړتياو ته ځواب نه‌شي ويلی

Pa.azadiradio.com 

د سره صليب نړيواله کمېټه وايي، له ټولو هڅو سره سره نړیوال بشري بنسټونه د دې وړتیا نه لري چې د افغانانانو مخ پر زیاتېدونکو اړتیاوو ته ځواب ووايي. د دې کمېټې په خبرپاڼه کې چې نن خپره شوه راغلي دي چې هېوادونه او پرمختیايي مؤسسې باید د هغه افغانانو سره د بشري مرستو لپاره دې هېواد ته ستنې شي چې اوس مهال له سختو بشري ناورینونو سره مخ دي. د سره صلیب د نړیوالې کمېټې تازه خبرپاڼه په دې عنوان پیل شوې چې: " ۱۱۳۵۰۰ نوي زېږېدلي ماشومان خو څنګه به ژوندي پاتې شي؟" په اعلامیه کې د اسیا لپاره د سره صلیب د... Читать дальше...

ايمل ولي: که حکومت کې راغلو نو د بابړې پېښې پلټنې به کوو

Mashaalradio.com 

د عوامي نېشنل ګوند د خيبر پښتونخوا صوبايي مشر ايمل ولي خان ويلي چې هغوی دا "تېروتنه" کړې چې په صوبه کې يې د خپل حکومت پر مهال د بابړې د پېښې "سمې پلټنې" ونه کړې. نوموړي د اګست پر ۱۲مه د چارسدې په بابړه کې د وژل شویو کسانو پر یادګار تر حاضرۍ وروسته مشال راډيو ته وويل چې که بيا موقع په لاس ورغله نو د بابړې د پېښې "صحيح پلټنې" به کوي او د دې قضيې "فيصله" به کوي. د ۱۹۴۸ز کال د اګست پر ۱۲مه د هغه وخت حکومتي ځواکونو د خدايي خدمتګار تحریک د زرګونو غړو پر احتجاجي لاریون ډزې کړې وې چې پکې سلګونه کسانو ته مرګژوبله اوښتې وه. Читать дальше...

عبدالرحيم اېډوکېټ وايي په عدليه کې اصلاحات اړين دي

Mashaalradio.com 

دا ځل په "مشال مرکه" کې د پاکستان سپريم کورټ وکيل عبدالرحيم وزير مېلمه دی. نوموړی له جنوبي وزيرستان سره تعلق لري او د پاکستان د وکيلانو اتحاديي غړی هم دی. هغه له ۲۰۰۸ز کال راهيسي وکالت کوي. عبدالرحيم وزير اېډوکېټ وايي چې په پاکستان کې په تېرو وختونو کې پر عدليي نيوکې شوې او له ډيرې مودي راهيسي د عدليې د اصلاحاتو خبرې هم کېږي. نوموړي زياته کړه چې دا يوه ښه موقع ده چې په عدليه کې د ايين مطابق اصلاحات وشي. د خپروني کوربه ګل اياز دی.

د مخاطبانو دسترخوان؛ د طالبانو په واکمنۍ کې د لوږې او بې‌وزله نښه

Pa.azadiradio.com 

پر افغانستان د ۱۴۰۰ کال د زمري میاشتې پر ۲۴مه د طالبانو بیا واکمني دغه هېواد کې د اقتصادي ځوړ لامل شوه، هغه اقتصاد چې تر ډېره پر بهرنیو مرستو ولاړ و. دا وضعیت د خوراکي توکو د بیو او د بې‌کارۍ د زیاتېدو لامل شوی دی. ملګري ملتونه وايي چې افغانستان کې ملیونونه کسان لوږې سره لاس او ګرېوان دي.

د خبريالانو بنسټونه: امريکا دې د افغان خبريالانو د کډوالۍ د ځانګړو ويزو پروسه چټکه کړي

Pa.azadiradio.com 

د خبریالانو د ملاتړو یو شمېر نړیوالو بنسټونو له متحده ایالاتو غوښتي چې د افغان خبریالانو دخوندیتوب لپاره د بشري ویزو او دغه شان د کډوالۍ د ځانګړو ویزو پروسې چټکې کړي. دغو بنسټونو د امریکا د بهرنیو چار وزیر انتوني بلېنکن ته په استول شوي لیک کې ویلي، هغه خبریالان چې د امریکا د ویزو لپاره په درېیم هېواد کې پراته دي باید ژر تر ژره ورته رسېدنه وشي. تازه د خبريالانو د خونديتوب کمېټې په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د خطر او ستونزو لاندې راګیرو خبریالانو شبکې (JID) او ددغه سازمان ۲۴ نورو غړو په یو ګډ لیک کې... Читать дальше...



کراچۍ: پوليسو د پښتون ژغورنې غورځنګ دوه مخکښ غړي نيولي

Mashaalradio.com 

د پي ټي اېم د کراچۍ څانګې مشر نور الله ترین تر دې وړاندې د اګست پر ۱۱مه مشال راډيو ته ويلي وو چې د هغوی د غورځنګ دوه مهم غړي لادرکه شوي دي. هغه زياته کړې وه چې محمد الله مسید او علاوالدین په خیبر پښتونخوا کې د ناامنۍ او هدفي وژنو پرضد تر مظاهرې وروسته ورک شوي ول.

سوات کې د ټي ټي پي د فعاليتونو د مخنيوي لپاره امنيتي تدابير زيات شوي

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان حکومت د خېبر پښتونخوا په سوات کې د ټي ټي پي د فعالیتونو د مخنیوي لپاره امنیتي تدابیر زیات کړي او سلګونه پولیس یې سړکونو ته را ایستلي دي. د پاکستان حکومت دا تدابیر وروسته له دې غوره کړي چې په سوات کې د پاکستاني طالبانو د فعاليت د بیا پیلېدو په اړه راپورونه ورکړل شول. د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف د خپل هېواد پارلمان ته په خبرو کې ومنله چې د خېبر پښتونخوا امنیت په خرابېدو دی. ده همدا راز ویلي چې په دې لړ کې په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره په تماس کې دی.

څېړنې: تېرو ۴۰ کلونو کې د شمالي قطب د تودېدو سرعت څلور برابره زيات و

Pa.azadiradio.com 

د فنلنډي او نارویژي ساینسپوهانو د څېړنې نتیجه ښيي چې په تېرو ۴۰ کلونو کې د شمالي قطب د تودېدو سرعت د ځمکې د کرې د نورو برخو پرتله څلور برابره زیات و. د ملګروملتو ساینسي پلاوي د ۲۰۱۹ کال په اقلیمي راپور کې ویلي و چې د شمالي قطب د تودېدو سرعت دوه برابره دی خو د نارویژي او فنلنډي سایسنپوهانو تازه څېړنه ښيي چې څلور برابره دی. دوی په خپله نوې څېړنه کې ل ۱۹۷۹ څخه د سپوږمکۍ ټول معلومات راټول کړي او څېړلي دي او ورته جوته شوې چې د شمالي قطب د تودوخې درجه د ځمکې د نورو برخو په نسبت په چټکه لوړه شوې ده.

ملګري ملتونه: افغانستان کې اقتصادي وضعيت ورځ تر بلې بدتر کېږي

Pa.azadiradio.com 

ملګرو ملتونو اندېښنه ښودلې چې افغانستان ته د مرستو رسولو سره سره بیا هم ورځ تر بلې د اقتصادي وضعیت راتلونکی تیاره ښکاري. د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکې ادارې د یو بیان په خپرولو ویلي له تېر یو کال راهیسې د کمزوري اقتصاد تر څنګ ډېری افغانان اقلیمي بدلونونو او وچکالیو هم سخت ځپلي دي. دغې نړیوالې ادارې زیاته کړې چې دا مهال شاوخوا ۲۵ میلیونه افغانان په بې وزلۍ کې ژوند کوي او په تېر یو کال کې احتمالا شاوخوا نهه سوه زره کسان بې دندو شوي دي. ۵۱ کلنه شاه بي بي چې د ارزګان ولایت اوسېدونکې... Читать дальше...

د طالبانو له واکمنېدو راهیسې ګڼ افغانان د بې وزلۍ او ناروغیو ښکار شوي

Mashaalradio.com 

افغانان وايي، د طالبانو د واکمنۍ په لومړي کال کې د بې وزلۍ او ناروغیو په ګډون له یوشمېر مسلو سره مخامخ شوي دي. د طالبانو حکومت وايي، له مشکلاتو خبر دي او د اقتصادي او نورو ستونزو د هواري هڅې کوي. د اژانس فرانس پرېس له ویډیوګانو جوړ رپورټ.

لويديځو هېوادونو له اوکراين سره د يو نيم ميليادر يورو په ارزښت د مرستې ژمنه وکړه

Pa.azadiradio.com 

لویدیځو هېوادونو پرون د یونیم ملیارد یورو په ارزښت له اوکراین سره د مرستو ژمنه وکړه، چې په هغو کې اوکراین ته د وسایلو ورکړه او د پوځیانو روزنه شامله ده. د ۲۶ هېوادونو مشرانو پرون پنج شنبه د ډنمارک په پلازمېنه کوپنهاګن کې د بسپنې ورکولو په هغه کنفرانس کې دا ژمنه وکړه، چې د روسیې د جګړې په وړاندې د اوکراین د پوځي وړتیاوو زیاتولو په اړه رابلل شوی و. د ډنمارک دفاع وزیر، مورتین بودسکوف تر یو ورځني کنفرانس وروسته خبریالانو ته وویل، کوپنهاګن ته ټول هېوادونه د اوکراین د ملاتړ په نیت ورغلي وو. تر دې... Читать дальше...

د ليتوانيا پارلمان: لويديځوال دې پر روسيه هر اړخيز بنديزونه ولګوي

Pa.azadiradio.com 

د لیتوانیا پارلمان پرون (پنجشنبې) اعلان وکړ چې پر اوکراین د یرغل په خاطر د روسیې حکومت د تروریزم ملاتړی دی. د پارلمان غړو له لوېدیځو هیوادونو غواړي چې د جګړې د درولو لپاره پر مسکو هر اړخیز بندیزونه ولګوي. د لیتوانیا پارلمان په یوه اعلامیه کې همدا راز ویلي چې په اوکراین کې د روسیې اقدامات د اوکراینیانو په لوی لاس نسل وژنه بولي. پر اوکراین د روسیې د حملې له پیله تر اوسه پورې څه باندې ۱۰ میلیونه اوکراینیان نورو هېوادونو ته کډوال شوي او زرګونه وژل شوي دي.

د افغانستان فوټبال تر ۱۹ کلونو کشره لوبډله نن له ازبکستان سره سيالۍ کوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د فوټبال تر نولسو کلونو کشره لوبډله نن (جمعه) په خپله څلورمه سیالۍ کې د ازبکستان له لوبډلې سره مخامخ کېږي. د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویلي چې دا لوبه به د کابل په وخت د مازدیګر په پنځه نیمې بجې پیل شي. په تاجکستان کې د منځنۍ اسیا د فوټبال تر نولسو کلونو د کشرو لوبډلو په روانو سیالیو کې افغانستان تر اوسه ۳ مسابقې کړي او ټولې یې بایللي دي. د افغانستان فوټبال فدراسيون که څه هم ويلي وو چې د تر ۱۹ کلونو کم عمره فوټبال لوبډله يادو سياليو ته پوره چمتووالی لري خو بيا يې هم ټولې لوبې پرله‌پسې وبايللې.

د جنوبي افريقا شل اوريزه ليګ لپاره 'ايم آی کيپ ټاون' لوبډلې راشد خان سره قرارداد لاسليک کړ

Pa.azadiradio.com 

ایم آی کیپ ټاون (MI Cape Town) لوبډلې اعلان وکړ چې د جنوبي افریقا د کرېکټ د شل اوره غوره لیګ سیالیو لپاره یې د افغانستان له نامتو لوبغاړي راشد خان سره قرارداد لاسلیک کړ. د اي ایس پي این کریک انفو وېبپاڼې د راپور له مخې، له راشد خان او ۴ نورو لوبغاړو سره یې مخکې تر دې قراردادونه لاسلیک کړل چې د لوبغاړو په اړه بولۍ پیل شي. د جنوبي افریقا د غوره لیګ د مقرراتو له مخې، هره لوبډله د لوبغاړو په اړه د بولیو تر پیلېدو وړاندې له درو بهرنیو او دوو کورنیو لوبغاړو سره قرارداد کولی شي. ایم آی کیپ ټاون لومړنی... Читать дальше...

افغان کرېکټ لوبډلې ايرلنډ ته دويمه شل اوريزه لوبه هم وبايلله

Pa.azadiradio.com 

ایرلنډ د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې ته په دوهمه شل اوره سیالۍ کې هم ماتې ورکړه. پرون (پنجشنبه) د افغانستان ملي لوبډلې پچه وګټله خو تکړه توپ ویشتونکي یې یو په بل پسې ژر وسوځېدل. دوی په شلو اورونو کې ټولټال ۱۲۲ منډې وکړې چې ټیټ هدف و. خو ایرلنډي لوبغاړو په داسې حال کې چې شپږ توپونه یې لرل، ورکړل شوی هدف پوره کړ. پرون د کرېکټ بورډ مسؤلينو ويلي وو، افغان کرېکټ لوبډله ايرلنډ سره لوبو ته پوره چمتووالی لري. دا دويمه پرله‌پسې شل اوريزه لوبه ده چې افغان کرېکټ لوبډله يې ايرلنډ ته بايلي.

د هوا پېژندنې ادارې په ۱۹ ولايتونو کې د ورښتونو او سېلابونو وړاندوينه کړې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په ۱۹ ولایتونو کې د شدیدو ورښتونو، سېلونو او تالندې وړاندوینه کړې ده. دې ادارې پرون (پنجشنبه) وویل چې په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې په بدخشان، کونړ، ننګرهار، لغمان، نورستان، پنجشېر، پروان، کابل، وردک، لوګر، پکتیکا، خوست، پکتیا، بامیان، دایکنډي، غزني، زابل او کندهار ولایتونو کې د شدیدو ورښتونو اټکل کېږي. د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې له اټکل سره سم، د ورښت اندازه به د ۱۰ او ۴۰ میلي مترو ترمنځ وي. په وروستیو څو میاشتو کې د سختو ورښتونو له کبله سلګونه افغانانو ته د سر و مال تاوانونه اوښتي دي. Читать дальше...

ملګري ملتونه: افغانان بېړنيو مرستيو ته اړتيا لري

Pa.azadiradio.com 

ملګري ملتونه وايي، د بې سارو بشري مرستو له دوام سره سره افغانان د نړیوالو مرستو ته شدیده اړتیا لري. په افغانستان کې د ملګروملتو مرستندوی ماموریت یا یوناما پرون په یوه خبرپاڼه کې وویل، په تېر یو کال کې د ملګروملتو موسسو او شریکو غیرحکومتي موسسو په پراخه پیمانه بشري مرستې کړي او د جون تر پای پورې یې شاوخوا ۲۳ میلیون اړو کسانو ته مرسته رسولې ده. دا غوښتنه داسې مهال کېږي چې يو شمېر نړيوالو مؤسسو ویلي، د تېر کال په اګست کې د طالبانو له واک ته رسېدو سره غبرګ په افغانستان کې وچکالي او نور بحرانونه راغلل... Читать дальше...

داعش ډلې د شيخ رحيم الله حقاني د وژنې مسؤليت ومانه

Pa.azadiradio.com 

داعش یا د اسلامي دولت ډلې په کابل کې د طالبانو د یوه دیني عالم شیخ رحیم الله حقاني د وژلو مسؤلیت په غاړه واخیست. حقاني پرون د کابل په شش درک سيمه کې په یوه مدرسه کې په انتحاري برید کې ووژل شو. د طالبانو د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ په یوه ټویټ کې ویلي چې په دې انتحاري برید کې د رحیم الله حقاني ترڅنګ د نوموړي ورور او درې طالب زده کوونکي وژل شوي دي. څلور طالب چارواکو رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې انتحاري حمله کوونکی په پښه ګوډ و او چاودېدونکي مواد یې په مصنوعي پلاستیکي پښه کې ځای پر ځای کړي وو. Читать дальше...

د اوبو د کشالې د حل لپاره يو ايرانی پلاوی کابل ته تللی

Pa.azadiradio.com 

د ایران د انرژۍ وزیر علي اکبر محرابیان، چې د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته تللی، پرون د طالبانو د حکومت د رئیس الوزرا له اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر، بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي او د اوبو او انرژۍ وزیر عبداللطیف منصور سره د اوبو او انرژۍ په اړه خبرې کړي دي. په دې خبرو کې طالب مشرانو یو وار بیا ایراني پلاوي ته ډاډ ورکړ چې د اوبو په برخه کې به د دوو هېوادونو د ۱۳۵۱ لمریز کال موافقې ته ژمن پاتې شي. له بلې خوا د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي حسن کاظمي قُمي او په کابل... Читать дальше...

د خبريالانو د خونديتوب کمېټه: طالبانو رسنۍ او خبريالان سانسور کړي دي

Pa.azadiradio.com 

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې (CPJ)، چې په نیویاک کې مېشته ده، ویلي چې په افغانستان کې د طالبانو تر واک لاندې خبري رسنۍ له سانسور او نورو محدودیتونو سره مخامخې دي او د بقا مبارزه کوي. د دې کمېټې په راپور کې، چې پرون (پنجشنبې) خپور شو، راغلي چې په تېر یو کال کې په افغانستان کې د رسنیو ازادي محدوده شوې ده. راپور د رسنیو سانسور، د خبریالانو نیونو او د ښځینه خبریالانو محدودیتونو ته اشاره کړې او ویلي چې ډېر خبریالان له افغانستانه وتلي دي. وږمه احمدزۍ یوه له هغو خبریالانو ده چې څو میاشتې پخوا یې په کابل کې دنده له لاسه ورکړه او پاکستان ته لاړه. Читать дальше...

بشرپالې ادارې: کاناډا دې افغانستان سره د اقتصادي راکړې ورکړې بنديزونه پای ته ورسوي

Pa.azadiradio.com 

په داسې حال کې چې په افغانستان کې اقتصادي بحران او لوږه په زیاتېدو ده، د بشرپالو ادارو یوه ايتلاف د کاناډا له حکومته غوښتي چې له لوږې د میلیونونو افغانانو د ژغورلو لپاره پر افغانستان هغه بندیزونه پای ته ورسوي چې پر اساس یې په دغه هېواد کې د سوداګرۍ او اقتصادي راکړې ورکړې مخه نیسي. دغو موسسو ویلي، د تېر کال په اګست کې د طالبانو له واک ته رسېدو سره غبرګ په افغانستان کې وچکالي او نور بحرانونه راغلل چې که نوره بشري مرسته ونه شي، راتلونکی کال به په دغه هېواد کې لوږه او بېوزلي اوج ته ورسېږي. د کاناډا... Читать дальше...





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *