Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Август
2022

Новости за 04.08.2022

د پاکستان قانون د سیاسي ګوندونو تمویل په اړه څه وايي؟

Mashaalradio.com 

په پاکستان کې د سیاسي ګوندونو په اړه د ۲۰۰۲ز کال په قانون (پولېټیکل پارټیز ایکټ) او د ۲۰۱۷ز کال په انتخاباتي قانون کې راغلي چې هېڅ ګوند د خپلو سیاسي فعالیتونو لپاره له بهرنیو حکومتونو، ادارو، سازمانونو او وګړو څخه پیسې نه شي اخیستی. د اګست پر دویمه د پاکستان انتخاباتي کمېشن په فیصله کې وویل چې پر تحریک انصاف ګوند د بهرنیو چندو ترلاسه کولو تورونه ثابت شوي دي. تحریک انصاف ګوند د کمېشن پرېکړه رد کړې او پرضد یې احتجاج کړی دی. له بهرنیو هېوادونو، سازمانونو او وګړو څخه د چندو اخیستو موضوع څه حیثیت لري؟ ځواب یې په دې رپورټ کې.

امریکایی کارپوه: په طالبانو باید باور نه وی شوی

Pa.azadiradio.com 

بل روجیو د ډیموکراسیو په نوم د څیړنیز مرکز مخکښ کارپوه او په عین حال کې د لانګ وار ژورنال خپرونې مسول مدیر دی. ژکفر احمدي په کابل کې د ایمن الظواهري د وژل کیدو په اړه د نوموړي نظر غوښتی او دا چې دا پېښه به څه پایلې ولري؟ دا مرکه دلته کتلی شئ

د شپږيزه ليګ پای؛ سپين غر پړانګانو اتلولي وګټله

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د کرېکټ شپږیزه لیګ اتم پړاو سیالیو اتلولي د سپین غر پړانګانو لوبډلې وګټله. د افغانستان کرېکټ بورډ په یوې خبرپاڼې کې ویلي چې د ۲۰۲۲ کال د شپږیزې کرېکټ لیګ اتلولي سپین غړ پړانګانو لوبډلې وګټله او له دې سره یاد لیګ پای ته ورسېد. خو دغه لیګ څنګه و ؟ یو شمېر کرېکټ پوهان یې په اړه ویشلي نظرونه لري. یاد لیګ چې شاخوا ۱۵ ورځې یې دوام وکړ ۸ لوبډلو دیو بل په وړاندې لوبې وکړې. یو شمېر کرېکټ پوهان د شپږیزه روان لیګ ته په اشاره سره وايي چې دغه سيالۍ د پخوا په څېر رنګینې نه وې. د کرېکت... Читать дальше...

ټاکل شوې نن ويانا کې د ايران او نړۍ د قدرتونو ترمنځ د اټومي هوکړې د بيا احيا مذاکرات پيل شي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې چې نن په ویانا کې د ایران او د نړۍ د قدرتونو ترمنځ د ایران د ۲۰۱۵ کال د اټومي تړون د احیا لپاره د خبرو یو نوی پړاو پیل شي. دغه خبرې له څو میاشتني ځنډ وروسته پیلیږي او د ایران لپاره د امریکا ځانګړي استازي ویلي چې دی هیله من دی د دغو خبرو په نتیجه کې یوه موافقه ترلاسه شي. ټاکل شوې وه چې نن مذاکره کوونکي د اتریش په پلازمېنه ویانا کې د ایران او د نړۍ د قدرتونو ترمنځ د ۲۰۱۵ کال د اټمي تړون د ژغورلو په اړه د خبرو نوی پړاو پیل کړي. دا به د مارچ له میاشتې راهیسې چې د ښکېلو لورو ترمنځ خبرې په ټپه درېدلي، لومړۍ غونډه وي. Читать дальше...

عربستان د ژمنيو لوبو د کوربه‌توب لپاره چمتووالى وښود

Pa.azadiradio.com 

د ورزشي اژانسو د راپورنو له مخې، د سعودي عربستان د المپیک اسیايي کمېټې نه غوښتنه کړې چې د ٢٠٢٩ کال د اسيا ژمنيو لوبو کوربه‌توب ورکړي. ژمنۍ لوبې چې د اسيا لويې وچې تر ټولو سترې لوبې دي ټاکل شوې د اسيا ٣٢هېوادونه به په‌کې ګډون وکړي. که چېرې د اسيا المپیک کمېټه د عربستان د کوربه‌توب غوښتنې سره هوکړه وکړي دا به د اسيا په غرب کې لومړنى هېواد وي چې د دغو سياليو کوربه‌توب کوي. تر دې وړاندې د جاپان، چين، جنوبي کوريا او قزاقستان هېوادونو په کوربه‌توب يادې لوبې ترسره شوي دي.

سپين غر پړانګانو د 'شپږيزه ليګ' اتلولي وګټله

Pa.azadiradio.com 

سپین غر پړانګانو ټیم د افغانستان د کرېکټ د شل اوریز تجارتي لیګ شپږیزې اتلولي وګټله. نن په کابل سټډیوم کې د سپين غر او بُست ساتونکو تر منځ پایلوبه وشوه چې په دې لوبه کې سپین غر پړانګانو ۱۸۹ منډې هدف ټاکلی وو. په ځواب کې یې بُست ټیم ۱۸۲ منډې وکړې او لوبه یې په شپږو منډو وبایلله. د سپين غر لپاره په دې لوبه کې نجیب الله ځدراڼ ۴۵ چټکې منډې وکړې او ۶۹ منډې هم عثمان غني ترسره کړې. د بُست لوبډلمشر که څه هم ۹۰ چټکې منډې وکړې خو لوبه یې ونه شوای ګټلی. دا د شپږیزې کرېکټ په لیګ کې د سپین غر ټیم دریمه اتلولي وه. Читать дальше...

اياز خان وايي سندره يې ژوند دی

Mashaalradio.com 

دا اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه د سوات يو پېژندلی سندرغاړی اياز خان دی. نوموړي اولنۍ سندره په ۱۹۹۸ز کال کې ويلې وه او تر هغې وروسته يې د پام وړ شمېر غزلونه، سندرې او ټپې ثبت او خپرې کړې دي. اياز خان وايي، خپل ټول وخت او انرژي يې د هنر زده کړې او د سندرو جوړولو ته ورکړي دي. نوموړی خوښ دی چې د سوات خلک يې د موسيقۍ محفلونو ته وربولي او له سندرو یې خوند اخلي. د اياز خان د ژوند او هنر په اړه د ده خبرې او ځينې سندرې يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.

د طالبانو د حکومت اعلاميه: کابل کې د الظواهري د اوسېدو په اړه هيڅ مالومات نه‌لرو

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت د یوې تازه اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې دوی د ایمن الظواهري د راتګ او کابل کې د اوسېدو په اړه هیڅ معلومات نه لري، خو لا یې هم د نوموړي د مرګ خبره تاید یا رد کړې نه ده. دا په داسې حال کې ده، چې د اګست په لومړۍ نېټه په یوه ټلوېزیوني وینا کې ولسمشر جو بایډن اعلان وکړ چې ایمن الظواهري د جولای په ۳۱مه د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د امریکايي ځواکونو د بې پیلوټه ډرون الوتکې په هدفي برید کې وژل شوی دی. طالبان په داسې حال کې د ایمن الظواهري د راتګ او کابل کې یې د اوسېدو په اړه بې... Читать дальше...



سهيل شاهين: د الظواهري د وژنې په تړاو د امريکا د ادعا څېړنه کوو

Pa.azadiradio.com 

په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین وايي د القاعدې د مشر ایمن الظواهري د وژل کېدو په تړاو دده په خبره د امریکا د ادعا په اړه څېړنې کوي. شاهین چې د طالبانو له خوا د ملګرو ملتونو دایمي استازولۍ ته هم پېژندل شوی و دا خبرې رویټرز اژانس ته کړي. طالبانو تر دې دمه د ظواهري د وژل کېدو تأیید نه دی کړی. د دوی چارواکو له هغې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي د حکومت دریځ به ترلاسه او له رسنیو سره شریک کړي.

طالبان وايي کابل کې د ظواهري د اوسېدو په اړه هېڅ معلومات نه لري

Mashaalradio.com 

طالبانو تازه بیان پر داسې مهال خپور کړی چې رویټرز خبري اژانس د درو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې د طالبانو جګپوړو مشرانو د اګست پر درېیمه په کابل کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې برید ته د ځواب ویلو لپاره غونډه کړې ده.

د ظواهري ګاونډیان د هغه سختدریځه افکارو حیرانه کړي ول

Mashaalradio.com 

د امریکا ولسمشر جو بایډن د اګست پر لومړۍ نېټه اعلان وکړ چې د القاعدې مشر ایمن الظواهري یې په کابل کې په ډرون برید کې وژلی دی. ظواهري په مصر کې زېږېدلی وو او له ۲۰۱۱ز کال راهیسې د القاعدې مشر وو. په قاهره کې د هغه پخواني ګاونډیان وايي، ناڅاپي د هغه له سختدریځه نظریاتو خبر شول. نور د رویټرز اژانس له ویډیوګانو په جوړ رپورټ کې.

طالبان وايي د کابل نښته کې یې د داعش ډلې ۴ وسله وال وژلي

Mashaalradio.com 

د اګست پر درېیمه د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور مشال راډیو ته وویل چې طالبانو د چارشنبې پر ورځ غرمه مهال د پلازمېنې په کارته سخي سیمه کې "پلټنیز عملیات" کول چې له یوه کوره ورباندې ډزې وشوې.

هندو ورځپاڼه: ۳۰ افغان سېکهان تېره ورځ هندوستان ته لېږدول شوي

Pa.azadiradio.com 

یوې هندۍ ورځپاڼې خبر ورکړی، چې د افغانستان ۳۰ سېکهـ اتباع د ویزو له ترلاسه کولو وروسته تېره ورځ دغه هېواد ته لېږدول شوي دي. د هندو ورځپاڼې د راپور له مخې، شاوخوا ۱۱۰ نور هندوان او سېکهان په کابل کې پاتې دي، چې پر وړاندې یې د ترهګریزو بریدونو اندېښنې موجودې دي. د دوی د ایستلو تنظیم کوونکو ویلي، چې د هند حکومت په افغانستان کې د سېکهانو او هندوانو شاوخوا ۵۱ د برېښنايي ویزو غوښتنلیکونه ترلاسه کړي، چې د دې ورځپاڼې په وینا دوی غوښتنه کړې چې د غوښتنلیکونو په اړه دې ژر تر ژره اجراات وشي. ګورنام سینګهـ... Читать дальше...

ملي راډيو ټلوېزيون په نوې فېس بوک پاڼه نشرات پيل کړي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو تر ولکې لاندې ملي راډیو ټلوېزیون له نږدې یوې میاشت وروسته په خپله نوې جوړه شوې فېس بوک پاڼه نشرات پیل کړي دي. د دغې رسنۍ رئیس احمد الله وثیق ازادي راډیو ته وویل، دا چې د دوی نشرات تر خلکو پورې ورسېږي، دوی د اړتیا پر بنسټ دا کار کړی دی. نوموړی وايي، دوی د فېس بوک ادارې سره په اړیکه کې دي، څو راجستر شوې پاڼې یې ورته ازادې کړي. ښاغلي وثیق د چنګاښ په ۲۹ نېټه په خپله ټوېټر پاڼه ولیکل، چې په دې ادارې پورې اړوند پښتو او درې فېسبوک پاڼې د فېسبوک ادارې له لوري تړل شوي دي. نوموړي دا هم لیکلي... Читать дальше...

زلنسکي: د روسيې په ګټه د اروپايي هېوادونو د يو شمېر پخوانيو مشرانو خبرې د کرکې وړ دي

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین ولسمشر وایي، دا د کرکې وړ خبره ده چې د اروپایي هېوادونو یو شمېر پخواني مشران د روسیې لپاره کار کوي. ولادمیر زلنسکي دغه څرګندونې وروسته له هغې وکړې چې د جرمني پخواني صدراعظم ګرهارد شروده چې په دې وروستیو کې یې په مسکو کې د روسیې له ولسمشر ولاديمیر پوتین سره کتلي، ویلي چې روسیې غوښتل د خبرو له لارې دغه جګړه هواره کړي. شروده چې د پوتین نږدې ملګری بلل کېږي، ویل کېږي له پوتین سره یې د انرژۍ د را ولاړ شوي بحران په اړه خبرې کړي او په دې اړه یې د پوتین د روښانه دریځ غوښتنه کړې ده. زلنسکي... Читать дальше...

پخواني افغان ډيپلوماټان: د طالبانو او نړيوالو د اړيکو د خرابېدو امکان شته

Pa.azadiradio.com 

یو شمېر پخواني افغان ډیپلوماتان وايي، په افغانستان کې د ایمن الظواهري تر وژل کېدلو ورسته ممکن اوس د نړۍ د هېوادونو اړیکې له طالبانو سره خړې پړې شي. دغه پخواني افغان ډیپلوماتان دا هم وايي، چې ممکن د طالبانو د یو شمېر مشرانو پر سفرونو بندیزونه هم ولګول شي. که څه هم پر افغانستان د طالبانو د واکمنېدو نږدې یو کال په پوره کېدو دی او تر اوسه د نړۍ هیڅ هېواد د دوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی خو د ځینو هېوادونو چارواکو وخت په وخت افغانستان ته سفرونه درلودل. په کاناډا کې پخوانۍ افغان سفیره شینکۍ کړوخېل... Читать дальше...

مسؤلين: د ننګرهار کانال رياست مالدارۍ فارم د ورځې ۵۰۰ لېټره شيدې توليدوي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، د ننګرهار  کانال رياست اړوند د مالدارۍ فارم د ورځې تر ۵۰۰ لېټره تازه شيدې توليدوي. دغه وزارت په یوې خبر پاڼه کې ویلي، په ياد فارم کې ۲۸۰ څاروي موجود دي، چې په‌کې غواګانې، خوسکیان، غوایان او وزې شاملې دي. د دې وزارت په خبره، له ۲۸۰ څارویو څخه ۵۱ غواګانې په ورځني ډول هره ورځ ۵۰۰ لېټره تازه شېده کوي چې دغې چارې د لبنیاتو تولید په دغه ولایت کې ښه کړی. د طالبانو حکومت د کرنې او مالدارۍ وزارت د معلوماتو له مخې، اوسمهال په دغه فارم کې بېلابېل فعالیتونه... Читать дальше...

د سوداګرۍ خونې ګډ پلاوي کراچۍ کې افغان سوداګرو سره ليدلي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې پلاوي کراچې ته خپل سفر کې تېره ورځ په دغه ښار کې مېشت افغان سوداګرو سره لیدلي. دغې خونې په یوې خبرپاڼه کې ویلي، د دې پلاوي مشري چې د یادې خونې مشر خان جان الکوزي کوي، په کراچې کې له مېشتو افغان سوداګرو سره د دوی په وړاندې د پرتو ستونزو د حل په موخه ناسته کړې. د خبرپاڼې په حواله، مخکې افغان سوداګرو د پاکستان نړېوال بندر، کراچۍ بندر او جنوبي اسیا بندرونو کې خپلې ستونزې له تللي پلاوي سره شریکې کړي او د حل غوښتنه یې ترې کړې. د دوی په خبره، په دغو بندرونو... Читать дальше...

تحریک انصاف د انتخاباتي کمېشن ضد په احتجاج دی

Mashaalradio.com 

تحریک انصاف ګوند ویلي دي چې د کمېشن د فیصلې ضد سپریم کورټ ته ځي. د هغه ګوند یوه مخکښ سیاستوال فواد چودري د اګست پر درېیمه په اسلام اباد کې خبري غونډې ته دا هم وویل چې هېڅوک یې پر "ګوند او مشر عمران خان بندیز نه شي لګولای."

نانسي پلوسي جنوبي کوريا ته رسېدلې

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د استازو جرګې مشره نانسي پلوسي تایوان ته له نانندریز سفر وروسته نن جنوبي کوریا ته ولاړه او د هغه هېواد له لوړ پوړو چارواکو سره یې کتلي دي. اسوشیټد پریس خبري اژانس ویلي، تایوان ته د پلوسي له سفره وروسته د چین غصه پارېدلې او سیمه کې نانندرۍ زیاتې شوي دي. اسوشیټد پریس دغه راز ویلي، چین چمتو کېږي چې تایوان ته نږدې خپلې پراخې پوځي مانورې پيل کړي. پلوسي تایوان ته د سفر پر مهال له هغه هېواد سره خپل پیوستون اعلان کړ، خو چین دا هېواد د خپلې خاورې یوه برخه ګڼي او دغه ټاپو ته د بهرنیو چارواکو تګ غندي.

زلنسکي د اوکراين د جګړې په اړه د جرمني د پخواني صدراعظم خبرې ځپونکي بللي

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین ولسمشر ولودومیر زلنسکي د جرمني د پخواني صدر اعظم ګرهارد شرودر (Gerhard Schroeder) هغه خبرې ځپونکي وبللې چې ویلې یې دي، روسیه غواړي د خبرو له لارې د اوکراین جګړه پای ته ورسوي. زلنسکي ویلي، دا د شرم وړ خبره ده چې پخواني اروپایي مشران د روسیې په ګټه خبرې کوي. زلنسکي په خپلو بېګانیو څرګندونو کې وویل، روسیه اوس غواړي چې خپل پټ استازي فعال کړي او د ده په خبره له دې لارې غواړي وښيي چې د خبرو غوښتونکې ده. د جرمني پخواني صدراعظم ګرهار شرودر چې د پوتین یو پخوانی ملګری دی، ویلي چې تېره اونۍ یې په مسکو کې د روسیې له ولسمشر سره کتلي دي.

له ملګرو ملتونو د امريکايي سفيرانو د ډلې غوښتنه: پر طالبانو د سفر بنديز ولګوئ

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د یو شمېر پخوانیو امریکایي سفیرانو ډلې له ملګرو ملتونو غوښتي چې د طالبانو پر سفرونو دې بندیزونه ولګوي. دغو امریکایي سفیرانو د یو بیان په خپرولو وروسته له هغې دا غوښتنه کړې چې امریکا تازه په افغانستان کې د القاعده مشر ایمن الظواهري د وژلو اعلان کړی دی. دا ډله سفیران وایي، چې په کابل کې د الظواهري وژل کېدل له القاعده ډلې سره د طالبانو په ځانګړې توګه د حقاني شبکې اړیکې په ګوته کوي او طالب مشرانو د خپل حکومتولۍ له پیله تر دې دمه پر افغان ښځو د بېلابېلو بندیزونو په لګولو، هغوی له خپلو اساسي حقونو بې برخې کړي دي. Читать дальше...

ثمینه بېګ د کې-۲ څوکې ته ختلې

Mashaalradio.com 

د ګلګت بلتستان د یو کلي اوسېدونکې ثمینه بېګ د جولای پر ۲۲مه د قراقرم – ۲ (کې-۲) څوکې ته وختله. هغه د نړۍ دویمه تر ټولو دنګه یا لوړه څوکه ده. بېګ لومړنۍ پاکستانۍ غرختونکې ده چې د هغه غره سر ته په ختلو کې بریالۍ شوه. په دې اړه د اسوشیېټیډ پریس او فرانس پریس اژانسونو له ویډیوګانو جوړ رپورټ.

کندهار کې د 'شري' ناروغي ډېره شوې

Pa.azadiradio.com 

د کندهار د میرویس روغتون مسوولان وايي، په دغه ولایت کې په شري ناروغۍ د اخته ماشومانو په شمېر کې زیاتوالی راغلی او يوازې په تېرو دریو مياشتو کې ۲۹ ماشومان يادې ناروغۍ وژلي دي. ډاکټران وایي هر کال د هوا په بدلېدو سره په شري ناروغۍ د اخته ماشومانو شمېر کې زیاتوالی راځي چې اصلي لامل یې د کورنیو لخوا ماشومانو ته د واکسین نه ورکول دي. په دې اړه نور مالومات د لاندې غږيز فايل په کليک کولو سره د صادق رښتيني په راپور کې اورېدلی شئ:

ويانا کې امريکا او ايران د اټومي تړون د بيا احيا په اړه مذاکره کوي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا او ایران لوړ پوړي مذاکره کوونکي ویانا ته ځي ترڅو د ایران او نړۍ د قدرتونو ترمنځ د ۲۰۱۵ کال د اټومي تړون د بیا احیا په اړه خبرې پیل کړي. د ایران لپاره د امریکا ځانګړي استازي رابرټ میلي پرون وویل چې په همدې هدف ویانا ته روان دی او هېواد یې په ښه نیت یوې هوکړې ته د رسېدو لېوال دی. هغه زیاته کړه دا به ډېر ژر روښانه شي چې ایا ایران هم دا ډول هدف لري که نه. د ایراني پلاوي مشر مرکچي علي باقري کني، هم ویانا ته تللی دی. ټاکل شوې چې خبرې نن بیا پیل شي.





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *