د بشري حقونو خپلواک کمېسيون: د طالبانو د واکمنۍ تېر يو کال د افغانانو لپاره دردناک و
د طالبانو د بیا ځلي واکمنۍ د یوه کال په پوره کېدو سره سم، د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون چې طالبانو ملغا کړی د دوی اوسنی رژیم، د بشري حقونو په نقض، د ملکي خلکو په وژلو، د بیان ازادۍ په محدویت، د خلکو په اجباري کډوالۍ او د اقتصادي نظام په پاشل کېدو تورنوي.
دې کمېسیون په خپل کلني راپور کې چې نن یې خپور کړی لیکلي، د جمهوري نظام په سقوط او د طالبانو په بیا واکمنېدو سره په افغانستان کې د ډیموکراټیک نظام شېرازه وپاشل شوه.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون چې طالبانو ملغا کړی او له افغانستانه د باندې فعالیت کوي، په خپل کلني راپور چې نن یې په خپله ویب پاڼه خپور کړ لیکلي، تېر یوه کال کې د طالبانو واکمني په هره برخه کې د افغانانو لپاره دردناکه وه.
دې کمېسیون ویلي، طالبانو تېر یوه کال کې ټول نړیوال بشري قوانین نقض کړي، د مخکني حکومت نظامیان او چارواکي یې شکنجه کړي، وژلي او له دندو یې شړلي.
همدا ډول له افغانانو په ځانګړي ډول نجونو او ښځو د هغوی سیاسي، مدني، ټولنیز او بشري حقونه اخيستل شوي او د بیان ازادي محدوده او سانسور زیات شوی دی.
طالبانو چې له وړاندې یې دا کمېسیون ملغا کړی، په دې اړه څه نهدي ویلي، خو مخکې یې ویلي و، د دوی په واکمنۍ کې د ټولو افغانانو حقونه خوندي دي.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون راپور درې برخې لري او پهکې د ملکي مرګژوبلې په اړه لیکل شوي، د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له ۱۵مې تر ننه په افغانستان کې ۱۵۲۰ تنه ملکیان وژل شوي او ۱۱۰۶ تنه ټپیان شوي دي.
دا کمېسیون په افغانستان کې د بیان ازادي محدوده شوې بولي او وايي، سانسور زیات شوی او ډېری خبریالان بېدندې شوي دي.
راپور زیاتوي، د طالبانو په واکمنۍ کې ۲۲ تنه خبریالان نیول شوي، ۲ ټپيان شوي او ۴ سیمهییز خبریالان شکنجه شوي دي.
د طالبانو لهخوا د افغانستان د بشري حقونو ملغا شوی کمېسیون همدا ډول طالبان د بشري حقونو په نقض تورنوي او وايي، واک ته له رسېدو وروسته یې، ۲۶۲۶ تنه د نړیوالو بشري قوانینو پر ضد وژلي او ټپيان کړي.
د دې کمېسیون موندنې ښيي چې په دې موده کې ۳۰ تنه چې ۹ ښځې هم پهکې دي د طالبانو لهخوا صحرايي محاکمه شوي او ۲۵ تنو نورو چې ۱۱ ښځې او نجونې پهکې شاملې دي، ځانوژنه کړې.
دا کمېسیون وايي، تېر یوه کال کې طالبانو ۶۳ تنه چې ۴ خبریالان، د مخکني نظام ۱۹ نظامیان، ۲۱ ملکیان او ځینې نور پهکې شامل دي له نیولو وروسته، شکنجه کړي دي او بېرته له بنده ازادي کړي دي.
د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون چې له افغانستانه د باندې فعالیت کوي طالبان د خلکو په اجباري کډوالۍ هم تورن کړي او وايي، بېلابېلو سیمو کې یې زرګونه کورنۍ په زور کډه کولو ته مجبوره کړې دي.
هاخوا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې او د ښځو لپاره د دې ادارې مشرې سیما باهوس د طالبانو د یو کلنۍ په مناسبت خپله وینا کې ویلي، د طالبانو لهخوا په افغانستان کې هره ورځ او په پرلهپسې توګه د ښځو د حقونو په نقض سره دوی د ښځو او نجونو د وضعیت د خرابېدو شاهدان دي.
مېرمن باهوس زیاته کړې، طالبانو د نابرابرۍ تګلاره خپله کړې او په دې سره یې افغانستان له نورې نړۍ بېل کړی دی.
سیما باهوس دافغان نجونو او ښځو پر وړاندې د طالبانو دا ډول تګلاره ګواښوونکې بللې او ترې یې غوښتي چې هر څه ژر د نجونو ښوونځي پرانیزي، ښځو کار او په سیاست کې د ګډون اجازه ورکړي او تر خوا یې له ښځو سره هر ډول تاوتریخوالی پای ته ورسوي.
طالبانو په دې اړه هم تر اوسه څه نه دي ویلي.