Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Август
2022

طالبانو د افغانستان په فضا د امريکا د بې پېلوټه الوتکو د ګرځېدو خبر ورکړ

0
د طالبانو ویاند وايي، د افغانستان پر فضا لا هم د امریکا د متحدو ایالتونو بې پېلوټه الوتکې ګرځي او باید مخه یې ونیول شي.


ذبیح الله مجاهد نن کابل کې یوه کنفرانس ته وویل، د دغو بې پېلوټه الوتکو د ګرځېدو په باب یې له امریکايي چارواکو سره خبرې کړې دي.


د طالبانو ویاند دا د امریکا له‌خوا د افغانستان پر قلمرو تجاوز وباله او ویې ویل چې په کار دا لړۍ ودرول شي.


د یادونې وړ ده چې تر اوسه پورې د امریکا د حکومت له خوا د دې تور په باب څه نه‌دي ویل شوي.


د افغانستان له ځینو ولایتونو وخت ناوخت د بې پېلوټه الوتکو د ګرځېدو راپورونه ورکړل شوي، خو طالبان زیات مهال دغه خبرونه ردول.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *