Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Август
2022

د اسلامي همکاريو سازمان د افغانستان د طبيعي پېښو له زيانمونو شويو سره مرستې کوي

0
د اسلامي همکاریو سازمان غواړي چې د ملک سلمان خیریه بنسټ له لارې په افغانستان کې د طبیعي پېښو له امله له زیانمنو شویو ۴۷ زره کورنیو سره مرستې وکړي.


د اسلامي همکاریو د سازمان استازي ډاکټر محمد سعید ال عیاش د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره وکتل او ویې ویل چې په دې مرستو کې به لومړني خوراکي توکي شامل وي او اړمنو کورنیو باندې به ووېشل شي.


له یوې میاشتې څخه په کمه موده کې د افغانستان په ۲۰ ولایتونو کې سېلابونو تر ۱۸۰ ډېر کسان وژلي او تر ۲۵۰ ډېر نور یې ټپیان کړي دي.


د سېلابونو په پایله کې د افغانستان په شمال، ختیځ او سویل ختیځو ولایتونو کې سلګونه کورونه ویجاړ شوي او زرګونه هکتاره کرنیزې ځمکې تخریب شوې او حاصل یې له منځه تللی.


د طالبانو حکومت له ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو خیریه موسسو غوښتي چې د خلکو د ستونزو په حل کې همکاري وکړي.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *