د اوکراين د زاپروژيا د اټومي مرکز ته لا هم برېښنا نهده نښلول شوې
د اوکراین د اټومي مرکز ادارې نن خبر ورکړ چې د دغه هېواد په جنوب کې د زاپروژیا پر اټومي مرکز پرون د روسیې الوتکو د بمباري له امله برېښنا قطع شوه.
د اوکراین اټومي دولتي کمپنۍ نن خبر ورکړ چې د اوس لپاره د زاپروژیا اټومي مرکز ته برېښنا چمتو شوې ده خو په دې مرکز کې له دوو فعالو بټیو سره د شبکې د نښلولو کار روان دی.
