Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Сентябрь
2022

مخکښ طالب مشر حاجي بشر نورزی د 'فريريکس' امريکايي په بدل کې خوشې شوی

0
د طالبانو مخکښ مشر حاجي بشر نورزی چې په متحدو ایالتونو کې بندي و، د امریکايي وګړي مارک فریریکس په بدل کې خوشې شوی او کابل ته رسېدلی دی.


د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې، فریریکس د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې له نورزي سره تبادله شو.


د امریکا د سمندري ځواکونو متقاعد افسر مارک فریریکس کله چې په ۲۰۲۰ کال کې د طالبانو له خوا برمته کېده، د ساختماني پروژو ملکي انجنیر و او بشر نورزی په ۲۰۰۵ کال کې په امریکا کې په دې تور ونیول شو چې د پنځوس میلیون ډالر په ارزښت هیرویین یې قاچاق کول.


د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي هیله څرګنده کړه چې د فریریکس او نورزي تبادله به د افغانستان او امریکا په اړیکو کې یو نوی باب پرانیري.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *