د بښنې نړيوال سازمان: د نجونو د ښوونځيو بندول د بشر حقونو برخه کې ښکاره نقض دی
د بښنې نړيوال سازمان په خپل تازه راپور کې د طالبانو لهخوا د زده کړو په برخه کې پر افغان نجونو بنديز د بشر حقونو په برخه کې یو بشپړ او ښکار نقض یاد کړی. د دغه سازمان په باور، طالبان باید د میلیونونو نجونو په برخه کې چې له زدهکړو محرومه شوي ځواب ویونکي و اوسي. ۱۴ کلنه حسینا چې د ښوونځي د اتم ټولګي کې زده کونکي وه ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، غواړي درس ووايي او دغه حق باید له هغې وانهخیستل شي. نوموړې وايي: "کله چې طالبان راغله موږ ته یې وویل چې، د نجونو په پر مخ د ښوونځي دروازې خلاصي دي،... Читать дальше...