Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Сентябрь
2022

Новости за 08.09.2022

خوست کې د چینار دودیزه مشاعره شوې

Mashaalradio.com 

په خوست کې د چینار دودیزې مشاعره شوې چې ورته د ګڼو شاعرانو ترڅنګ ولسي وګړي هم ورغلي ول. د سېپټېمبر شپږمې پر ماښام په مشاعره کې یوشمېر شاعرانو شعرونه، غزلونه او نظمونه وړاندې کړل. په اړه یې ویډیويي رپورټ.

بلېنکن په يو ناڅاپي سفر اوکرايين ته تللی

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن کییف ته په ناڅاپي سفر تللی دی. هغه داسې وخت اوکرايین ته تللی چې امریکا له اوکرایین او د ناټو له ځینو هېوادونو سره د څه باندې دوه میلیارده او شپږ سوو میلیونو ډالرو مرسته اعلان کړې. د بهرنیو چارو وزیر بلنکین کییف کې ویلي چې، د امریکا دا پیسې به د اوکرایین او د ناټو د اتلسو غړو د امنیت د تقویت لپاره وکارول شي. تر دې مخکې د امريکا دفاع وزير او يو شمېر نور لوړ پوړي چارواکو هم اوکرايين ته سفرونه کړي دي.

پنجاب کې لسګونه کورنۍ سېلابي اوبو کې ګېرې دي

Mashaalradio.com 

د پاکستان د پنجاب صوبه په روجان سيمه کې ۴۰۰ کورنۍ داسې دي چې په سېلابي اوبو کې ګېرې دي خو کورونو پرېښودلو ته تیارې نه دي. دوی وايي چې د دود او دستور له کبله ښځې له کورونو بهر نه شي اېستلای نو ځکه د سېلاب تکليف زغملو ته يې غاړه اېښې ده. د فرانس پريس اژانس له ويډيو جوړ رپورټ.

طالبانو د هوايي ډګرونو په اړه د 'ګاک' عربي شرکت سره هوکړه لاسليک کړه

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت، د متحده عربي اماراتو له ګاک شرکت سره د هوايي لارښونو د خدمتونو وړاندې کولو تړون لاسلیک کړ. د دغه تړون پر بنسټ، ټاکل شوې تر راتلونکو شپږو میاشتو پورې په افغانستان کې د هوايي لارښونو خدمتونه د نړیوالو معیارونو پر بنسټ وي. د افغانستان د هوايي ډګرونو د خدمتونه چارې په افغانستان کې د طالبانو په بیا ځلي واکمنېدو او له دغه هېواده د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره اغېزمنې شوې. د دغه تړون د لاسلیکولو په پروګرام کې د طالبانو د حکومت چارواکو د دغه پروګرام په... Читать дальше...

رېشم یوسفزی وايي د پښتو ادب او موسیقۍ خدمت کول غواړي

Mashaalradio.com 

د دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه د خيبرپښتونخوا د سوات يو ځوان سندرغاړی رېشم يوسفزی دی. نوموړی په وړوکتوب کې ګوزڼ وهلی وو. هغه وايي، درزيتوب يا خياطي يې مسلک دی او ترڅنګ يې سندرې هم وايي. دی زياتوي چې د خپل هنر له لارې د پښتني ادب او موسيقۍ خدمت کول غواړي. د رېشم يوسفزي دا خبرې او ځينې سندرې يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.

د سواد نړيواله ورځ؛ افغانستان کې نجونې ښوونځيو ته نه پرېښودل کېږي

Pa.azadiradio.com 

د سواد نړيواله ورځ سږ کال داسې حال کې راورسېده چې، په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته نجونې له شاوخوا یوه کال راهیسې ښوونځي ته له تګه محرومې دي. له شپږم ټولګي پورته د ښوونځيو زده کوونکې وايي، نه‌غواړي تېرو ۲۰ کلونو ته ستنې شي او غوښتنه کوي چې د دوی د ارمانونو د پوره کولو لپاره دې ښوونځي بېرته پرانيستل شي. خو یو شمېر افغان ښوونکې او فعالانې چې په دې وروستیو کې یې په کورونو کې ښوونځي جوړ کړي، زده کړې د نجونو اساسي حق ګڼي. ستاره، د لسم ټولګي زده کوونکې ده، سږ کال باید یولسم ټولګي کې وای، خو په کور ناسته ده. Читать дальше...

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پر پاکستان د اېف-۱۶ الوتکو د سامانونو د ممکنه خرڅلاو سودا تایید کړې

Mashaalradio.com 

د امریکا د دفاع وزات د دفاعي امنیت همکاریو ادارې (ډيفنس سيکيورټي کواوپرېشن ایجسني) هم په دې اړه پر ووبپاڼه په بیان کې ويلي چې مطلوبه تصدیقنامه (سرټيفيکېشن) یې ورکړی او د سېپټېمبر پر اوومه یې کانګرس هم له دې اقدامه خبر کړی دی.



غزني کې يوه مېرمن وژل شوې ده

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو سیمه‌ییزو چارواکو ویلي چې، دا ښځه په شخصي دښمنۍ کې هدف ګرځېدلې. د غزني امنیه قومندانۍ ویاند ابو خالد سرحدي ازادي راډیو ته وویل چې، په دې ښځې باندې یوه وسله‌وال کس وړمه ورځ د غزني ښار په پښتون اباد سیمه کې ډزې کړې وې. سرحدي وايي بریدګر له سیمې تښتېدلی خو دوی یې د نیولو هڅې کوي. د دغه ښځې د وژل کېدو په اړه د هغې کورنۍ تر اوسه پورې څه نه‌دي ویلي. افغانستان کې تر ډېره د ښځو وژنه د کورنۍ تاوتريخوالي انګېزه لري چې مخکې هم دې ته ورته پېښې رامنځته شوې دي.

د افغانستان او پاکستان د تېرې شپې لوبه؛ خلک، د کرېکټ لوبغاړي او غبرګونونه

Pa.azadiradio.com 

د اسیا کپ کرېکت د سیالیو په دوام د افغانستان او پاکستان کرېکټ ملي لوبډلو د تېرې شپې لوبې د مینه‌والو او د کرېکټ د لوبغاړو ترمنځ ګڼ غبرګونونه راپارولي دي. دا لوبه چې تېره شپه د متحده عربي اماراتو د شارجې په لوبغالي کې وشوه، نه یوازې په میدان کې د لوبېدونکو لوبغاړو ترمنځه یوه سخته سیالي وه بلکې له میدان بهر د دواړو لوبډلو د مینه‌والو ترمنځ هم اخ ډب رامنځته شو. پاکستان دا لوبه په وروستۍ وېکټ له یوې سختې مقابلې وروسته د سیالۍ په شلم اور کې وګټله. په ټولنیزو رسنیو کې په خپرو شویو ویډيو ګانو کې ښکاري... Читать дальше...

د بشري حقونو مدافع سازمانونه: ملګري ملتونه دې افغانستان ته د بشري حقونو د څار لپاره ټيم واستوي

Pa.azadiradio.com 

د بشري حقونو ۲۲ بېلابېلو مدافع سازمانونو او بنسټونو د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا نه په یو پرانیستي لیک کې غوښتي، چې افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو د څېړلو لپاره د یوه لوی ټیم د استولو پرېکړه وکړي. په دې‌ ليک کې، چې د ګڼو نړیوالو او کورنیو سازمانونو په همغږۍ لیکل شوی او لاسلیکونه یې په‌کې کړي راغلي، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېسیون دې په خپله راتلونکې ۵۱مه غوڼده کې په دې اړه پرېکړه وکړي. د دې سازمانو ځینې استازي وایي، که ملګري ملتونه د دوی غوښتنه ومني او دا پرېکړه وکړي د افغانستان... Читать дальше...

زاهد شينواری: د پاکستان او افغانستان ترمینځ تجارت زیات شوی دی

Mashaalradio.com 

تېر کال په افغانستان کې د پخواني نظام ړنګېدو او د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د کابل او اسلام اباد ترمينځ د تجارت کچه کمه شوې وه. خو اوس د پاکستان افغانستان د سوداګرو د ګډې خونې مشر زاهد شينواری وايي چې دوطرفه سوداګري زیاته شوې ده. د نوموړي په خبره، په ۲۰۲۱ -۲۲ مالي کال کې د دواړو هېوادونو ترمینځ د يو ارب امريکايي ډالرو تجارت شوی دی. په دې اړه د مشال رېډيو خبريال عبدالحي کاکړ له زاهد شينواری سره مرکه کړې ده او په سر کې ورڅخه د دواړو هېوادونو ترمینځ د تجارتي هلو ځلو تازه حال پوښتلی دی؟

مصر کې ښځې په لومړي ځل ځمکلاندې اورګاډی چلوي

Mashaalradio.com 

د مصر په پلازمېنه قاهره کې دوه ښځې له یوشمېر میاشتو راهیسې د ځمکلاندې اورګاډي یا مېټرو چلولو روزنه ترلاسه کوي. دا د مصر لومړۍ ښځې دي چې د مېټرو ډرېورانې به شي. په اړه یې د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.

زلنسکي: په خارکيف کې مو څو سيمې بېرته ونيولې

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي وايي، ځواکونو یې د هېواد د شمال ختیځ په خارکیف کې څو سیمې بېرته نیولي دي. زلنسکي تېره شپه په خپله وینا کې وویل، دا اوونۍ د خارکیف په اړه ښه خبرونه لري. ده زیاته کړه، اوکراینیانو به ښايي د اوکرایني پوځیانو د فعالیت په اړه راپورنه کتلي وي. ده په ازادو شویو سیمو کې د اوکراین د بیرغ د بیا رپول کېدو لپاره د جنګي عملیاتو په لړ کې د اوکرایني ځواکونو د مبارزو مننه وکړه.

د کاناډا پوليسو هغه بريدګر نيولی چې تېره يکشنبه يې ۱۰ کسان ووژل

Pa.azadiradio.com 

د کاناډا پولیس وايي، د دغه هېواد په ساسکاچوان ایالت کې د روانې اوونۍ د حملې په تور یې یو تن نیولی دی. د یکشنبې د ورځې په برید کې، چې د چاقو په وسیله وشو، ۱۰ تنه ووژل شول. نیول شوی کس مایلز سندرسن (Myles Sanderson) نومېږي، د نوموړي د بل ورو ډیمین سندرسن مړی، د دوشنبې په ورځ وموندل شو. دغو دوو وروڼو د یکشنبې په ورځ په ساسکاچون ایالت کې لس تنه ووژل او ۱۸ نور ژوبل کړل. دا برید د اوسنۍ کاناډا په تاریخ کې تر ټولو خونړی بلل شوی دی.

د افغانستان پر وضعيت د نړيوالو ورځپاڼو تبصرې

Pa.azadiradio.com 

د بشري حقونو د څار سازمان: د بشرې حقونو د څار سازمان د ملګرو ملتونو د ځانګړنې راپورټر هغې راپور ته چې روانه اوونۍ يې خپور کړی په اشارې په افغانستان کې د بشري حقونو څخه په وروستیو سرغړاویو لیکنه خپره کړې ده. د بشري حقونو د څار سازمان ویلي، دا راپور د طالبانو تر کنټرول لاندې په ۲۰۲۱ میلادي کال کې د سوء استفادو او سرغړونو یو لېست دی. په دغه راپور کې په افغانستان کې د بشري اقتصادي ناورین ناوړه اغېزو چې تر یوه حده د بهرنیو هېوادونو د کړنو له کبله دې یادونه شوې او ویلي شوی دی چې: " ټولې خواوې د افغانانو... Читать дальше...

ايران کې پر اعدام د محکوم شويو زندانيانو کورنيو اعتراضونه کړي

Pa.azadiradio.com 

د یوه بې‌سارې اقدام په ترڅ کې د ایران پلازمېنې ته نږدې د کرج په سیمه کې د محکمې مخې ته د هغو زندانیانو، چې په اعدام محکوم دي، د کورنیو یو شمېر غړیو اعتراض وکړ. د خواله رسنیو له لارې په خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې د سې شنبې په ورځ اعتراض کوونکو شعارونه له ځانونو سره لېږدول چې پرې لیکل شوي و، اعدامونه ودروئ. د بشري حقونو سازمانونه وایي، د دې معترضانو خپلوان د کرج او قزل حصار د ښارونو په زندانونو کې بندیان دي. د ایران د بشري حقونو د سازمان په وینا، د روان میلادي کال له پيله د سپتمبر تر اوومې... Читать дальше...

ملکې اليزابت د برېتانيا له نوې کابينې سره انلاين کتنه لغوه کړه

Pa.azadiradio.com 

د برېتانیا ملکې الیزابت د دغه هېواد د نوې کابینې له غړیو سره ان لاین کتنه لغوه کړه. ډاکټرانو شپږ نوي کلنې الیزابت ته لارښوونه وکړه چې استراحت وکړي. تر دې یوه ورځ مخکې ملکې، لیز ټراس د برېتانیا د نوې صدراعظمې په توګه معرفي کړه. رویټرز اژانس خبر ورکوي چې. د ملکې د ماڼۍ - بکینګهام- په پروني بیان کې راغلې دي چې دا ملاقات به بل وخت تنظیم شي.

اوچا: د زلزلو او سېلابونو له امله ځپل شوي افغانان بېړنيو مرستو ته اړتيا لري

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وایي، په زرګونو افغانان چې زلزلو او سېلونو ځپلي دي او له قحطۍ سره مخامخ دي د ژمي په راتلو سره بېړنیو مرستو ته اړتیا لري. اوچا په خپل ټویټر کې پرون ولیکل چې، د افغانستان لپاره یې له نړیوالو څخه تر اوسه یوازې دوه څلوېښت په سلو کې مرسته ترلاسه کړې ده حال دا چې په دغه هېواد کې تر څلرویشت میلیونه ډېر کسان مرستو ته ضرورت لري. اوچا پر نړیوالو غږ کړی دی چې باید سر له اوسه لاس په کار شي. په وروستيو کې زرګونه افغانان د زلزلو او سېلابونو له امله مړه او ژوبل شول او زرګونه کورونه ويجاړ شول. Читать дальше...

اسيا جام: افغان کرېکټ لوبډلې پاکستان ته لوبه وبايلله؛ نن له هند سره مخامخ کېږي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله به نن د اسیایي جام په ترڅ کې په متحد عربي امارتو کې د هند له ملي لوبډلې سره مسابقه وکړي، خو پرون افغان لوبډلې له پاکستان څخه ماتې وخوړه او دا هیلې یې له هند سره یو ځای مړاوې شوې چې د دې جام پایلوبې ته به رسیږي. د اسیا د کرېکټ جام لوبو په ترڅ کې پاکستان د افغانستان ملي لوبډلې ته په یوه وېکټ ماتې ورکړه. د پاکستان لسم  لوبغاړي نسیم شاه چې بالر دی پر فضل الحق فاروقي سر پر سر شپږيزې ووهلې او په وروستي اور کې پاتې دولس منډې په دې ډول پوره شوې. د متحد عربي اماراتو په... Читать дальше...

د بشري حقونو د څار ډلې يو وکيل: طالبانو له خلکو ازادي اخيستې

Pa.azadiradio.com 

د بشري حقونو د څار ډلې د اسیا د برخې مدافع وکیل جان سیفتون وایي، په لږې ازادۍ کې ژوند او د رښتوني عدالت نه ترلاسه کول هغه څه دي چې طالبانو پر افغانانو لورولي دي. د ده په وینا، طالبانو د افغانستان نیمایي خلک له زده کړو او کار څخه منع کړي دي. د بشري حقونو د څار ډلې پرون په دې اړه یو بیان خپور کړ، چې په‌‌کې د ښاغلي سیفټون له قوله راغلي دي، د طالبانو یو چارواکی چې څه وایي هغه ته د قانون په سترګه کتل کېږي. دی زیاتوي چې د بشري حقونو وضعیت دومره له ګواښه ډک دی چې تصور یې ګران دی چې وشي. طالبانو... Читать дальше...

البانيا له خپلې خاورې ايراني ډيپلوماټان و ايستل؛ سپينې ماڼۍ يې ملاتړ کړی

Pa.azadiradio.com 

البانیا ایراني دیپلوماتان له خپلې خاورې وروسته تر دې و ایستل چې تهران یې په خپله خاوره کې په سایبري برید تورن کړ. واشنګټن د البانیا ملاتړ وکړ او ژمنه یې وکړه چې د دې سایبري برید په وړاندې به د ناټو له دې غړي هېواده دفاع وکړي. البانیا پرون ایراني دیپلوماتانو او د سفارت کارکوونکو ته امر وکړ چې په څلرویشت ساعتونو کې له دې هېواده ووځي. د البانیا صدراعظم ایدي ریما په یوه یویډیویي پيغام کې وویل چې د جولای په پنځلسمه د البانیا د حکومت پر ډیجیټل سیستم سایبري برید وشو خو دا برید ناکامه شو. ریما ويلي... Читать дальше...





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *