د خصوصي پوهنتونونو مسوولان: د محصلانو شمېر تر ۶۰ سلنه کم شوی
په افغانستان کې د خصوصي پوهنتونونو یو شمېر چارواکي تاییدوي چې په تېر یو کال کې يې د محصلانو په شمېر کې له پنځوسو څخه تر شپېته سلنه کموالی راغلی دی. نور الرحمن چې په کابل کې د یو خصوصي پوهنتون محصل و وایي، د طالبانو د بیا ځلي واکمنېدو راهیسې يې د اقتصادي ستونزو له امله د ژوند چارې سختې شوې چې د زده کړو او وطن پرېښود ته يې اړ کړ. هغه وویل: "ما خپله تحصیلي دوره په نیمه کې پرېښوده، ځکه په افغانستان کې حالات ګډود شول او زما کاروبار يې را خراب کړ. د کورنۍ ټول مسوولیت زما پر غاړه و نو اړ شوم چې پاکستان ته د کار لپاره لاړ شم. Читать дальше...