Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Сентябрь
2022

د انګلستان د ملکې دوهمې الیزابت د جنازې دولتي مراسم پای ته ورسېدل

0
د انګلستان د فقیدې ملکې دوهمې الیزابت د جنازې دولتي مراسم نن په داسې حال کې پای ته ورسېدل چې د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو سلګونه مشرانو او شخصیتونو د دې تابوت ته د درناوي مراسم پرځای کړل.


د دې مراسمو په بل پړاو کې به د ملکې جنازه په ویندسور ماڼۍ کې خاورو ته وسپارل شي.


برتانوي چارواکو د ویسټ منسټر ماڼۍ د سالون هغه ځای چې په تېرو څلورو ورځو کې لسګونه زره کسان د ملکې د جنازې لیدو ته ورتلل د عامو خلکو د ورتګ پرمخ نن سهار بند کړ.


د ملکې د مړینې په خاطر په انګلستان کې لس ورځنی ویر اعلان شوی.


د انګلستان پخوانۍ ملکه د سپټمبر په اتمه نېټه د ۹۶ کلونو په عمر د سکاټلنډ په بالمورال ماڼۍ کې وفات شوه او پرځای یې د هغې زوی دریم چارلز، د انګلستان او د کامنولټ د غړو هېوادونو پاچا شو.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *