Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Сентябрь
2022

د پاکستان صدراعظم: طالبان دې د دوحې تړون عملي کړي

0
د پاکستان صدراعظم شهباز شریف پر طالبانو غږ کړی چې د نجونو ته د زده کړو او ښځو ته د کاري فرصتونو د برابرولو او بشري حقونو ته د درناوي په ګډون ټولو افغان وګړو ته انډول فرصتونه برابر کړي.


شریف له اسوشیتیدپریس خبري آژانس سره په یوه مرکه کې چې پرون خپره شوه همداراز له طالبانو وغوښتل چې د دوحې پر تړون عمل وکړي.


د دې تړون له مخې امریکا خپل پوځي ځواکونه له افغانستانه واېستل او طالبانو په بدل کې د نورو ژمنو ترڅنګ ومنله چې بشري حقونو ته به درناوی کوي او په افغانستان کې به تروریستانو ته اجازه نه ورکوي.


شریف وویل طالبانو چې د دوحې تړون لاسلیک کړی نو باید درناوی هم ورته وکړي.


طالبانو د شریف د دې څرګندونو په اړه تراوسه څه نه دي ویلي.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *