Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Сентябрь
2022

امریکا د ایران خلکو لپاره د انټرنېټ په خدماتو کې اسانتیا راولي

0
په ایران کې د روانو مظاهرو په اوج کې متحدوایالتونو پرون اعلان وکړ چې د دې هېواد د خلکو لپاره د انټرنېټ په خدماتو کې اسانتیا راولي.


انټرنېټي خدمات د ایران د حکومت د اقداماتو په نتیجه کې سخت زیانمن شوي دي.


په ایران کې روانې مظاهرې وروسته له هغه پیل شوې چې د مهسا امیني په نوم یوه ځوانه نجلۍ د ایران د ګشت ارشاد پولیسو د پوره حجاب د نه مراعتولو په تور د سپټمبر په ۱۳مه ونیوه او درې ورځې وروسته په کوما حالت کې روغتون ته ورسول شوه چې هلته یې ساه ورکړه.


د امریکا د خزانې وزارت پرون د سپټمبر ۲۳مه په یوه بیان کې وویل چې امریکا هڅه کوي د انټرنېټې خدماتو د جواز د اپډېټ کولو له لارې په ایران کې له انټرنېټي آزادیو څخه ملاتړ پراخ کړي.


بیان زیاتوي په داسې حال کې چې د ایران حکومت له نړیوال انټرنېټ څخه د خلکو ارتباط پرې کوي، متحدایالات داسې اقدامات کوي چې له مخې یې د ایران خلکو ته د حقایقو په اساس د معلوماتو جریان چمتو کوي.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *