Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Декабрь
2022

ټېسټ کرېکټ؛ د اسټرالیا بری او د وېسټ انډیز پینځه‌ویشت کلن انتظار

0
د اسټرالیا د کرېکټ په مشهور لوبغالي «پرت»کې د وېسټ انډیز او کوربه هېواد ترمنځ د دوو ټیسټ لوبو لړۍ د نومبر میاشتې په دېرشمه نېټه پيل شوې ده.


لومړۍ لوبه چې پرون(یکشنبه) پای ته ورسېده اسټرالیا په ۱۶۴ منډو وګټله.


وېسټ انډیز په وروستي ځل په ۱۹۹۶ زېږدیز کال له اسټرالیا څخه په دې هېواد کې د ټیسټ لوبو لوبلړۍ ګټلې وه.


تر دې ماتې وروسته څرګنده شوه چې وېسټ انډیز به دغه ۲۵ کلن انتظار ته دوام ورکوي.


په دې لوبه کې د اسټرالیا له لوري مارنس لبیشاین په لومړۍ پاڼۍ کې غبرګه سلیزه او په دویمه پاڼۍ کې هم سلیزه ترسره کړه او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.


دوی به دویمه ټیسټ لوبه د ډسمبر میاشتې په اتمه نېټه پيل کړي.


د یادونې ده چې دا لوبې د کرېکټ نړیوالې شورا د ټيسټ اتلولۍ په پار د نهو هېوادونو ترمنځ پيل شوي دي، خو افغانستان د دې سياليو برخه نه‌دي.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *