په کابل کې د وزلوبې لیګ څلورم پړاو سياليو د پرانیستې مراسم ترسره شول
په افغانستان کې د وزلوبې یا بزکشۍ لیګ د څلورم پړاو سياليو د پرانیستې مراسم ترسره شول. دغه سيالۍ چې د کابل په حضوري چمن کې ترسره کېږي سبا دوشنبه یې د رسمي لوبو لومړۍ ورځ ده. د افغانستان د بدني روزنې ریاست په خپل فېسبوکپاڼه لیکلي دي چې د دې سياليو د ښه ترسراوي په پار بشپړ چمتووالی نیول شوی دی او ټولې لوبې به په ژوندۍ بڼه هم وښودل شي. د بدني روزنې ریاست د نشراتو ریس الله محمد مشواڼي اذادي راډيو ته وویل چې په دې سياليو کې ټولې دولس لوبډلې ګډون لري. ښاغلی مشواڼی وايي چې د یکشنبې په ورځ یې د سياليو... Читать дальше...