Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Декабрь
2022

Новости за 04.12.2022

هرات ته د ندامحمد ندیم سفر؛ محصلان: ازموینې مو لغوه او پوهنتون رخصت شو

Pa.azadiradio.com 

د هرات پوهنتون یو شمېر محصلان وايي، دغه ولایت ته د طالبانو د لوړو زده کړو د سرپرست وزیر ندامحمد ندیم د سفر په ورځ پوهنتون رخصت شوی او ازموینه هم لغوه شوې ده. د هرات پوهنتون د یو محصل وايي، د شنبې په ورځ یې ازموینې ته چمتووالی نیولی و، خو په وینا یې چې د ډېرو محصلانو په څېر یې ونه شوای کړای ازموینه ورکړي. دغه محصل چې نه غواړي د موضوع د حساسیت له امله یې نوم په راپور کې واخیستل شي، د پوهنتون د رخصتېدو او د ازموینې د لغوه کېدو لامل هرات ولایت ته د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو د سرپرست وزیر ندا محمد ندیم سفر یاد کړ. Читать дальше...

یو شمېر افغان سوداګر: د صادراتو برخې ته هېڅ پام نه دی شوی

Pa.azadiradio.com 

افغانستان کې ځینې سوداګر او د تولیدي شرکتونو مسوولان وايي، دوی د خپلو تولیدي محصولاتو د صادراتو په برخه کې له ستونزو سره مخ دي. سره له دې چې طالبانو د حکومت، اقتصادي معاونیت په تېرو اتو میاشتو کې د افغانستان د سوداګرۍ په تاریخ کې بهر ته د صادراتو کچه بې سارې بولي، خو د تولیدي شرکتونو یو شمېر مسوولان شکایت کوي چې بهر ته د دوی د تولیداتو د صادراتو برخې ته هېڅ پام نه دی شوی. ثریا دقیق چې په هرات کې د زعفرانو تولید د یوه شرکت مسووله ده وايي، هغه ښځې چې 'د زعفرانو کارو ښځو ټولنې' تر چتر لاندې کار کوي، د صادراتو په برخه کې له ستونزو سره مخ دي. Читать дальше...

ګارډین: بریتانیا د افغان او اوکرایني کډوالو ترمنځ توپیري چلند کوي

Pa.azadiradio.com 

ګارډین ورځپاڼې تازه په یوه راپور کې ویلي، بریتانیا تېر کال د ۵ زره افغانانو د منلو او لېږد په اړه هوکړه کړې وه، خو تر اوسه یې یو کس هم بهر کړی نه دی. زهره واحدي اختري د ښځو د حقونو فعاله ده چې د افغانستان په یوه ګاونډي هېواد کې بې برخلیکه ژوند کوي. نوموړې وايي، د طالبانو له واکمنېدو وروسته يې په لومړیو ورځو کې د ښځو په ځینو لاریونو کې برخه اخیسته، خو ادعا کوي چې طالبانو یې د نیولو حکم ورکړی او له امله یې مجبوره شوه چې له افغانستان ووځي. نوموړې ازادي راډيو ته وویل، که څه هم ۱۴ میاشتې کېږي چې... Читать дальше...

قطر د اوښانو د ښکلا نړيواله سيالي وګټله

Mashaalradio.com 

په داسې حال کې چې په قطر کې د فوټبال نړيوال جام سيالۍ دوام لري، همهلته د اوښانو د ښکلا نړيوالۍ سيالۍ هم شوي. دا سيالۍ د قطر "نازا" اوښ ګټلي ده. د اسوشيېټېډ پرېس اژانس ويډيويي راپور.

ایران د اسراییلو استخباراتو ته د جاسوسۍ په تور ۴ کسان اعدام کړل

Pa.azadiradio.com 

ایران څلور کسان چې د اسراییل استخباراتي ادارې موساد ته په کار کولو تورن ووو نن اعدام کړل. د ایران دولتي اژانس ایرنا د اعدام شویو کسانو نومونه خپاره کړي او وايي، دوی له موساد څخه د وسلو او پیسو په ترلاسه کولو تورن وو. د ایران سپاه پاسداران انقلاب د ګڼو کسانو د نیولو ادعا کړې چې ګواکې له موساد سره اړیکې لري او د ایراني وګړو په اختطاف او د ملکیتونو په تخریب کې لاس لري. اسراییل او ایران په سیمه کې د یو بل سرسخت رقیبان دي او کله ناکله ایران بهرنیو هېوادونو ته د جاسوسۍ په تور د ځینو کسانو د نیولو خبر ورکوي.

امریکايي چارواکي: اوکراین کې د روسیې جګړه به په ټیټه کچه روانه وي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا استخبارات اټکل کوي چې اوکراین کې د روسیې جګړه به راتلونکو څو میاشتو کې هم په ټیټه کچه روانه وي. د امریکا د ملي استخباراتو مشره اوریل هینیس وایي، دوی له مخکې نه د اوکراین په جګړه کې د کموالي نښې لیدلي او اټکل کوي چې راتلونکو میاشتو کې به هم د جګړې کچه همداسې روانه وي. مېرمن هینیس د شنبې په ورځ د ریګان د ملي دفاع په کلني فورم کې وویل، اوکراین کې د جګړې دواړه خواوې د همدې ټیټې کچې جګړې پر مهال له ژمي وروسته یرغلیزو عملیاتو ته چمتوالی نیسي. د نوموړې په باور، روسي پوځیان او د اوکراین وسله... Читать дальше...

د ناکامورا درېیم تلین؛ افغانان یې د پاتې پروژو بشپړېدل غواړي

Pa.azadiradio.com 

نن د ډسمبر ۳مه د جاپاني الاصله افغان تیتڅو ناکامورا درېیم تلین دی. د تیتڅو ناکامورا مشهور په کاکا مراد خواخوږي او خلک د هغه د پروژو د بشپړېدو غوښتنه کوي. په ننګرهار کې د تورخم ښارګوتي پخوانی ښاروال او هغه کس چې د تیتڅو ناکامورا کارونه یې له نږدې څارلي انجینیر راحت ګل زیارمل وايي، کاکا مراد لاړ، خو کارونه یې باید بشپړ شي. د هغه په خبره، ناکامورا په ننګرهار ولایت زیات کار کړی دی. زیارمل وویل: "په ننګرهار کې ده ډېر زیات کار وکړ، د مروارید کانال په ۲۰۱۰ کې افتتاح شو، د مروارید دوه په نوم کانال... Читать дальше...



هرنايي کې د سکرو کان کې په چاودنه کې ۶ کارکوونکي وژل شوي دي

Mashaalradio.com 

د هرنايي انتظامي مشر سردار رفیق ترین د ډېسېمبر پر درېیمه شپې ناوخته مشال راډیو ته وویل، پېښه د شنبې (خالي) پر ورځ "سهار ۱۰ نیمې یا ۱۱ بجې شوې ده. شپږ کان کیندونکي د کار لپاره کان ته شوه (ښکته) شوي ول. په کان کې ګیس وو" چې پکې چاودنه وشوه.

داعش په کابل کې د پاکستان پر سفارت د برید مسوولیت ومانه

Pa.azadiradio.com 

داعش خراسان څانګې په کابل کې د پاکستان پر سفارت د برید مسوولیت منلی دی. د داعش خراسان څانګې ومنله چې د جمعې په ورځ یې د پاکستان په سفارت برید کړی دی. داعش ډلې ته نږدې یوې رسنۍ اعماق د یکشنبې په ورځ سهار وختي په ټېلیګرام دا خبر ورکړی او زیاتوي، دوو وسله‌والو یې چې په سپکو او متوسطو وسلو سنبال وو دا برید کړی. د جمعې په ورځ هغه مهال چې کابل کې د پاکستان شارژدافیر عبیدالرحمن نظاماني غوښتل له سفارت ووځي، ډزې پرې وشوې، هغه له دې برید روغ ووت، خو یو ساتونکی یې سخت ټپي شو. د طالبانو ویاند ذبیح‌الله... Читать дальше...

د افغانستان امنیتي او اقتصادي وضعیت؛ وېسټ پرې د اماراتو او هند چارواکو سره غږېږي

Pa.azadiradio.com 

سیمې ته د خپل سفر په دوام، د افغانستان لپاره د امریکا د متحده‌ایالاتو ځانګړی استازی ټوماس وېسټ روانه اوونۍ هند او بیا متحده‌عربي اماراتو ته ځي، چېرته چې له وړاندې پخوانی جمهور رییس حامد کرزی او د طالبانو حکومت د دفاع وزیر ملا یعقوب هم تللي دي. سبا دوشنبه د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټوماس وېسټ په نوې ډیلي کې د افغانستان په چارو کې د هند د بهرنیو چارو وزارت له‌خوا ټاکل شوي استازي جي‌پي سېنګ او د ملي امنیت سلاکار د مرستیال ویکرام مصري سره ګوري. د هندو ورځپاڼې پرون ناوخته لیکلي، وېسټ... Читать дальше...

هند کې يوې کورنۍ د ساړيو جوړلو سلګونه کلونه زوړ دود ژوندی ساتلی

Mashaalradio.com 

د هند په ګجرات کې یوې کورنۍ د روایتي ساړیو جوړولو ۹۰۰ کاله زوړ دود ژوندی ساتلی دی. دا کورنۍ وایي دا هنر ورته له پلار نیکه څخه پاتې شوی وو او خوشحاله دي چې دغه یې نه یوازې ژوندی ساتلی بلکې اوس په ټول هند کې د دوی کار پېژندل کېږي او خوښېږي. په دې اړه نور تفصیل د رویټرز اژانس په ویډیویي راپور کې وګورئ چې فرخنده اسد يې وړاندې کوي.

ایران د ښځو حجاب په تړاو ګزمې ودرولې

Pa.azadiradio.com 

ایران د هغې ګزمې فعالیت ودراوه چې ښځې یې حجاب ته اړ ایستلې. دا په ایران کې له وروستیو اعتراضونو وروسته د ایران د حکومت له لوري له خپلو جبري مقرراتو څخه یو ګام شاتګ بلل شوی دی. د ایران لوی څارنوال محمدجعفر منتظري پرون په یوه خبري غونډه کې وویل چې د «ارشاد» فعالیت له قضاییه قوې سره تړاو نه لري او په کوم ځای کې چې تاسیس شوی و له هماغه ځای یې فعالیت درول شوی دی. ده د پنجشنبې په ورځ ویلي و چې په راتلونکو ۱۵ ورځو کې به د ایران پارلمان او د فرهنګي انقلاب عالي شورا په ټولنه کې د حجاب په شمول د خلکو د اعمالو په اړه خپل نظر اعلان کړي.

اډهانم: د نړۍ ۹۰ سلنه وګړي د کرونا په وړاندې تر ډېره مقاومت لري

Pa.azadiradio.com 

د روغتیا نړیوال سازمان اټکل کوي چې اوس د نړۍ په سلو کې ۹۰ وګړي د کرونا په وړاندې تر ډېره مقاومت لري، خو خبرداری ورکوي چې لا هم د دې ویروس له کبله په نړۍ کې د یوه نوي سرخوږي د پیدا کېدو امکان شته. د روغتیا د نړیوال سازمان عمومي رييس ټډروس اډهانم ویلي چې خلکو د واکسینونو او یا د کرونا د تېرولو له کبله د دې وبا په وړاندې مقاومت ترلاسه کړی دی. د ثبت شویو شمېرو پر اساس، تراوسه پورې په نړۍ کې ۶ میلیونه او ۶ لکه تنه له کرونا مړه شوي دي، خو د ملګروملتو د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې د کرونا له کبله د مړو شویو کسانو حقیقي شمېر تر دې خورا ډېر دی.

د خیبر پښتونخوا په اکوړه خټک کې ۳ پولیس وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د خیبر پښتونخوا په اکوړه خټک کې پرون شنبه د پولیسو پر یوه موټر په برید کې ۳ پولیس وژل شوي دي. د پولیسو یوه ځايي چارواکي محمدعلي ګنډاپور رویټرز خبري اژانس ته ویلي، پر پولیسو تېر ماښام برید په داسې حال کې وشو چې هغوی ګزمه کوله. د پاکستاني طالبانو تحریک یا ټي ټي پي د دې برید مسوولیت منلی دی. دې ډلې په وروستیو کې اوربند پای ته رسېدلی اعلان کړ او خپلو وسله والو ته یې د پاکستان د امنیتي ځواکونو پر ضد د عملیاتو د پیلولو امر وکړ.

داعش په کابل کې د پاکستان پر شارژدافېر د حملې مسوولیت په غاړه واخیست

Pa.azadiradio.com 

د اسلامي دولت یا داعش د خراسان څانګې په کابل کې د پاکستان پر شارژدافېر د حملې مسوولیت په غاړه واخیست. د جمعې په ورځ د کابل په پروان مېنه کې د پاکستان پر شارژدافیر عبیدالرحمان نظاماني په ډزو کې د هغه یو ساتونکی ټپي شو خو نظاماني روغ ووت. داعش په هغه بیان کې، چې تېره شپه دې ډلې ته یوې نږدې رسنۍ په ټیلګرام کې خپور کړی، ویلي دا برید د دوی یوه غړي کړی دی. د طالبانو حکومت، پاکستان او امریکا دا برید غندلی او طالبانو ویلي چې په دې تړاو یې یو تن نیولی دی.

د فوټبال نړیوال جام؛ د امریکا او استرالیا لوبډلې له لوبو بهر شوې

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د متحدو ایالتونو او استرالیا لوبډلې د فوټبال له نړیوال جامه ووتې، خو ارجنټاین او هالنډ بل پړاو ته بریالي شول. ټاکل شوې ده چې نن فرانسه له پولنډ سره او سینیګال له انګلستان سره مخامخ شي. د فوټبال نړیوال جام د شپاړلس غوره لوبډلو پړاو پرون د امریکا او هالنډ او د ارجنټیان او استرالیا ترمنځ پیل شو. په دې سیالیو کې هالنډ د یوه په وړاندې امریکا ته درې او ارجنټیان استرالیا ته د یوه په وړاندې دوه ګولونه ورکړل. په دې توګه د امریکا د متحدو ایالتونو او استرالیا لوبډلې د فوټبال له نړیوال جامه... Читать дальше...

ملګري ملتونه اړمنو افغانانو سره د خوراکي او نقدي مرستو لړۍ پراخوي

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي، په پام کې لري د ژمي پر مهال اړو کسانو ته د خوراکي او نقدي مرستو لړۍ پراخه کړي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام د ارتباطاتو افسر فیلیپ کروف  ازادۍ راډیو ته وویل: "د خوړو نړیوال پروګرام په پام کې لري چې د ژمي پر مهال په ټول هېواد کې له پنځلسو ملیون کسانو سره هره میاشت د خوړو او نقدو پیسو مرسته وکړي، چې دوی خپله خواړه پرې رانیسي. د دې کار لپاره موږ سم د لاسه اضافي مالي مرستې ته اړتیا لرو. د خوړو نړیوال پروګرام د راروانو شپږو میاشتو لپاره... Читать дальше...

د طالبانو د دفاع سرپرست وزیر د یو پلاوي په مشرۍ اماراتو ته لاړ

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو سرچینې وايي، د دوی د دفاع د سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد په مشرۍ یې یو هیئت پرون شنبه متحده عرب اماراتو ته لاړ. د طالبانو دفاع وزارت وايي، دغه هیئت به یې په اماراتو کې هلته له ځايي مشرانو، مېشتو افغانانو او نورو شخصیتونو سره وګوري. په همدې حال کې د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی هم پرون له افغانستان په بهرني سفر لاړ او ځینو سرچینو ویلي چې ممکن ښاغلی کرزی لومړی په متحده عرب اماراتو کې تم شي. اماراتو ته د اوسنیو او پخوانیو چارواکو سفر ځکه مهم ګڼل کېږي، چې د افغانستان مخکېنی ولسمشر محمد اشرف غني هم هلته دېره دی. Читать дальше...

امریکا د افغان معلولینو د دوامداره ملاتړ ډاډ ورکړ

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو سفارت وايي، د معلولو کسانو ملاتړ ته به دوام ورکړي. دغه سفارت پرون د معلولو کسانو نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه ټویټ کې ویلي دوی عامه پوهاوی، د یو بل درک کول او منل تشویقوي. په دوام کې راغلي، دوی په کارځایونو، ښوونځیو او ټولنو کې د معلولو کسانو د ونډې منندوی دي. د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره وايي، د افغانستان د وګړو ۱۵ سلنه یې معلول دي، چې شمېر یې څه باندې ۴ میلیونو ته رسېږي. معلول کسان شکایت کوي، چې په ټولنه کې تر ډېره په درنه سترګه... Читать дальше...

امریکا ایستونیا ته د 'هیمارس' راکټي دستګاوې ورکوي

Pa.azadiradio.com 

ایستونیا منلې چې د امریکا له متحدو ایالتونو څخه د ۲۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت د هیمارس په نوم شپږ راکټي دستګاوې رانیسي. د ایستونیا دفاع وزارت پرون شنبه د دې موافقې خبر ورکړ او دا یې په تاریخ کې د پوځي تجهیزاتو د رانیولو تر ټولو لویه موافقه ګڼل کېږي. وروسته له هغې چې روسیې په تېره فبروري میاشت کې پر اوکراین یرغل پیل کړ، ایستونیا چې له روسیې سره پر پوله پروت دی، پر خپله دفاعي برخه لګښتونه زیات کړي دي. د امریکا هیمارس دستګاوې اوکراین ته هم ورکړل شوې دي، چې د دغه هېواد لپاره ډېرې ګټورې تمامې شوې دي. Читать дальше...

یوې زورورې زلزلې د اندونیزیا جاوا لړزولې

Pa.azadiradio.com 

یوې زورورې زلزلې پرون د اندونیزیا عمده ټاپو جاوا ولړزوله، چې په خلکو کې یې وارخطايي او وېره خپره کړه. چارواکي وايي، په دې زلزله کې چا ته مرګ-ژوبله نه ده اوښتې او د څونامي توفان د راوتلو خطر هم نه دی لیدل شوی. د امریکا د زلزله پېژندنې ادارې د اټکل له مخکې دغه زلزله د ریښتر په مقیاس ۵ اعشاریه ۷ درجې وه چې مرکز یې د غربي جاوا او مرکزي جاوا ولایتونو ترمنځ د جنوبي ښار بانجار په ۱۸ کیلومترۍ کې و. د نومبر میاشتې پر ۲۱مه یوې زورورې زلزلې د غربي جاوا په سیانجور ښار کې لږ تر لږه ۳۳۱ کسان مړه او نږدې ۶۰۰ نور کسان ټپیان کړل. Читать дальше...

په لندن کې د روسیې یو شتمن سوداګر نیول شوی

Pa.azadiradio.com 

د روسیې یو شتمن سوداګر میخایل فریډمن په لندن کې په خپل هغه کور کې نیول شوی چې څو میلیونه پاونډه ارزښت لري. میخایل فریډمن د بریتانیا هغو افسرانو له خوا ونیول شو، چې د دغسې شتمنو کسانو د بالقوه مجرمانه فعالیتونو په اړه یې څېړنه کوله. رسنیو پرون شنبه راپور ورکړ، دغه روسی وګړی چې نوم یې نه دی اخیستل شوی ۵۸ کلن دی او د بریتانیا د جرمونو ملي ادارې تېره پنج شنبه نیولی دی. پر دغه شتمن روسي شتن کس، د پیسو د مینځلو، د کورنیو چارو وزارت د تېرایستلو او د ناسمې شاهدۍ ورکولو تر څنګ له قانون څخه د ځینو نورو سرغړونو شکونه شته. Читать дальше...

ایراني چارواکي: د وروستیو اعتراضونو له پیله تر ۲۰۰ ډېر کسان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د ایران یوه لوړ رتبه چارواکي ویلي، چې په ایران کې د وروستیو اعتراضونو له پیله تر ۲۰۰ زیات کسان وژل شوي دي. د ایران یوه مخکښه امنیتي اداره وايي، په ایران کې په ملي سطحه د اعتراضونو له پیله تر ۲۰۰ زیات کسان وژل شوي دي. په ایران کې دغه مظاهرې وروسته له هغې پیل شوې چې د سپټمبر میاشتې پر ۱۶مه د مهسا امیني په نوم یوې ۲۲ کلنې مېرمنې چې پولیسو په تهران کې په بشپړ ډول د حجاب نه رعایت په تور نیولې وه، په کوما حالت کې روغتون ته له رسول کېدو وروسته ساه ورکړه. ایرنا خبري اژانس د ایران د ملي امنیت عالي شورا... Читать дальше...





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *