Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Декабрь
2022

Новости за 07.12.2022

د روسيې ولسمشر د دغه هېواد د پوليسو د شمېر ډېرېدو فرمان لاسليک کړ

Pa.azadiradio.com 

د روسيې ولسمشر ولادمیرپوتین داسې یو فرمان لاسلیک کړی چې پر بنسټ به يې تر ۲۰۲۵ میلادي کاله پورې د دې هېواد د پولیسو شمېر ۹۳۸ زرو ته ورسیږي. دغه فرمان چې د ډیسمبر په ۵مه لاسلیک شوی دی په‌کې راغلي چې، د روسیې د پولیسو شمېر به را روان کال ۹۲۲ زره تنو ته ورسیږي او په ۲۰۲۴ م کال کې به دا شمېر ۹۳۴ زره شي. وروسته له هغه چې مسکو په ۲۰۱۴ کال کې د اوکراین کریمیا په ناقانونه توګه د خپل هېواد یوه برخه کړه او د روس پلوه بېلتون غوښتونکو ملاتړ یې وکړ، په دغه هېواد کې د پولیسو تر ټولو زیات شمېر په قانوني توګه ۸۹۴ زره تنه وو. Читать дальше...

درې افغان نجونې او مېرمنې د بي‌بي‌سي د سلو الهام بښونکو مېرمنو په نوملړ کې راغلي

Pa.azadiradio.com 

په داسې حال کې چې طالبانو په افغان نجونو او ښځو بېلابېل محدویتونه او بندیزونه لگولي، بي‌بي‌سي د درې افغانو نجونو او ښځو نومونه د ۲۰۲۲ کال د نړۍ په سلو اغېز لرونکو او الهام بښونکو ښځو په نوم لړ کې راوستي دي‌. فاطمه اميري، تمنا زرياب پرياني او زهرا جويا هغه درې نجونې او ښځې دي چې نومونه يې په دې نوم‌لړ کې راغلي. فاطمه اميري هغه زده‌کوونکې ده چې په کاج ښوونيز مرکز په بريد کې ټپي او يوه سترګه يې ړنده‌ شوه. هغې وروسته له ټپي کېدو د کانکور په ازموينه کې ګډون وکړ او د کمپيوتر ساينس پوهنځي ته يې لاره پيدا کړه. Читать дальше...

په کابل کې د افغانستان د کورنیو تولیداتو نندارتون شوی

Mashaalradio.com 

په کابل کې د افغانستان د کورنیو تولیداتو نندارتون شوی چې د ليدو لپاره يې نه یوازې ګڼې مېرمنې ورغلي بلکې خپلې هټۍ يې هم لګولې دي. طالبانو د ۲۰۲۱ز کال په اګست میاشت کې پر افغانستان تر واکمنېدو وروسته پر ښځو یوشمېر بنديزونه لګولي خو په دې نندارتون کې د ښځو ګډون هيله ورکوونکی ګڼل کېږي. د کابل د نندارتون زیاترو ګډونوالو هیله څرګنده کړه چې که د طالبانو حکومت پر ښځو محدودیتونه ختم کړي او ټولو خلکو ته د کاروبار موقعې برابرې کړي نو اقتصادي ستونزې يې کمېدای شي. د اژانس فرانس پرېس له ویډیو جوړ رپورټ.

طالبانو په لومړي ځل فراه کې پر يوه کس د قصاص حکم عملي کړ

Pa.azadiradio.com 

بلال کریمی معاون سخنگوی طالبان می‌گوید، ستره محکمۀ این گروه حکم قصاص را بالای یک تن در ولایت فراه تطبیق کرده است. اجرای حکم قصاص در فراه، نخستین مورد این حکم از برگشت دوباره آن به قدرت در اگست سال گذشته محسوب می‌شود.

المان کې ۲۵ مشکوک کسان نيول شوي

Pa.azadiradio.com 

د المان فیډرالي څارنوالۍ نن سهار په دې هېواد کې د یوې سخت دریځې ښې اړخې ترهګرې ډلې سره د د تړاو په شک د ۲۵ مشکوکو کسانو د نیولو خبر ورکړی دی. دغې څارنوالۍ په یوه بیان کې ویلی دي، چې مشکوک کسان يې د المان په یولسو ایالتونو کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې نیولي دي. د المان د فیډرالي څانوالۍ دفتر زیاته کړې، نیول شوي شکمن کسان د هغې ترهګرې ډلې غړي دي چې موخه يې په المان کې د موجوده نظام رانسکورول دي، چې دې موخې ته د رسېدو په لار کې د هر ډول تاواتریخوالی څخه کار اخلي.

د بدني روزني او ورزش ریاست: د المپيک نړۍوالې کمېټې غوښتنو ته مناسبه حل لاره پيدا کوو

Pa.azadiradio.com 

د المپيک نړۍوالې کمېټې د اجرائیوي بورډ په غونډه کې چې د ډسمبر په ۶مه په سویس کې وشوه، په افغانستان کې یې د المپیکي لوبو له اړوندو ادارو سره د مالي ملاتړ د دوام ډاډ ورکړ، خو په ورته وخت کې یې له ورزش څخه د ښځو منع کول غندلي. د المپیک نړیوالې کمېټې ویلي، د پاریس د ۲۰۲۴ کال په المپیکي لوبو کې افغانستان یوازې په هغه صورت کې ګډون کولای شي چې په دې هېواد کې نجونو او ښځو ته د ورزش کولو اجازه ورکړل شي. د المپیک نړیوالې کمېټې له طالبانو غوښتي چې د پاریس په المپیکي لوبو کې د افغانستان د ټیمونو په ترکیب کې دې نجونو ته هم ونډه ورکړي. Читать дальше...

د خوست پوهنتون فارغانو ته د کار زمینه نه‌شته

Pa.azadiradio.com 

تېره اوونۍ د خوست پوهنتون لسګونه محصلینو د فراغت سند ترلاسه کړ، خو د هغوی اصلي اندېښنه په خپلو تحصیلي رشتو کې د کار نشتوالی دی.  د افغانستان اقتصاد له یو کال راهیسې له جدي ځوړ سره مخ دی او د بې‌کارۍ کچه د پام وړ زیاته شوې.

افغانستان کې د ټي ټي پي شتون د طالبانو د حکومت او اسلام اباد پر اړیکو څه اغېز لرلای شي؟

Mashaalradio.com 

پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته ځينې داسې مسلې شته چې د اسلام اباد او کابل اړيکې يې له چیلېنج سره مخامخ کړې دي. په دې کې یوه هم په افغانستان کې د ناقانونه وسلوالې ډلې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) شتون دی. پر دې موضوع د مشال تر رڼا لاندې خپرونه د غږ په ځای کې واورئ.



د طالبانو دفاع وزير د افغانستان لپاره د امريکا له ځانګړي استازي سره کتلي

Mashaalradio.com 

طالبان دغه ډاډ داسې مهال ورکوي چې تر دې وړاندې د سیمې یوشمېر هېوادونو اندېښنه ښوولې چې په افغانستان کې لا هم نړیوالې او سیمه ییزې ترهګرې ډلې لکه القاعده، داعش، تحریک طالبان پاکستان او نوری وسلوالې ډلې فعالیتونه لري.

روسيې د اوکراين پر دوو مرکزي سيمو د بې پيلوټه الوتکې بريدونه کړي

Pa.azadiradio.com 

د مرکزي اوکراین دنیپروپیتروسک او زاپوریژیا سیمې تېره شپه او نن سهار وختي په کامیکازه بې پيلوټه انتحاري الوتکو او توپونو هدف وګرځول شوې. د دنیپروپیتروسک والي ولنټاین ریزنیخینکو ویلي، د دوی ځواکونه توانیدلي چې د شپې پر مهال د روسیې ټولې اته واړه الوزول شوې کامیکازه الوتکې ویجاړې کړي. د اوکرایني او لوېدیځو چارواکو په وینا، کامیکازه داسې ایرانۍ الوتکې دي چې بې پیلوټه الوزول کېږي او د هدف ځای کې چاودنه کوي. ولنټاین پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، دنیپروپیتروسک کې د تېرې شپې بریدونو د ګازو پایپ لاینونو،... Читать дальше...

پولیسو بلوچستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ ۳ غړي نیولي دي

Mashaalradio.com 

پولیسو مشال راډیو ته په استولي بیان کې ویلي دي چې د ډېسېمبر پر اوومه یې حاجي صدیق خلجی، حافظ جلال الدین او سمیع الله ترین د بلوچستان په حب سیمه کې په یوه غونډه کې د ریاستي (دولتي) ادارو پر ضد د ویناګانو په تور نیولي دي.

د ملا يعقوب او ټام وېسټ ليدنه؛ سياسي کارپوهان: دا ډول ناستې د ستونزو په هوارۍ کې اغېزمنې دي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت دفاع وزارت ویلي، چې د افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړي استازي ټام وېسټ د طالبانو حکومت د دفاع وزیرات له سرپرست ملا یعقوب مجاهد سره کتلي دي. دغه وزارت تېره ورځ ناوخته په خپله ټوېټر پاڼه د ملا یعقوب مجاهد له قوله لیکلي، چې نوموړي ټام وېسټ ته دا ډاد ورکړی، چې د افغانستان خاوره به د هیڅ هېواد پر ضد نه کارول کېږي. په دغه توېټ کې دا هم ویل شوي، چې نوموړي له ښاغلي وېسټ دا هم غوښتي، چې امریکا او نړۍ دې د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی وکړي. تر اوسه له دغې لیدنې کوم... Читать дальше...

د يوناما د بشري چارو مشر د اوکراين پر عامه تاسيساتو د روسيې بريدونه غندلي

Pa.azadiradio.com 

د ملګروملتونو د بشري چارو مشر مارتین ګریفیتس Martin Griffiths هغه کړاو چې د اوکراین پر عامه تاسیساتو د روسیې د وروستیو حملو په نتیجه کې د دې هېواد پر خلکو راغلی غندلی دی. د ملګروملتونو د امنیت شورا په پرونۍ غونډه کې په دې اړه د ښاغلي ګریفیتس خبرې، د اوکراین لوېدیځو متحدانو وستایلې، خو روسیې یې کلک مخالفت وکړ. ګریفیتس د دې حملو په نتیجه کې د خلکو د مړینو، بې‌ځایه کېدلو او کړاونو ارقام هم وړاندې کړل او ویې ویل، د اوکراین له ۱۴ میلیون زیات وګړي له خپلو مېنو بې‌ځایه شوي چې ۷،۸ میلیون اروپا او ۶،۵... Читать дальше...

پوهنې وزارت نن ټول افغانستان کې د دولسمو ټولګيو له نجونو زده‌کوونکو ازموينه اخلي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت نن په ټول افغانستان کې د دولسمو ټولګیو له نجونو زده‌کوونکو له ښوونځي نه د فراغت ازموینه اخلي. د دولسم ټولګي يوه زده‌کوونکې چې د امنيتي ستونزو له امله نه‌غواړي نوم يې راپور کې واخيستل شي وايي، د خپلې متعلمۍ د دورې تر ټولو سختې ازموینې ته روانه ده. نوموړې وايي: "موږ نه‌پوهېږو چې څه ډول پوښتنې یې موږ ته جوړې کړې دي، که څه هم یو شمېر زده‌کوونکو په کور کې درس ویلی دی، خو د ښوونځي درس تر کوره ډېر فرق لري. ویل کېږي چې زموږ دا ازموینه ناکامي هم لري، نه‌پوهېږم چې په کومه طریقه ځان ورنه وباسم چې ناکامه نه‌شم. Читать дальше...

د "نانزکو کورونه" دوکان کې د کرسمس چمتووالی نيول کېږي

Mashaalradio.com 

د امریکا په نیویارک کې د نانزکو (ګوډیانو) د کورونو یو دوکان ته ډېر مینه وال ورمات دي. په دوکان کې د کرسمس چمتووالی روان دی او ګيراکان هم د خپلو ماشومانو لپاره د نانزکو کورونه اخلي. دا چې په هغه دوکان څه خاص اېښودل شوي دي، تفصیل به يې د رویټرز خبري اژانس په ویډیو کې وګورئ.

امريکا له پولنډ سره د پوځي مرستو طرحه تأييد کړه

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پولنډ ته د ۳،۷۵ میلیارد ډالرو په ارزښت د ابرامز په نوم ټانکونو، پوځي وسایطو او مهماتو د ورکولو احتمالي طرح تایید کړه. په یوه بیان کې چې پنټاګون بېګاه خپور کړ، د دې معاملې خبر ورکړل شوی. له دې څو میاشتې مخکې متحدوایالتونو پولنډ ته د یوبل ډول امریکايي ټانک د پېرلو اجازه هم ورکړې وه. پولنډ چې غواړي خپل پوځ په عصري وسایلو سمبال او پر اوکراین د روسیې تر یرغل وروسته ځان له نوي جیوپولیتیک حالت سره سم کړي، د دې نوې طرحې له مخې د دې ټانکونو دواړه ډولونه پېرلای شي.

د المپيک کمېټه: که طالبان نجونو ته د ورزش اجازه ورنه‌کړي د دې کمېټې لوبو کې ګډون نه‌شي کولی

Pa.azadiradio.com 

د المپیک نړیوالې کمېټې د طالبانو حکومت ته خبرداری ورکړی چې په پاریس کې د ۲۰۲۴ کال د المپیک په لوبو کې د افغانستان ګډون به یوازې د ښځو او نجونو سپورت ته د اجازې ورکولو له شرط سره تړلی وي. طالبانو په افغانستان کې پر ښځو د محدودیتونو د لګولو په ترڅ کې د ښځو پر سپورت هم بندیز لګولی. د المپیک د نړیوالې کمیټې اجراییه بورډ د سویس په لوزان ښار کې پخپله پرونۍ غونډه کې په افغانستان کې د ښځو پر سپورتي لوبو د طالبانو د محدودیتونو په اړه د یوه بشپړ راپور له اورېدو وروسته له دې کبله سخته اندېښنه وښوده او... Читать дальше...

د فوټبال جام؛ پرتګال او مراکش بل پړاو ته لار پيدا کړه

Pa.azadiradio.com 

په قطر کې د فوټبال نړیوال پر مهال پرون (سه شنبه) په لومړۍ لوبه کې مراکش او هسپانیا ولوبېدل چې د لوبې په ټاکل شوې وخت کې يوه لوبډله هم د ګول په وهلو بريالۍ نه‌شوه او بلاخره مراکش په پنالټي شوټونو کې د درې ګولونو په وهلو سره لوبه وګټله. هسپانیا په دې لوبه کې ۷۷ سلنه برلاسې وه، خو د مراکش ګول کېپر د لوبې په جریان او د پنالټي شوټونو پر مهال ډېر ښه وځلېد او د هسپانویانو د ټولو شوټونو دفاع یې وکړه. دویمه لوبه چې تېره شپه د کابل پر وخت یولس نیمې بجې د پرتګال او سویس ترمنځ ترسره شوه ۶ـ۱ پرتګال وګټله. Читать дальше...

د چين ولسمشر په درې ورځني سفر سعودي عربستان ته ځي

Pa.azadiradio.com 

د چین ولسمشر شی جین پینګ په یوه درې ورځني سفر سعودي عربستان ته ځي او د تېلو د دغه ستر تولیدونکي هېواد له پاچا سره ګوري. د سعودي عربستان د رسمي خبري اژانس له‌مخې شی جین پینګ به نن چهارشنبه سعودي ته روان شي. دا له ۲۰۱۶ کال وروسته سعودي ته د نوموړي لومړنی او د کرونا له وبا وروسته بهر ته د هغه درېیم سفر دی. دا سفر داسې مهال کېږي چې د سعودي عربستان او امریکا اړیکې د انرژۍ، سیمه‌ییز امنیت او بشري حقونو د اندېښنو له کبله خړې پړې شوي دي.

پاکستان په کينيا کې د خپل وژل شوي خبريال د قضيې څېړلو لپاره پلاوی ټاکلی

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان سترې محکمې له پنځو قاضیانو جوړ یو پلاوی وټاکه چې کینیا کې د خپل یوه مشهور خبریال د وژلو تحقیقات و څاري. پنځوس کلن ارشاد شریف د اکتوبر په ۲۳مه د کنیا د پلازمېنې نایروبي ښار په څنډه کې په ډزو ووژل شو. پر ښاغلي شریف د پاکستان دننه د حکومت په ضد د خیانت دوسیه ثبت وه او هغه ژوند ته د ورپېښ ګواښ له کبله له هېواده تښتېدلی و. د پاکستان سترې محکمې ویلي، دوی د بهرنیو او کورنیو چارو وزارتونو او د فدرالي او استخباراتي څیړنو د ادارو ځواب ته په تمه دي.

ايران کې د سپاه پاسداران د يوه افسر د وژنې په تور ۵ تنه په عدام محکوم شول

Pa.azadiradio.com 

ایراني چارواکو د سپاه پاسداران انقلاب د یوه افسر د وژنې په جرم ۵ تنه په اعدام او ۱۱ نور په اوږده حبس محکوم کړل. رویټرز د ایران د ایرنا خبري اژانس په حواله ویلي، دغه دیارلس سړي او درې کم عمره ځوانان پرون سه شنبه د سپاه پاسداران د بسیج ډلې د یوه مسول روح الله عجمیان د وژنې په جرم محکوم شول. ایرنا اژانس د محکومو شویو کسانو هویت نه‌دی په ډاګه کړی او د ایران د قضایه قوې ویاند مسعود ستایشي هم پر محکومو شوو کسانو د جرم هیڅ ثبوت نه‌دی وړاندې کړی. دغه ادعا شوی قتل د نومبر په ۱۲مه تهران ته نژدې په کرج ښار کې شوی دی. Читать дальше...

د طالبانو ماليې وزارت: پر واردېدونکو پيازو او رومي بانجانو مو ګمرکي تعرفه ټيټه کړې

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت د مالیې وزارت خبر ورکړی چې په بازارونو کې يې د پيازو او رومي بانجانو د بیې ټیټولو ته عملي هڅې پيل کړي. باختر اژانس د طالبانو د مالیې وزارت په حواله ویلي، دوی له بهر په واردېدونکو پيازو او بانجانو ګمرکي تعرفه له شل فیصدو څخه پنځو فیصدو ته ښکته کړه. په خبر کې راغلي چې دغه لارښوونه له پرون سه شنبې د افغانستان په ټولو ګمرکونو کې عملي شوې ده. یو شمېر کابل ښاریانو په دې وروستیو کې ازادۍ راډیو ته ویلي چې، د یو چارک رومیو او پیازو بیه سلو افغانیو ته پورته شوې. د پيازو او بانجانو... Читать дальше...

يعقوب مجاهد ټام وېسټ ته: د افغانستان له خاورې چاته ګواښ نه پېښېږي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت دفاع سرپرست وزیر محمد یعقوب مجاهد د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېست ته ډاډ ورکړی چې، د افغانستان له خاورې چاته ګواښ نه پېښیږي. مجاهد او وېسټ پرون د متحده عربي اماراتو په پلازمېنه ابوظبۍ کې سره وکتل او د طالبانو د دفاع وزارت یې د خبرو اترو جزیات خپاره کړي. محمد یعقوب مجاهد او ورسره پلاوی یې له تېرو دوو ورځو راهیسې په اماراتو کې دی او هلته یې د هغه هېواد له لوړپوړو چارواکو سره هم په دوه اړخیزو مسلو خبرې کړي دي. طالبان دغه ډاډ داسې مهال ورکوي چې تر دې وړاندې د... Читать дальше...

ايران کې د مظاهرو دوام؛ د تازه لاريونونو خبر ورکړل شوی

Pa.azadiradio.com 

په ایران کې د حکومت ضد مظاهرې، چې د ۱۹۷۹ کال اسلامي انقلابه وروسته تر ټولو لویې بلل شوی، اتیایمې ورځې ته ورسېدې. دغه مظاهرې وروسته تر هغه پیل شوې چې یوه ۲۲ کلنه پيغله مهسا امیني د ایران د ګشت ارشاد پولیسو له‌خوا د حجاب نه مراعتولو په تور ونیول شوه او توقیف کې یې سا ورکړه. اعتراض کوونکو د دې اونۍ په لومړیو دریو ورځو کې د درې ورځني اعتصاب غوښتنه وکړه او نن چهارشنبه یې له خلکو غوښتي چې د تهران د ازادۍ میدان لوري ته لاریون وکړي. د دغه درې ورځني اعتصاب غوښتنه د مظاهرو د تنظیمونکو پر ټویټرپاڼو خپره شوې او رویټرز اژانس پرې راپور ورکړی دی. Читать дальше...





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *