Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Декабрь
2022

ټېسټ کرکټ؛ اسټرالیا له ویسټ انډيز لوبلړۍ وګټله

0
د کوربه اسټرالیا او ویسټ انډيز ترمنځ د کرکټ نړیوالې شورا د ټېسټ اتلولۍ په موخه پیل شوې لوبلړۍ اسټراليا وګټله.


په دغه لوبلړۍ کې یوازې دوه ټېسټ لوبې شاملې وې چې دواړه کوربه اسټرالیا وګټلې.


دویمه ټېسټ لوبه چې د ډسمبر میاشتې په اتمه نېټه پيل شوې وه د ۴۱۹ منډو په توپیر اسټرالیا بری خپل کړ.


اسټرالیا په دوه پاڼيو کې په ترتیب سره ۵۱۱ او ۱۹۹ منډې وکړې، خو دواړه ځل یې ټول لوبغاړي ونه سوځېدل.


ویسټ انډیز بیا په ځواب کې ښه توپ وهنه ونه کړه او په لومړۍ پاڼۍ کې په ۲۱۴ او په دویمه کې د ۴۹۷ ټارګيټ یا هدف په تعقیب یې یوازې ۷۷ منډې وکړې.


د اسټرالیا په توپ وهونکو کې ټرېویس هېډ او مارنس لبیشاین سلیزې جوړې کړې.


په دې لوبلړۍ کې د اسټرالیا لوبغاړي لبیشاین د درې سلیزو پر مټ ټولټال۵۰۲ منډې وکړې او غوره لوبغاړی ونومول شو.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *