د طالبانو یو پلاوی تهران ته رسېدلی
ایراني مهر خبري اژانس وايي چې د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو وزارت پلاوی به په دې غونډه کې چې د ملګرو ملتونو د کډوالو د لویې کمېشنرۍ استازي هم په کې برخه اخلي، د افغان کډوالو د ستونزو پر حللارو وغږېږي.
د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو وزارت مرستیال عبدالرحمان راشد هم ویلي چې دوی به د تهران په څلور اړخیزه غونډه کې له ایران او پاکستان سره په دې اړه چې څرنګه د افغان کډوالو ستونزې حل کېدای شي او په څه ډول خپل هېواد ته بېرته راستنېدای شي، یوه موافقه لاسلیک کړي.
د طالبانو د حکومت د کډوالو او بېرته ستنېدونکو وزارت له شمېرو سره سم، لا هم شاوخوا ۶ میلیونه افغانان په پاکستان او ایران کې مېشت دي.
