Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Декабрь
2022

ټوماس وېسټ: طالبان دې د افغانانو غږ واوري

0
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټوماس وېسټ وایي، ټوله نړۍ د افغانانو د یووالي شاهده ده چې د یوې زیانمنونکې او نه جبرانېدونکې پرېکړې پر وړاندې یې مخالفت کړی.


وېسټ دغه څرګندونې په یوه ټویټ کې د طالبانو له لوري پر ښځو او نجونو د پوهنتونونو د دروازو د تړل کېدو د پرېکړې په اړه کړي او ویلي یې دي چې محصلان له خپلو خویندو سره اوږه په اوږه ولاړ دي، استعفاوې، لاریونونه، مخالفتونه کوي.


وېسټ له طالبانو وغوښتل چې د خپلو خلکو غږ واوري او اوس هم ډېر ناوخته نه ده.


خو د طالبانو د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د  پنجشنبې په ورځ د ښځو او نجونو پرمخ د پوهنتونونو د تړل کېدو د پرېکړې دفاع وکړه او ویې ویل تر هغو به پوهنتونونه بند وي چې د ده په خبره د لوړو زده کړو بهیر کې د شریعت مطابق اصلاحات عملي شوي نه وي.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *