Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Декабрь
2022

طالبانو په کورنیو او بهرنیو موسسو کې د مېرمنو په کار کولو بندیز ولګاوه

0
د طالبانو حکومت د اقتصاد وزارت د یوه مکتوب به خپرولو سره په کورنیو او بهرنیو موسسو کې د مېرمنو په کار کولو بندیز ولګاوه.


د طالبانو د اقتصاد وزارت د سرپرست قاري دین محمد له لوري په لاسلیک شوي مکتوب کې راغلي چې په دې وروستیو کې د ښځینه کارکوونکو په اړه جدي شکایتونه شوي چې حجاب او قوانین نه مراعتوي نو له همدې امله کورنیو او بهرنیو نادولتي موسسو یا انجوګانو ته لارښوونه کېږي څو تر بل امره په خپلو ادارو کې د ښځینه کار کول ودروي.


د طالبانو حکومت دغه مکتوب تایید کړی.


د یاد مکتوب له خپرېدو درې ورځې مخکې طالبانو په ټول افغانستان کې د ښځینه محصلانو پر مخ د پوهنتونونو دروازې هم وتړلې چې له امله یې په کور دننه او بهر تند غبرګونونه څرګند شول.


د پوهنتونونو د دروازو د تړلو په غبرګون د افغانستان دننه او بهر لاریونونه هم روان دي او ګڼو هېوادونو د طالبانو دغه پرېکړه غندلې ده.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *