Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Декабрь
2022

سرچینه: طالبانو کندهار کې محصلان ډبولي او ډزې یې پرې کړي

0
کندهار کې د میرویس نیکه خصوصي پوهنتون محصلانو د طالبانو له لوري ډبول شوي او ډزې پرې شوي.


هغه ویډیو چې تازه تر لاسه شوې، څرګندوي چې د یاد پوهنتون محصلان نن د شنبې په ورځ د ازموینو پر مهال د طالبانو له اخ و ډب سره مخ شوي.


سرچینه وایي، محصلان وروسته له هغې د طالب نظامیانو له لوري د سختو وهلو سره مخ شول چې غوښتل یې د ښځینه محصلانو په اړه د طالبانو د وروستۍ پرېکړې په غبرګون د ازموینو له ورکولو ډډه وکړي.


سرچینه وایي، کله چې محصلانو له یاد پوهنتون څخه د طالبانو د وهلو له وېرې د تښتېدو هڅه وکړه نو طالب نظامیانو پرې ډزې هم کړي.


تر اوسه په یادو ډزو کې محصلانو ته د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي.


دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ هم د یاد پوهنتون ښځینه محصلانو هغه وخت کلابندې شوي وې چې غوښتل يې د طالبانو د وروستۍ پرېکړې پر ضد اعتراض وکړي.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *