ملګري ملتونه: په افغانستان کې د ښځو په مشرۍ ادارې د بودجې د کمښت له کبله کارکوونکي کموي
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې (یو این ومن) خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د ښځو په مشرۍ ادارې د بودجې د کمښت له امله له دندو د خپلو کارکونکو ګوښه کولو ته اړې شوي.
دې ادارې ویلي چې د افغان ښځو په مشرۍ سازمانونه او ادارې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د ملاتړ د سیسټم د ملا تیرګنل کیږي.
