Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Февраль
2026
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28

د امریکا د جمهور رییس مرستیال وايي د ایران د اټومي خبرو پرېکړه په ولسمشر ټرمپ پورې اړه لري

0

د امریکا مرستیال ولسمشر جي ډي وینس وايي د ایران په د اټومي پروګرام په اړه پرېکړې مستقیماً د ولسمشر ټرمپ په لاس کې دي.

جي ډي وینس، د دوشنبې په ورځ (فبروري نهمې) د ارمنستان صدراعظم نیکول پاشینیان سره په ګډه خبري غونډه کې ټینګار وکړ چې په ایران کې د لاریونونو او د معترضینو تاوتریخجن ځپل هم د واشنګټن او تهران د استازو ترمنځ د بحث وړ موضوعاتو یوه برخه ده، او یادونه یې وکړه چې وروستۍ پریکړه به یې ډونالډ ټرمپ پورې اړه ولري.

هغه زیاته کړه: "هرڅوک د مذاکراتو له عمومي او رسنیزو معلوماتو خبریږي، مګر یوازې د امریکا ولسمشر پوهیږي چې د دې خبرو اترو څخه څه نتیجه غواړي."

د امریکا مرستیال ولسمشر د اقتصادي اړیکو د پراختیا په هدف ارمنستان او اذربایجان ته په سفر تللی دی.

اخوا د امریکا جمهوري غوښتونکي سناتور لینډسي ګراهام، چې د ډونالډ ټرمپ ملاتړی دی، د امریکا سیمه ایزو متحدینو ته لیکلي چې په ایران کې د اوسني وضعیت د ساتلو لپاره د هغوی لېوالتیا هم د امریکا د ملي امنیت ګټو سره په ټکر کې ده او هم له "عزت او انسانیت" سره اړخ نه لګوي.

ښاغلي ګراهام دا بیان په ایکس پاڼه کې څو ساعته وروسته له هغه ولیکه چې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان له سي ان ان ترک سره مرکه وکړه.

د جمهوري غوښتونکو لوړ پوړي سناتور ټینګار وکړ چې باید سیمه د ایرانیانو د وژنو مخه ونیسي او د ایت الله په وړاندې ودریږي.

ګراهام یو ځل بیا د ایراني خلکو سره د ډونالډ ټرمپ ژمنې ته اشاره وکړه چې "مظاهرو ته دوام ورکړئ، مرسته راځي،" او زیاته یې کړه چې "هغه [ټرمپ] د تاریخ په سم اړخ کې ودرېد. زه هغه په خپلې خبرې ولاړ سړی ګڼم."

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان سي ان ان ترک ته وویل: "سیمه بله جګړه نشي زغملی ... زموږ ټولې هڅې د پوځي شخړې د مخنیوي لپاره دي."

هغه په ایران کې د لاریون کوونکو د وروستۍ وژنې او د رژیم د بدلون په اړه د کوربه د پوښتنې په ځواب کې وویل چې د ده په اند، د ایران حکومت به "په یوه هوايي برید سره نسکور نه شي، بلکې سیسټم به کمزوری شي."















Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *