Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Февраль
2026

Новости за 05.02.2026

په افغانستان کې په میلیونونو کسان په تنفسي ناروغۍ اخته شوي

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د تنفسي ناروغانو شمیر زیات شوی دی. د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د دې ناروغانو شمیرې د تیرو درې میاشتو په ترڅ کې نژدې پنځه میلیونه یادوي. د دې وزارت ویاند شرافت زمان کورنیو رسنیو ته وویل چې تنفسي ناروغان د پروسږکال په پرتله زیات شوې دي او د دې ناروغانو لویه برخه زاړه خلک دي. ښاغلي زمان دا ونه ویل چې پروسږکال څومره کسان په تنفسي ناروغیو اخته شوي و. د روغتیا نړیوال سازمان د دوه زره پنځه ویشتم کال تر نیمایي پورې شمیرې خپرې کړې دي چې د هغوی له مخې له جنوري تر جولای میاشتې پورې نژدې څلور... Читать дальше...

د سالنګونو لار بنده شوه

Pa.azadiradio.com 

د سالنګ لویه لار د موټرو پرمخ په موقتي ډول وتړل شوه. د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس د پنجشنبه په ورځ ناوخته پر ایکسپاڼه ولیکل چې دا لویه لار د واورې د ورښت، توپان، د لید ساحې د محدودیت او د ځاني او مالي زیانونو د مخنیوي په دلیل د هر ډول مسافر وړونکو او بار وړونکو موټر پرمخ تر بلې خبرتیا پورې تړل شوې ده. تر تیر ماښام پورې په شمالي سالنګ کې تر څلویښت سانتي متره او په جنوبي سالنګ کې تر پنځوس سانتي مترو پورې واوره وریدلې وه چې تر دې وروسته د دې لارې د بندیدو اعلان وشو. د سالنګ لویه... Читать дальше...

اریانا هوایي شرکت هند ته الوتنې ډيروي

Pa.azadiradio.com 

اریانا هوایي شرکت د کابل او نوي ډیلي ترمنځ د کارګو او مسافرو د الوتنو شمیر زیات کړی دی. اریانا هوایي چلند په ایکسپاڼه کې په یوه بیان کې د پنجشنبې ( د جنوري ۵ مه) ولیکل چې د اوس لپاره د کابل او نوي ډیلي ترمنځ په اونۍ کې شپږ کارګو او دوه مسافر وړونکې الوتنې ترسره کیږي. په دې بیان کې دا نه دې ویل شوي چې تر دې وروسته به د دې الوتنو شمیر څومره زیاتیږي. د اریانا هوایي شرکت په وینا، له هند سره د الوتنو له زیاتیدو سره به د افغانستان او هند ترمنځ تجارتي اړيکي پسې پراخ شي او د افغانستان صادرات به دغهَ هیواد ته ډیر شي.

له ۱۹ کلنو د لږ عمره کرکټ لوبغاړو د نړیوال جام پایلوبه

Pa.azadiradio.com 

له نولس کلنو د لږ عمره کرکټ نړیوال جام په پایلوبه کې د جمعې په ورځ( د جنوري ۶ مه) د انګلستان او هند لوبډلې مخامخیږي. انګلستان په نیمه پایلوبه کې استرالیا او هند افغانستان ته ماتې ورکړه. د پنځوس اورونو په دې نړیوال جام کې د نړۍ شپاړس لوبډلو برخه واخیسته چې د جنوري په پنځلسمه د نامیبیا او زیمبابوې په کوربتوب پیل شو. د دې نړیوال جام پایلوبه د زیمبابوې په پلازمینه هرارې کې د کابل په وخت د جمعې د ورځې د غرمې دولس بجې پیلیږي.

د ژمي په المپیک لوبو کې نژدې ۳۰۰۰ لوبغاړي ګډون کوي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې ده چې د جمعې په ورځ( د جنوري ۶ مه) په ایټالیا کې د دوه زره شپږ ویشتم کال د ژمي د المپیک لوبې پيل شي. تمه ده چې په دې المپیک کې به د شاوخوا درې نوي هیوادونو نژدې دوه زره نهه سوه لوبغاړي ګډون وکړي. دا لوبې به د فبروري تر دوه ویشتمې روانې وي.

مسکو او واشنګتن سره ومنله چې پوځي تماسونه ټینګ کړي

Pa.azadiradio.com 

امریکا او روسیې موافقه وکړه چې په لوړې کچې پوځی تماسونه ټینګ کړي. په اروپا کې د امریکا پوځي قومانداني دا خبر ورکړ. دا موافقه په ابوظبي کې د پنجشنبې په ورځ د اوکراین د سولې د خبرو په څنډه کې وشوه. واشنګتن د دوه زره یو ویشتم کال کې په فبروري میاشت کې له دې وروسته له روسیې سره پوځي روابط قطع کړل چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پر اوکراین د برید امر وکړ. په اروپا کې د امریکا پوځي قومانداني وویل چې د پوځونو ترمنځ د خبرو اترو ادامه د نړیوال ثبات او سولې لپاره مهمه ده.

یونسکو هراتي هنرمندان هڅولي

Pa.azadiradio.com 

د کمال الدین بهزاد د میناتوري هنر د یونسکو په فرهنګي میراث کې شامل شوی دی. دا پریکړه د هرات د هنرمندانو د هڅونې سبب شوې ده. کمال الدین بهزاد، چې په هرات کې زیږیدلی، د تیموریانو په دوره کې د نهمې او لسمې پیړۍ یو له مشهورو انځورګرانو څخه و. د هغه میناتوري ځانګړی سبک لر. نور په دې ویډیو کې:

بامیان ته ستانه شويو کډوالو کورونه ترلاسه کړي، خو لاهم ستونزې لري

Pa.azadiradio.com 

بامیان ته له ایران او پاکستانه ستنیدلي کډوالو ته کورونه ودان شوې دي، خو دا کډوال د ځینو نورو مهمو خدماتو غوښتنه لري، لکه د څښاک اوبه، ښوونځي، کلینکونه او کاري فرصتونه. د کډوالۍ د نړیوال سازمان په وینا د ۲۰۲۳ کال له سپتمبر راهیسې له پنځو میلیونو څخه ډیر افغانان افغانستان ته ستنیدلي او یوازې یولس سلنې یې کارونه موندلي دي.



امریکايي او ایراني چارواکي مذاکرات پیلوي

Mashaalradio.com 

په داسې حال کې چې امريکايي جنګي بېړۍ د ايران په خواوشا سمندري سيمو کې ځای پر ځای شوي، دواړه خواوې د فبرورۍ پر شپږمه مذاکرات پيلوي. امريکايي ولسمشر ډانلډ ټرمپ خبرداری ورکړی چې که دا خبرې بې نتيجې شي نو ښايي بدې پايلې ولري. بلخوا ايران وايي که له هېواد سره یې سم چلند وشي نو د اټومي پروګرام په اړه موافقې ته رسېدلی شي. ویډيويي رپورټ وګورئ.

ایران او امریکا سبا جمعه د عمان په پلازمینه مسقط کې خبرې کوي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحده ایالاتو او ایران تایید کړې چې دواړه لوري به سبا جمعه د فبرورۍ په ۶مه د عمان په پلازمینه مسقط کې په لوړه کچه خبرو ته دوام ورکړي. د ازادي راډیو د خبر د مرکزي څانګې د راپور له مخې داسې ښکاري، دغه خبرې چې د چهارشنبې د ورځې ناوخته لغوه شوې وي، ترټولو ښه فرصت ګڼل کیږي چې په فارس خلیج کې د یوې لویې پوځي شخړې مخه ونیول شي. د راپورله مخې د خبرو لپاره د عمان د پلازمېنې انتخاب اسانه نه وو. دواړو لورو یې د ځای او اجنډا پر سر اختلافات درلودل. تهران په عمان کې د دوه ‌اړخیزې ناستې غوښتنه کوله او... Читать дальше...

ولسي مشران وايي قبایلي ضلعو کې پوځي عملیات نه مني

Mashaalradio.com 

د قبایلي ضلعو ولسي مشرانو له حکومته غوښتنه کړې ده چې هلته دې د وسلوالو پرضد نور عسکري عملیات نه کوي. دوی د فبرورۍ پر څلورمه په پېښور کې د جرګې پر مهال له چارواکو وغوښتل چې د عملیاتو او ناامنۍ پر مهال دې کډوالو ته اوښتي تاوانونه ورکړي. دا په داسې حال کې ده چې په تېرو میاشتو کې ګڼو خلکو د ممکنه عملیاتو له وجې د خیبر او کورمې ضلعو له بېلابېلو برخو کډې کړې دي. د پاکستان حکومت وايي، د وسلوالو پرضد هدفي عملیاتو ته دوام ورکوي او دا چې د خلکو زیانونو پوره کولو ته ژمن دی. ویډيويي رپورټ.

پوځ وايي بلوچستان کې په وروستیو نښتو او عملیاتو کې "۲۲ سرتېري، ۳۶ ولسي وګړي او ۲۱۶" مشکوک وسلوال وژل شوي دي

Mashaalradio.com 

د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د فبرورۍ پر پینځمه پر ووبپاڼه په بیان کې ویلي دي چې امنیتي سرتېرو د جنورۍ له ۲۹مې راهیسې د صوبې په بېلابېلو برخو کې د "ردالفتنه-۱" په نوم عملیات پیل کړي ول چې اوس پای ته رسېدلي دي.

د ښځو او ماشومانو د حقونو فعالې زرقا یفتلي، د “ زاید د انساني ورورولي د ۲۰۲۶” نړيواله جایزه ترلاسه کړه

Pa.azadiradio.com 

د ښځو او ماشومانو د حقونو فعالې زرقا یفتلي، د “ زاید د انساني ورورولي د ۲۰۲۶” نړيواله جایزه ترلاسه کړه. د “زاید د انساني وروولي د ۲۰۲۶” نړيواله جایزه پرون چهارشنبې د رسمي مراسمو په ترڅ کې د متحده عربي اماراتو د دولت د مشر شیخ محمد بن زائد لخوا زرقا یفتلي، د آذربایجان او ارمنستان د سولې تړون او یوه فلسطیني سازمان ته ورکړل شوه. د زاید د انساني ورورولۍ جایزې ویلي چې دغه افراد او سازمانونونه په ټولنیزو مهمو مسایلو، د سولې او همغږۍ په ټینګولو اوپرخپلو ټولنو او همدارنګه په نړيواله کچه یې د اغیز ښیندلو... Читать дальше...

یو اېن اېچ سي ار وايي له پاکستان سره "له خطر سره د مخامخو افغانانو" پر برخلیک غږېږي

Mashaalradio.com 

په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) ویاند وايي، له اسلام اباد سره یې د هغو افغانانو په اړه خبرې روانې دي چې په ۲۰۲۱ز کال پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې هغه هېواد ته تللي ول. قیصر خان اپرېدي د فبرورۍ پر څلورمه له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل، که د پاکستان حکومت هغه افغانان په زور هېواد ته ولېږدوي نو هلته یې ژوند له خطر سره مخامخېدای شي. نوموړی د حکومت په حواله وايي چې له ۲۰۲۱ز کال راهیسې شاوخوا ۶۰۰،۰۰۰ افغانان پاکستان ته تللي دي. پاکستان پر ۲۰۲۳ز کال د بې اسناده افغانانو ایستلو بهیر پیل کړ. Читать дальше...

د طالبانوحکومت په ملګروملتونو کې د افغانستان د امنیت په اړه اندیښنې بې ځایه وبللې

Pa.azadiradio.com 

د طالبانوحکومت وایي، په ملګروملتونو کې د افغانستان د امنیت په اړه اندیښنې بې ځایه دي. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد نن پنجشنبې په خپله ایکسپاڼه کې په یوه بیان کې وویل " دا انديښنې ځکه مطرح کیږي چې افغانستان په دغه ناسته کې حضور نه لري ترڅو خپل مستند دريځ او حقیقت وړاندې کړي او ځینې هیوادونه له همدې خلا څخه په استفادې د افغانستان د امنیت په باره کې پروپاګند کوي او تشویشونه اچوي." "نړیوالې سولې او امنیت ته د تروریستي اعمالو د ګواښونو" ترعنوان لاندې د ملګروملتونو د امنیت شورا د چهارشنبې د... Читать дальше...

د پاکستان پوځ وایي، په بلوچستان کې یې پوځي عملیات پای ته رسولي

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان پوځ د پنجشنبې په ورځ وویل چې په بلوچستان کې یې د بېلتونپالو پر ضد پوځي عملیات چې یوه اونۍ یې دوام وکړ، پای ته رسولي دي. پوځ ویلي چې د دغو عملیاتو په ترڅ کې چې د دې ایالت په بېلابېلو نا ارامه سیمو کې ترسره شول، ۲۱۶ وسله وال وژل شوي دي. د رویترز خبري آژانس د راپورله مخې بلوچستان، چې د پاکستان تر ټولو لوی او وروسته پاتی ایالت دی، پکې د شنبې په ورځ هغه مهال نږدې ټولې چارې په بشپړه توګه ودریدې چې بېلتونپالې بلوڅ لبریشن آرمي (BLA) په سیمه کې پر ښوونځیو، بانکونو، بازارونو او امنیتي تأسیساتو بریدونه وکړل. Читать дальше...

د امریکا مرستیال ولسمشر: له خامنه یي سره د مستقیمو خبرو د امکان نشتوالی ډیپلوماسي سختوي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د ولسمشر مرستیال جي ‌ډي ونس، وايي چې په ایران کې اصلي پرېکړه کوونکی علي خامنه‌ يي دی او له هغه سره د مستقیمو خبرو د امکان نشتوالی ډیپلوماسي ډېره ستونزمنه کړې ده. هغه دا څرګندونې د فاکس نیوز له پخوانۍ ویاندې مېګن کېلي، سره په مرکه کې کړې دي. دغه مرکه د سیروس‌ ایکس ‌ام شبکې لپاره چمتو شوې وه. ونس وايي: “په ایران کې اصلي پرېکړه کوونکی د اسلامي جمهوریت رهبر دی، ولسمشرعملاً چندان اهمیت نه لري." هغه ویلي دا د دې برعکس وضعیت دی چې ډونالډ ټرمپ کولی شي د روسیې او چین له ولسمشرانو، ولادیمیر پوتین او شي جین پینګ سره مستقیمې ټلیفوني اړیکې ولري. Читать дальше...

د امریکا کانګرس بالتیک هېوادونو ته د امنیتي مرستو لپاره ۲۰۰ میلیونه ډالر منظور کړل

Pa.azadiradio.com 

د امریکا کانګرس د ناټو د ختیځې پولې په اوږدو کې د روسیې د فعالیتونو له زیاتېدو سره سم، د بالتیک هېوادونو ته د ۲۰۰ میلیونه ډالرو امنیتي مرستې منظورې کړې دي. دا بودجه د روانې اوونۍ په ترڅ کې د امریکا د ۲۰۲۶ مالي کال د دفاعي بودیجې د یوې برخې په توګه تصویب شوې، چې د بالتیک امنیتي نوښت (BSI) له لارې له استونیا، لاتویا او لیتوانیا سره د امریکا دوامداره ملاتړ تضمینوي. د ۸۳۸،۷ میلیارډ ډالرو دفاعي بودیجه ولسمشرډونالډ ټرمپ د فبرورۍ په درېیمه توشیح کړه. د امریکا مرسته د بالتیک له دغو درېیو هېوادونو سره د امنیتي همکارۍ لپاره تمویل خوندي کوي. Читать дальше...

له قزاقستانه افغانستان ته د غلو صادرات نږدې دوه برابره شوي

Pa.azadiradio.com 

له قزاقستان څخه افغانستان ته د غلو صادرات د ۲۰۲۵ کال د سپټمبر او د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ تر ۳۱ مې نېټې پورې نږدې دوه برابره شوي دي. د استانه ټایمز ورځپاڼې د راپورله مخې افغانستان ته په دې موده کې د غلو صادرات ۱،۹ برابره زیات شوي او ۴۱۶ زره ټنو ته رسېدلي، په داسې حال کې چې وړم کال په همدې موده کې دا کچه ۲۱۶ زره ټنه وه. د قزاقستان د اورګاډي د ملي شرکت د معلوماتو له مخې، قزاقستان ټولټال ۵،۸ میلیونه ټنه غله صادرکړې چې دا د تېر کال د همدې مودې په پرتله یو میلیون ټنه زیاتوالی ښيي او زیاتوي چې دا چاره په مرکزي... Читать дальше...

له متحده عربي اماراتو شاوخوا ۱۰۸ افغان بندیان خوشې شوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د متحده عربي اماراتو له زندانونو د شاوخوا ۱۰۸ افغان بندیانو د خوشې کیدو خبر ورکوي. په هغه خبرپاڼه کې چې د دې وزارت په ایکسپاڼه کې نن پنجشنبې خپره شوې، ویل شوي چې دغه بندیان د متحده عربي اماراتو مشرتابه د دغه هېواد د ملي ورځې په مناسبت خوشې کړي دي. په خبرپاڼه کې ویل شوي چې یو شمېر خوشې شوي افغانان هیواد ته ستانه شوي او د پاتې کسانو د ستنولو بهیربه هم د اړوندو قانوني پروسو تربشپړېدو وروسته په نږدې راتلونکي کې بشپړ شي. وزارت زیاته کړې چې د دغو افغانانو خوشې کېدل د وزارت... Читать дальше...

د ایران وروستیو حالاتو ځیني خلک کردستان ته په کډه کولو مجبوره کړي

Mashaalradio.com 

په ایران کې حکومت د مظاهره کوونکیو او د هغوی د کورنیو د ځپلو پراخه لړۍ پیل کړې ده چې له وجې یې ځیني کورنۍ دې ته اړ شوي چې خپله خاوره پرېږدي او د عراق کردستان ته کډه وکړي. ایرانیان وايي، د امریکا د ولسمشر ډانلډ ټرمپ هغو اخطارونو هم ناراحته کړي چې په پرله پسې توګه د ایران پر ضد د اقداماتو دړکې کوي. د فرانسې خبري اژانس له ویډیو جوړ راپور وګورئ.

په غزه کې د اسرائیلي ځواکونو ډزو مرګ ژوبله اړولې

Pa.azadiradio.com 

د جرمني dpa خبري اژانس د حماس تر کنټرول لاندې د غزې د روغتیا ادارې په حواله راپور ورکړ چې د چهارشنبې په سهار په غزه کې لږ تر لږه ۱۸ کسان ووژل شول، چې دا پیښه د اسراییلو او فلسطیني وسله والې ډلې حماس ترمنځ د اوربند نازکوالی په ګوته کوي. حماس ډله د امریکا او اروپايي اتحادیې لخوا یو ترهګر سازمان پیژندل شوی دی. د اسراییلو پوځ وویل چې دوی په شمالي غزه کې څو بریدونه وروسته له هغه وکړل چې فلسطینیانو په اسراییلي سرتیرو ډزې وکړې او یو یې ټپي کړ. د حماس تر کنټرول لاندې د ملکي دفاع ادارې وویل چې یو ۱۲ کلن ماشوم په مړو کې شامل دی. Читать дальше...

د افغانستان ډیرې برخو کې د غیر معمول ګرمې هوا اټکل شوی دی

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) وايي چې د افغانستان په ډیری برخو کې د ۱ څخه تر ۵ درجو سانتي ګراد پورې دغیر معمولې تودوخې اټکل شوی. دغې ادارې وویل په دې سره کیدای شي د یخنۍ خطر کم اود ژمي کروندې بهترې شي او ورشوګانو ته لاسرسی اسانه شي، خو د واورې په چټک ویلې کیدو او د ذخیرو په کمیدو به یې د فصل په پاې کې د خاورې رطوبت او د اوبو شتون محدود شي. د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) د چهارشنبې په ورځ (د جنوري ۴) په خپله ایکسپاڼه داهم ولیکل چې د تودوخې ترڅنګ د اوسط څخه اوچت باران کولی... Читать дальше...





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *