Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Февраль
2026

Новости за 06.02.2026

مدني فعال ویس محمد ارین د ښوونځیو لپاره کتابونه راغونډوي

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې یو افغان ځوان له خپلې اته کسیزې ډلې سره د درسي کتابونو راټولولو کمپاین پیل کړی، څو په خبره یې په ښوونځیو کې د کتابونو د کمښت یوه برخه جبران شي. ویس محمد ارین وایي، دا دریم کال دی چې دا کمپاین روان دی.

هایلایټ؛ د افغانستان او نړۍ مهم لنډ خبرونه

Pa.azadiradio.com 

پاکستان کې خونړۍ بمي چاودنې لسګونه شیعه ګان مړه او ټپیان کړي د ایران د اټومي پروګرام پر سر د ایراني او امریکايي پلاويو خبرې کابل او شاوخوا لسو ولایتونو کې بیا برېښنا په ګڼو سیمو کې پرچاو شوې ژمنی المپیک په ایټالیا کې پيل شو دا خبرونه د صفي الله ستانکزي په کوربه توب کتلی شئ

مېکولا وايي د روسیې ډرون برید یې کور ړنګ کړ او کورنۍ یې ووژله

Mashaalradio.com 

مېکولا مېلېشکو د اوکراین د دونېڅک ښار اوسېدونکی دی. هغه وايي د ۲۰۲۵ز کال په جون میاشت کې یې په کور د روسیې لخوا توغول شوی توغندی ولګېد چې په نتیجه کې یې مېرمن او زوی ووژل شول او هغه سخت ژوبل شو. نوموړی وايي، د بدن زخمونه یې ښه شوي خو د کورنۍ د غړو د بېللو دردونه ورسره مله دي چې له وجې یې د شپې خوب هم نه شي کولی. ویډیو راپور وګورئ.

په اسلام اباد کې د شیعه و په جومات کې چاودنه

Pa.azadiradio.com 

په اسلام اباد کې د شیعه و په جومات کې چاودنه تر اوسه د لږ تر لږه ۳۰ کسانو د وژل کیدو خبرونه خپاره شوې دي د پاکستان صدراعظم شهباز شریف د اسلام اباد ننۍ چاودنه غندلې تر اوسه د دې چاودنې مسوولیت چا نه دی اخیستی

د اسلام اباد شیعه ګان تر ځانمرګي برید وروسته په ویر دي

Mashaalradio.com 

د پاکستان له پلازمېنې اسلام اباد سره نېږدې په ترلايي کلان سیمه کې پر امام باړې په ځانمرګي برید کې لسګونه کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده. پولیس وايي، برید د فبرورۍ پر شپږمه د شیعه ګانو د جمعې لمانځه پر مهال شوی دی. د سیمې یو اوسېدونکي مشال راډيو ته وویل چې دوه وسلوال ورغلي ول چې یو یې پر امنیتي ساتونکي ډزې وکړې او بل بیا په امام بارګاه کې چاودنه وکړه. د حملې ذمه واري لا چا نه ده منلې. د پاکستان وزیراعظم د کورنیو چارو وزارت ته د پېښې د پلټنو او پکې د ککړو کسانو د قانون منګولو ته د سپارلو غوښتنه کړې ده. Читать дальше...

کابل ښار او دولس ولایتونو ته وارداتي بریښنا قطع شوې

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو تر کنټرول لاندې برښنا شرکت اعلان کړی چې له ازبکستان څخه وارداتي برېښنا یو ځل بیا پرې شوې ده. دې شرکت زیاته کړې چې د تنګي تاشقرغان په سیمه کې وارداتي برښنا د تخنیکي ستونزې له امله غیرفعاله شوې .

اسلام آباد کې پر شیعه ګانو برید؛ ۳۱ کسان مړه او ۱۷۰ نور ټپیان دي

Pa.azadiradio.com 

د جمعې په ورځ د پاکستان پلازمینې اسلام آباد ته نږدې د شیه ګانو یو جومات د یوه خونړي بمي برید هدف وګرځېد. تر ماښام مهاله د لږ تر لږه ۳۱ کسانو د وژل کېدو او د ۱۷۰ نورو د ټپیانیدو خبر ورکړل شوی. اندېښنه شته چې د مرګژوبلو شمېر زیات وي. پولیسو ویلي د جمعې تر لمانځه وروسته په امام باړې سیمه کې دا برید چې ځانمرګې حمله وه ګڼ لمونځ کوونکي هدف وګرځول. د پاکستان صدراعظم شهبازشریف دا برید غندلی دی. چا له د دغه برید مسوولیت نه دی منلی. په همدې حال کې په اسلام اباد کې د امریکا سفارت هم ځانمرګی برید په "کلکه غندلی" دی. Читать дальше...

خیبر پښتونخوا کې تر ۲۱ کلونو د کم عمره لوبغاړو بېلابېلې سیالۍ روانې دي

Mashaalradio.com 

په خیبر پښتونخوا کې تر ۲۱ کلونو د کم عمر لرونکو لوبغاړو ترمینځ سیالۍ روانې دي. دا سیالۍ چې د خیبر پښتونخوا د سپورټي چارو ادارې تنظیم کړې دي، د فبرورۍ پر څلورمه پیل شوې چې پکې تر ۵،۰۰۰ زیات نارینه او ښځینه لوبغاړي برخه اخلي او د صوبې په بېلابېلو ښارونو کې کېږي. د سیالیو ګډونوالو نجونو له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل چې حکومت دې ورته په سپورټ کې زیاتې موقعې ورکړي. تفصیل په ویډیويي رپورټ کې.



اسلام آباد کې پر شیعه ګانو چاودنه شوېِ؛ لږ تر لږه ۱۲ کسان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

پولیسو وویل چې د پاکستان په پلازمېنه اسلام آباد کې د جمعې د لمانځه پر مهال د شیعه ګانو په یوه جومات کې یوه زوروره چاودنه وشوه چې له امله یې له دولسو څخه زیات کسان ووژل شول. د پولیسو ویاند تقي جواد د جرمني خبري اژانس ته وویل دا چاودنه چې ظاهراً د ځانمرګي برید وه په امام باړه (امام بارګاه) سیمه کې شوې. جواد وویل، "سمدستي، زه تاییدولی شم چې لږترلږه ۱۲ کسان وژل شوي دي،" دی اندېښمن دی چې د مړو شمېر ممکن لوړ شي. لږ تر لږه ۱۵ ټپیان روغتونونو ته وړل شوي او ځینې یې په نازک حالت کې دي. شیعه مسلمانان د پاکستان د نږدې ۲۵۰ ملیون نفوس شاوخوا ۲۰٪ جوړوي. Читать дальше...

د امریکا او ایران خبرې؛ مسقط یې کوربه دی

Pa.azadiradio.com 

عراقچي او ویټکاف د عمان د بهرنیو چارو له وزیر سره په جلا توګه کتلي. د جمعې په ورځ د ایران او امریکا د خبرو اترو له پیل مخکې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي له خپل عماني سیال، بدر بوسعیدي سره لیدلي. د امریکا ځانګړي استازي د سټیو ویټیکاف هم وروسته له ښاغلي بوسعیدي سره لیدلي. ایراني خبري اژانسونو د ایران او عمان د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ غونډه په مسقط کې د اټومي خبرو اترو لومړۍ مرحله وبلله، خو ټینګار یې وکړ چې اصلي خبرې اترې لا نه دي پیل شوي. په ورته وخت کې، وال سټریټ ژورنال راپور ورکړ چې د... Читать дальше...

په اسلام اباد کې له امام باړې سره نېږدې چاودنه شوې ده

Mashaalradio.com 

د پاکستان له پلازمېنې اسلام اباد سره نېږدې د شیعه ګانو په یوه امام باړه (امام بارګاه) کې چاودنه شوې ده چې پکې د یوشمېر کسانو د ژوبلېدو راپورونه دي.د اسلام اباد پولیسو مشال راډيو ته وویل چې چاودنه د فبرورۍ پر شپږمه په ترلايي کلان سیمه کې د جمعې لمانځه پر مهال له امام بارګا بهر شوې ده. پولیس وايي، له لومړنیو پلټنو ښکاري چې دا یو ځانمرګی برید وو خو زیاتوي چې د پېښې نوعیت په اړه کره معلومات به وروسته شریک کړي. د پاکستان د انګرېزۍ ژبې ډان ورځپاڼه او د اردو ژبې جیو نیوز ټېلېوېژن وايي چې د پولیسو سرتېري... Читать дальше...

د ازبکستان د وارداتي برېښنا د لیږد مزي بیا پرې شوي؛ ګڼو سیمو کې برق نشته

Pa.azadiradio.com 

د برېښنا شرکت اعلان کړی چې د ازبکستان د وارداتي برېښنا مزی یو ځل بیا د تخنیکي ستونزې له امله پرې شوی دی. د طالبانو تر کنټرول لاندې دغه شرکت ویلي چې د نایب آباد - پلخمري لارې په تنګي تاشقرغان سیمه کې د برېښنا د لیږد ۲۲۰کیلو ولټه مزی شوی دی. تر دې ستونزې وروسته، د سمنګان او بغلان ولایتونو ځینې برخې، او همدارنګه د پروان، پنجشیر، کاپیسا، کابل، لوګر، پکتیا، خوست، میدان وردګ، غزني، ننګرهار او لغمان ولایتونو ګڼې سیمې له برېښنا بې برخې شوي دي. د برېښنا شرکت ویلي چې تخنیکي ټیمونه د ستونزې د حل لپاره سیمې... Читать дальше...

ایراني او امریکايي چارواکي نن په عمان کې مذاکرات پیلوي

Mashaalradio.com 

ټاکل شوې چې د امریکا او ایران چارواکي په داسې حال کې د عمان په مسقط کې خبرې پیل کړي چې واشنګټن خپلې جنګي بېړۍ له هغه هېواد سره په شاوخوا اوبو کې ځای پر ځای کړې دي.د فبرورۍ شپږمې په مهمه غونډه کې د امریکايي پلاوي مشري د ولسمشر ډانلډ ټرمپ ځانګړی استازی سټیف وېټکوف او د ایراني پلاوي مشري د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي کوي. د سپینې ماڼۍ ویاندې کیرولین لیوېټ د فبرورۍ پر پینځمه خبریالانو ته وویل، په داسې حال کې چې د واشنګټن او تهران ترمینځ مذاکرات کېږي، ایراني رژیم ته دا په ګوته کول غواړي چې ولسمشر... Читать дальше...

په خوست کې د ګاز ډبې چاودنې درې ښځې وژلې دي

Pa.azadiradio.com 

په خوست کې د ګاز ډبې چاودنې درې ښځې وژلي دي. د خوست امنیتي چارواکي وایي، چې تېر ماښام د ازادۍ مینې په یو کور کې د ګاز ډبې چاودنه شوې، چې د کور درې میرمنې په کې وژل شوي او یو نارینه په کې ټپي شوی دی. د خوست د امنیه قوماندانۍ ویاند طاهر احرار ازادي راډیو ته وویل، له پيښې وروسته امنیتي کسان او د اطفايې منسوبین د پيښې ځای ته د څېړنې او ژغورنې لپاره رسیدلي دي. په افغانستان کې ډیری خلک په ژمي کې د کوټو د تودولو او پخلي لپاره د ګازو ډبې کاروي، چې د خوندیتوب د لازمو وسایلو د نشتون له کبله یادې ډبې، ځینې... Читать дальше...

د جاپان شمال کې په ۴۰ کلونو کې تر ټولو سخته واوره شوې

Mashaalradio.com 

د جاپان په شمالي سیمو کې د تېرو څلورو لسیزو په موده کې تر ټولو درنه واوره شوې ده. د هونشو ټاپو په اوموري او د هوکایډیو ټاپو په سپورو کې واورې سړکونه او کوڅې بندې کړې دي او د کورونو بامونه یې پوښلي دي. د طبیعي افتونو پر وړاندې د مبارزې اداره وايي، د ورښتونو پر مهال په بېلابېلو پېښو کې ۳۰ تنه وژل شوي او لسګونه ژوبل دي. اخوا د هېواد د دفاعي ځواک سرتېرو په بېلابېلو سیمو کې لارو خلاصولو چارو ته دوام ورکړی دی. تفصیل د رویټرز اژانس له ویډيو په جوړ رپورټ کې.





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *