پېښور کې افغان هنرمندانو عالي محکمې ته عریضه کړې
له ۱۵۰ څخه زیاتو افغان هنرمندانو د پیښور عالي محکمې ته عریضه کړې، چې له پاکستانه د دوی د ایستلو مخه ونیسي.دوی په خپله عریضه کې، استدلال کړی چې افغانستان ته ستنیدل به د دوی ژوند او معیشت دواړه له خطر سره مخ کړي.دوی وايي چې په افغانستان کې د موسیقۍ اړوند فعالیتونه منع دي او که دوی بیرته ستنیدو ته اړ شي نو دوی له زیاتو خطرونو سره مخ کیږي.دوی ټینګار لري چې شرایط یې د نورو خلکو څخه توپیر لري.
