Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Февраль
2026
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28

ښځینه سوداګرې؛ طالبان په نندارتونو کې د ګډون اجازه نه راکوي

0

د تخار ولایت یوه ښځینه سوداګره ده وايي "د افغانستان د صنعت، پرمختګ او بیا رغونې په درېیم نړیوال نندارتون" کې د ګډون او د خپلو محصولاتو د وړاندې کولو لپاره کابل ته تللې خو طالبانو هغې ته نندارتون ته د ننوتلو اجازه نه ده ورکړې.

نوموړې چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي شنبه د دلوې۲۵ مه ازادي راډيو ته وویل هیڅوک د ځواب ویلو نشته او د غرفو لپاره له دوی اخیستل شوې پیسې هم بېرته نه دي ورکول شوي.

نوموړې وویل،

"لاسي صنایع او خوراکي توکي مو راوړل، ما دوه غرفې اخیستې وې، د یوې غرفې کرایه ۶ زره افغانۍ وه ټولې مې ۱۲ زره افغانۍ ورکړي خو اوس هیڅوک نشته چې موږ ته ځواب راکړي یا مو پیسې بېرته راکړي، دوی موږ ته اجازه نه راکوي چې نندارتون ته ننوځو او خپل محصولات وپلورو".

ځینې نورې سوداګرې ښځې وایي چې د لاسي صنایعو او خوراکي توکو ډیری تولېدونکې د خپلو محصولاتو د پلور لپاره په همدې فرصتونو تکیه لري، او له نندارتون څخه محرومېدل یې پر اقتصادي فعالیت مستقیمه اغیزه ده.

له ډلې یې د کابل یوې اوسېدونکې چې نه یې غوښتل په راپور کې یې نوم واخیستل شي وویل، که ښځې په نندارتون کې نه وي، ښايي کورنۍ هم ګډون ونه کړي.

هغې وویل، "زه هم دلته دوه غرفې لرم، خو دا چې موږ ته اجازه رانه کړل شوه زما په ځای مې محرم ځي، دا ډېر د اندېښنې وړ وضعیت دی، زه فکر کوم که ښځې نه وي، هېڅ کورنۍ به نندارتون ته رانشي".

په دې اړه د طالبانو د حکومنت د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې خو د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي چې دغه نندارتون د ودانیز سکتور د ظرفیتونو د معرفي کولو، د پانګونې د جذب، د خصوصي سکتور، دولت او نړیوالو بنسټونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا، او د کار بازار د پراختیا لپاره د خبرو اترو د زمینې برابرولو په هدف جوړ شوی دی.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزی د نندارتون د پرانیستې پر مهال ویلي چې افغانستان د پانګه‌والو د جذب لپاره اړینې اسانتیاوې او امتیازات برابروي او له ټولو افغانانو یې غوښتي چې د هېواد په بیا رغونه کې ونډه واخلي.

دا نندارتون پنجشنبه د دلوې ۲۳مه، پرانستل شوې او د همدې میاشتې تر ۲۷ مې دوام کوي.

د راپورونو له مخې، په دغه نندارتون کې نږدې ۴۰۰ غرفو کې سوداګرو او شرکتونو خپل محصولات د پلور او نندارې لپاره ایښي دي.

له دې وړاندې هم ځینو افغان ښځینه سوداګرو او صنعتکارانو ازادي راډیو ته ویلي وو چې د طالبانو د لګول شویو محدودیتونو له امله، دوی ونه توانېدل چې په تېرې عقرب میاشت کې په کابل د (امام ابو حنیفه په څلورم ملي او نړیوال نندارتون) کې ګډون وکړي.

د یو شمېر ښځینه سوداګرو او صنعت کارانو په خبره په تېرو څه باندې څلورو کلونو کې د طالبانو له خوا د محدودیتونو د زیاتېدو له امله نه دي توانېدلي چې په ملي او نړیوالو نندارتونونو کې ګډون وکړي، او د بازار د نشتوالي له کبله یې کاروبار له زیان سره شوی دی.

که څه هم د طالبانو حکومت کوي چې د اسلامي شریعت له مخې یې په افغانستان کې د ښځو حقونه خوندي کړي خو واک ته تر رسېدو وروسته یې له شپږمو ټولګیو پورته تر پوهنتونه د نجونو په زده کړو د بندیز او د ښځو په کار د بندیز تر څنګ یې په دوی پراخه محدودیتونه لګولي دي.

ډیرې نجونې او ښځې چې له کار او زده کړو پاتې شوي دي د خپل ژوند د پرمخ بیولو لپاره آنلاین سوداګرۍ او د لاسي صنایعو جوړولو ته مخه کړې ده.















Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *