د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له جرمني وروسته سلواکیا ته تللی او بیا هنګري ته خوځېږي
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو سلواکیا ته په خپل سفر کې په براتیسلاوا ښار کې د دغه هېواد له ولسمشر پیټر پلګریني سره کتلي دي.روبیو په مونیخ کانفرانس کې له ګډون وروسته نن سلواکیا ته تللی دی.رویټرز لیکلي چې روبیو به سبا دوشنبه د هنګري له ولسمشر ویکتور اوربان سره وګوري.د امریکا بهرنیو چارو وزارت تېره اونۍ ویلي و چې روبیو به په دې سفر کې په دوه اړخیزو اړیکو، د ناټو پر ژمنو او د انرژۍ په برخه کې په همکاریو خبرې وکړي.
