د روژې په درشل کې د لومړنیو خوراکي توکو د بیو پر لوړوالي د خلکو اندېښنې
داسې مهال چې روژې ته یوازې یو څو ورځې پاته دي، د پلازمینې کابل په ګډون د بیلابیلو ولایتونو یو شمېر اوسېدونکې وايي، په بازارونو کې د لومړنیو خوراکي توکو بیې لوړې شوې دي.
دوی وايي له یوې خوا بې کارۍ، بې وزلۍ او له بله خوا د خوراکي موادو لوړو بیو ترې د ژوند لوری ورک کړی دی.
د کابل په ارازان قیمت سیمه کې میشت عبادلله ازادي راډيو ته وویل:
"سره له اوسه د وریجو، غوړو، شیدو او نورو توکو بیې لوړې شوي دي، خلک بې وزله دي کار او روزګار نشته، حکومت دې د بیو د لوړېدو مخه ونیسي."
د ننګرهار ولایت یوه اوسېدونکي ګلبت هم ازادي راډيو سره په خبرو کې ادعا وکړه، چې هر کال د روژې په راتګ سره د لومړنیو خوراکي موادو په بیو کې لوړوالی راځي:
"په نورو اسلامي هیوادونو کې د روژې له راتګ سره بیې کمیږي خو زموږ په وطن کې له بده مرغه د روژې په راتګ سره بیې لوړیږي، خلک بې وزله دي، کار وبار په ټپه ولاړ دی، نوي کډوال راستانه شوي نو دې هر څه ته په کتو باید سوداګر په خپلو خلکو رحم وکړي."
د بلخ ولایت د مزار شریف ښار یوه اوسېدونکي سیرت هم ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل:
«حکومت باید بیې کنترول کړي ځکه خلک ډېر بې وزله دي، که بیې کمې وي نو هر سړی به روژه په خوښۍ او خوشحالۍ تېره کړي.»
د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد د دغو غوښتنو په اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې خو تازه د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د کسبګرو او دوکاندارانو خونې له مشرتابه او د اصنافو له مسوولینو سره په لیدنه کې له هغوی غوښتي چې د روژې په میاشت کې د بیو له لوړولو ډډه وکړي.
په هغه بیان کې چې شنبه د سلواغې یا دلوې په ۲۵ مه د یاد وزارت په اېکس پاڼه خپور شوی راغلی چې یادو مسوولینو ډاډ ورکړی چې په بازار کې په کافي کچه د اړتیا وړ توکي شته او د روژې په میاشت کې به په بیو کې لوړوالی را نه شي خو خلک وايي یوازې ژمنې بسنه نه کوي باید عملي اقدامات او څارنه وشي.
د کابل په منډوۍ بازار کې هم بېلابیل عمده پلورونکي وايي له تیرې اوونۍ راهیسې د ځینو لومړنیو خوراکي توکو بیې لوړې شوې دي.
دوی د یکشنبې په ورځ د دلوې په ۲۶ مه ازادي راډیو ته وویل، تېره اونۍ یوه اووه منۍ بورۍ وړه په ۱۴۲۰ افغانۍ وو خو اوس په ۱۵۱۰ افغانۍ پلورل کیږي.
یوه من بوره په ۳۴۰ افغانۍ وه خو اوس ۳۶۰ افغانیو ته رسېدلې ده، دغه شان د یوې درې نیم منۍ سیله وریجو بورۍ په بیه کې هم تر ۷۰۰ افغانیو زیاتوالی راغلی دی، تېره اونۍ یې بیه ۲۸۰۰ وه او اوس ۳۵۰۰ افغانۍ ده.
دغه شان د دالو او لوبیاوو په هر من کې هم لس تر څلویښت افغانیو لوړوالی راغلی دی.
خو د دوی په خبره د غوړیو په بیه کې بیا کموالی راغلی دی.
تېره اونۍ یوه لس لیتره غوړي ۱۲۵۰ وو خو اوس په ۱۰۸۰ افغانۍ دي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسولین هم تاييدوي چې په افغانستان کې د روژې له راتګ سره د خوراکي موادو بیې لوړیږي خو د دې خونې سلاکار خان جان الکوزی وايي، چې سږ د خوراکي موادو د بیو لوړېدل بیلابیل لاملونه لري.
نوموړي یکشنبه د دلوې ۲۶ مه ازادي راډیو ته وویل، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لاړو تړل کېدل او دغه شان په نړیوال بازار کې د ځینو توکو د بیو لوړېدو د افغانستان په بازار هم اغیز کړی دی:
"په افغانستان کې له بده مرغه د مذهبي ورځو پر مهال چې په مارکیټ کې تقاضا زیاته شي بیې لوړیږي، خو سږ کال یې نور عوامل هم شته، چې تر ټول مهم یې له پاکستان سره د لاړو تړل کېدل دي دا زموږ لپاره تر ټولو اسانه او ارازنه لاره وه، خو په ټوله کې په افغانستان کې له بده مرغه دا یو دود ګرځېدلی چې د روژې او اخترونو پر مهال بیې لوړیږي."
د افغانستان او پاکستان ترمنځ لارې له څلور میاشتو د زیاتې مودې راهیسې د ډیورنډ کرښې په اوږدو تر سختو نښتو وروسته د پاکستان له لوري د هر ډول تګ راتګ پر مخ وتړل شوئ چې له امله یې د دواړو هیوادونو ترمنځ سوداګرۍ هم په ټپه ودرېده.
خو دا یوازې سږ کال نه دی، بلکې په تېرو کلونو کې هم خلکو د روژې په رارسېدلو سره په بازارونو کې د لومړنیو خوراکي توکو د بیو له لوړېدو شکایت درلود، داسې مهال چې د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر د کسبګرو او دوکاندارانو خونې له مشرتابه او د اصنافو له مسوولینو سره په خپله تازه لیدنه کې ادعا کړې، چې په تیرو څو کلونو کې په روژې میاشت کې بیې مناسبې وې.
