Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Февраль
2026
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28

روبیو: د امریکا او اروپا برخلیک سره تړلی دی، خو همکاري به مشروطه وي

0

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وایي، د امریکا او اروپا برخلیک سره تړلی دی خو ترمنځ به یې همکاري مشروطه وي. هغه دغه څرګندونې د شنبې په ورځ د جرمني په مونشن کې نړیوال امنیتي کنفرانس ته په وینا کې وکړې. یوشمیرهغو اروپایي مشرانو چې له امریکا سره د اړیکو د ښه کولو لپاره لیواله دي، د نوموړي د دې وینا هرکلی وکړ.

خو روبیو ټینګار وکړ چې که د اقلیم، کډوالۍ او تعرفو په برخو کې د ولسمشرټرمپ د حکومت په پام کې نیول شوي شرایط پوره نشي، واشنګټن به خپله لاره یوازې تعقیب کړي.

هغه د اقلیم په اړه د اروپا تګلارو ته په اشاره وویل چې دغو تګلارو د انرژۍ په پالیسیو کې تېروتنې رامنځته کړي. نوموړي همدارنګه د اروپایي دولتونو د کډوالۍ پر پالیسیو هم انتقاد وکړ او خبردارې یې ورکړ چې لویدیځ د کډوالۍ د پراخې کچې له امله "بې ثباته" کیږي.

هغه وویل: "ډله ییزه کډوالي هیڅکله هم داسې موضوع نه وه او نه ده چې پایلې یې کم اهمیته وبلل شي بلکې هغه داسې ستونزه ده چې په لویدیځ کې ټولنې بدلوي او بې ثباته کوي او دا بهیرلا هم روان دی."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل، د امریکا او اروپا برخلیک "سره تړلی" دی، خو ټینګار یې وکړ چې د اټلانټیک د دواړو غاړو اړیکې "بیارغونې" او نوي کولو ته اړتیا لري.

ښاغلي روبیو په دې برخه کې داسې ډیپلوماټیکه ژبه وکاروله چې د تیر کال د امریکا د مرستیال ولسمشرجی ډي ونس له ویناو سره یې توپیر درلود. هغه وویل: "اروپا او امریکا یوله بل سره تړلي دي."

روبیو زیاته کړه چې امریکا چمتو ده، که اړتیا وي، د "نړیوال نظم د بیا جوړولو" مسؤلیت یوازې په غاړه واخلي، خو غوره بولي چې دا کار له اروپایي ملګرو سره په ګډه وکړي. هغه وویل، "موږ غواړو اروپا قوي وي."

د جرمني صدراعظم فریدریخ میرز د مونشن امنیتي کنفرانس ته په خپله پرانیستونکي وینا کې هم د نړیوال نظم یادونه وکړه او ویې ویل چې زوړ نړیوال نظم نور وجود نه لري. هغه د روسیې او چین له لوري د متوجه ګواښونو په اړه خبرداری ورکړ او وړاندیزیې وکړچې د امریکا او اروپا ترمنځ اړیکي باید اصلاح شي ترڅو له ننګونو سره مقابله وشي.

د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مسؤلې کایا کالاس د مونشن د امنیتي کنفرانس په پای کې وویل چې اروپا «مخ په نابودۍ» نه ده او نه یې هم «تمدن د نابودۍ» له خطر سره مخ دی او زیاته یې کړه چې اروپا له ژورو اړیکو سره سره چې له امریکا سره یې لري، په ټولو مسایلو کې ورسره همغږې نده.

د «اروپایي تمدن نابودۍ» هغه اصطلاح وه چې تیرکال د امریکا مرستیال ولسمشر جی ډي ونس، د مونشن امنیتي کنفرانس ته په خپله وینا کې کارولې وه او له همدې امله یې اروپایي مشران ګرم بللي وو.

د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مشرې د اروپا په اړه د ټرمپ د ادارې د دریځ په اړه چې هغې منفي وباله انتقاد وکړ او ټینګار یې وکړ چې روسیه باید دې ته اړه شي چې په اوکراین کې د سولې په خبرو کې امتیاز ورکړي.

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د شنبې په ورځ د مونشن د امنیتي کنفرانس په څنډه کې د اوکراین په اړه د واشنګټن د ژمنو پردوام په ټینګارسره دا خبرداری هم ورکړچې له روسیې سره د جګړې پای ته رسول به د کییف له خوا تاکتیکي او سیاسي "سختو امتیازونو" ته اړتیا ولري.

د اوکراین ولسمشرولودمیرزیلینسکي د شنبې په ورځ دې امنیتي کنفرانس ته په وینا کې وویل چې هیواد یې له مسکو سره د سولې د یوه احتمالي تړون د لاسلیک کیدو لپاره لږترلږه د امریکا له خوا د شلو کلونو امنیتي ضمانت ته اړتیا لري، په داسې حال کې چې د هغه په خبره واشنګټن ورته د پنځلسو کلونو امنیتي ضمانت ژمنه ورکړې ده.















Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *