د کرکټ د شل اورونو د نړیوال جام د دوهم پړاو لوبډلې معلومې شوې
د افغانستان او استرالیا لوبډلې د شل اورونو د کرکټ په نړیوال جام کې له دوهم پړاو څخه پاتې شوې.د افغانستان لوبډله چې لومړی ځل یې په دوه زره لسم کال کې دې اتلولۍ ته لاره موندلې وه، سږکال هیلمنه وه چې دوهم پړاو ته به وځي، خو بریالۍ نه شوه.
