پر افغان خاوره د پاکستان بریدونو ته د غبرګونونو دوام؛ پاکستان د برید ننګه کوي
په ننګرهار او پکتیکا د پاکستان تر هوايي حملو وروسته چې لږ تر لږه ۲۶ ملکیانو ته په کې مرګ ژوبله واوښته، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ په ننګرهار او پکتیکا کې د پاکستان د وروستیو هوايي حلمو په غبرګون کې امنیت شورا ته "رسمي شکایت" سپارلی دی.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق دوشنبه د «کب/ حوت ۴مه» په خپله اېکس پاڼه (پخواني ټویټر) لیکلي چې په دې هوايي حملو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ملکي وګړي په نښه شوي دي.
نوموړي لیکلي،"موږ د دغو سرغړونو د سمدستي بندېدو او څېړنې، حساب ورکولو، د ځمکنۍ بشپړتیا درناوي، د ملګرو ملتونو منشور ته ژمنتیا او د نړیوالو قوانینو بشپړ رعایت غوښتنه کوو".
د قربانیانو جسدونه ورک دي
په همدې حال کې په ننګرهار کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي وايي د حملې له امله د قربانیانو په ډله کې د پنځه کسانو جسدونه لا هم نه دي موندل شوي.
په ننګرهار کې د طالبانو حکومت د امنیه قومندانۍ ویاند طیب حماد په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې د دې ولایت د بهسودو ولسوالۍ په ګردي کڅ سیمه کې د یوې کورنۍ د وژل شویو ۱۸ کسانو له ډلې ۱۳ یې پرون خاورو ته وسپارل شول، خو د پنځه کسانو جسدونه لاهم لادرکه دي.
نوموړي ویلي، ان تر دې چې د ویجاړې سیمې خاوره چې جسدونه په کې نادرکه دي، ټوله له یوه ځایه بل ته انتقال شوه، خو د جسدونو هېڅ درک نه دی لګېدلی.
د یکشنبې له حملې وروسته د قربانیانو د کورنۍ یوه غړي نزاکت هم ازادي راډيو سره په خبرو کې ویلي و چې د یو ورور او ورېندارې په ګډون یې د یو زوی او دوه ورېرونو جسدونه نادرکه دي.
د سیمې یو شمېر اوسېدونکو ویلي فکر کېږي چې د دغه کسانو جسدونه په چاودنه کې له منځه تللي دي او دا چې په قربانیانو کې تر ټولو وړوکی یو کلن محمد او تر ټولو ستر ۸۰ کلن شهاب شامل دي.
دوی دغه راز ویلي چې د قربانیانو کورنۍ ولسي وګړي او بزګران وو چې په هېڅ ډول سیاسي فعالیت کې یې لاس نه درلود.
د ننګرهار د امنیه قومندانۍ ویاند دا هم وویل چې د دې پېښو د اته ټپیانو له ډلې یې پنځه د بهسودو، دوه د خوګیاڼیو او یو بل شپون ماشوم چې په مهمندره کې یې خپل څاروي څرول د پاکستاني ځواکونو له لوري په دهشکه ویشتل شوی او ټپي شوی دی.
پاکستان دعوه کړې چې په دې حمله کې چې په خبره یې په ننګرهار او پکتیکا کې یې د تحریک طالبان پاکستان او داعش خراسان څانګې اووه مرکزونه په نښه کړي او ۷۰ تنه یې په کې وژلي دي.
پاکستان د پروني برید ننګه کړې
تازه د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري د دې حملې ننګه کړې او ویلي یې دي چې هېواد یې د پولې هاخوا د ترهګرۍ پر وړاندې د اقدام حق لري او ټینګار یې کړی چې که په پاکستان کې تاوتریخوالی دوام وکړي، نو مسؤل کسان به تعقیب او حساب به ورسره وشي.
د نوموړي د دفتر له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي اسلام اباد د خپلو وګړو د خوندیتوب لپاره اقدامات خپل مشروع حق بولي او دا قدام وروسته له هغې وشو چې «پرلهپسې خبرداریو ته پام ونه شو».
زرداري د افغانستان وضعیت ته په اشارې سره ویلي چې د دوحې تړون له ژمنو سره سره لا هم داسې اندېښنې شته چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد کارېدلی شي.
خو د طالبانو حکومت په وار وار ویلي چې د تحریک طالبان پاکستان مسئله د پاکستان کورنۍ موضوع ده او دا چې د افغانستان خاوره د هېڅ هېواد پر ضد نه کارېږي.
د پاکستان هوايي بریدونو ته غبرګونونه
د افغانستان په ننګرهار او پکتیکا د وروستۍ حملې په اړه د غبرګونونو په دوام په بهر کې د افغانستان د جمهوري حکومت د سیاسي استازولیو او قونسلګريو د همغږۍ شورا په یوه اعلامیه کې چې یکشنبه د حوت ۳مه ناوخته یې خپره کړې دا حمله غندلې او ویلي یې دي چې د روژې په مبارکه میاشت کې په ترسره شویو دې بریدونو کې ملکي وګړي په ځانګړي ډول ښځې او ماشومان په نښه شوي دي.
په اعلامیه کې دا اقدام د ملګرو ملتونو له منشور ښکاره سرغړونه بلل شوې او ویلي یې دي چې دغه ډول بریدونه نه یوازې سیمه لا بې ثباته کوي، بلکې د ملکي وګړو کړاوونه زیاتوي.
د افغانستان د سیاسي استازولیو د همغږۍ شورا له نړیوالې ټولنې، ملګرو ملتونو او اورپايي ټولنې غوښتي چې په دې اړه خپلواکه څېړنه وکړي او د حساب ورکولو بهیر یقیني کړي.
د پښتون ژغورنۍ غورځنګ مشر منظور احمد پښتین هم دغه برید غندلی او په خپله فېسبوک پاڼه یې لیکلي چې دا حمله نه یوازې له نړیوالو قوانینو سرغړونه او ترهګري ده، بلکې د پاکستاني ریاست له لوري د ښځو او ماشومانو د وژلو ترهګریز تسلسل دی.
د هند د بهرنیو چارو وزارت بیا دغه حمله د پاکستان له لوري د خپلو کورنیو ناکامیو د پړې په نورو اچولو هڅه بللې ده او په یوه اعلامیه کې یې ویلي دي چې "هند د افغانستان د حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او خپلواکۍ لپاره خپل ملاتړ تکراروي".
پاکستان داسې مهال د افغانستان په ننګرهار او پکتیکا دا هوايي حملې وکړې چې له دې وړاندې د حوت په دوهمه د خیبر پښتونخوا په بنو کې پر پاکستاني پوځیانو په یو ځانمرګي برید کې د پوځ د یو ډګرمن په ګډون دوه تنه ووژل شول.
له دې وړاندې په باجوړ او دغه راز اسلام اباد کې ځانمرګو بریدونو مرګ ژوبله اړولې وه او مسؤلیت یې تحریک طالبان پاکستان او داعش ډلې منلی و.
د پاکستان د اطلاعاتو وزارت ویلي دغه حملې یې د یادو بریدونو په غبرګون کې کړې دي.
خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت دفاع وزارت په دې اړه د «مناسب او حساب شوي» ځواب خبرداری ورکړی دی.
