د ودونو او خوښیو محفلونه د محدودیتونو تر سیوري لاندې؛ د پخوا په څیر شور په نشته
د کابل د یو شمېر اوسېدونکې کیسه کوي چې د خوښیو محفلونه، په ځانګړي ډول ودونه په وروستیو کلونو کې له محدودیتونو او بدلونونو سره مخ شوي دي.
د دوی په خبره، تاوده او له شوره ډک ودونه اوس په ساده محفلونو بدل شوي دي چې په خبره یې د اقتصادي فشارونو، محدودیتونو او ژورو ټولنیزو خپګانونو پایله ده.
د کابل اوسېدونکې انیسه، تېر کلونو او اوس سره پرتله کوي وایي،
"پخوا محفلونه ډېر له شوره ډک وو، هوټلونه په ښکلي ډول سینګار کېدل، موسیقي لوړه وه او خلکو په ارام زړه خوشالي کوله. خنداګانې ډېرې وې او فضا ډېره توده ښکارېده. خو اوس حالت بدل شوی دی. ډېری کورنۍ هڅه کوي چې ساده واده وکړي، هم د اقتصادي ستونزو له امله او هم د ټولنیزو شرایطو له کبله. اوس موسیقي کمه ده، ډیکور ساده دی او خلک ډېر له احتیاط کار اخلي."
د ځینو نورو په باور، د اقتصادي ستونزو تر څنګ نور عوامل هم شته، لکه د محفلونو پر جوړولو محدودیتونه، چې د کورنیو پر چلند یې اغېز کړی دی.
ماهجبین د کابل بله اوسېدونکې وایي، د طالبانو د مداخلې او احتمالي تاوتریخوالي وېره هغه تجربې دي چې د مېلمنو تر منځ یې «وېره او تشویش» څو چنده کړی او دې ته دا غوره ښکاري چې په ډېرو محفلونو کې ګډون ونه کړي.
"همدې د میزان په میاشت کې نږدې اته محفلونو ته د دوستانو له خوا وبلل شوم، خو یوازې په یوه کې مې ګډون وکړ. راته ستړي کوونکي تمامېږي او وېره او تشویش راسره وي. هره لحظه فکر کوم چې طالبان به راشي، برید به وکړي، ښځې به ووهي او نارینه به وټکوي، له همدې امله فکر کوم که ولاړه نه شم ښه ده، نو ځکه ګډون نه کوم."
د وېرې تر څنګ، د ښځو او نجونو د زدهکړو له حقه محرومیت هم د خوښیو پر محفلونو سیوری غوړولی دی.
د کابل اوسېدونکې فرزانه وایي که ځوانان واده ته هم ولاړ شي، خبرې تر ډېره د خوښۍ پر ځای د ارمانونو په اړه وي.
"هغه خوند چې پخوا و، اوس نشته. که واده ته هم ولاړ شو، تر ډیره خبرې همدا وي چې کاش مکتب خلاص وای، پوهنتون خلاص وای، یا نجونې یو بل ته وایي چې که پوهنتون خلاص وای، اوس به مې زدهکړې بشپړې کړې وای. یو وخت به په ودونو کې د خوښۍ او خوند خبرې ډېرې کېدې، خو اوس داسې نه ده. هغه پخوانی شور او هیجان نشته، ځکه هم ودونه بېرنګه شوي او هم د ځوانانو ورته هغه پخواني زړونه، مینه او شوق نه دی پاتې."
ځینې نارینه هم وایي چې کابل کې د خوښیو محفلونه عملاً په چوپو او بېروحه غونډو بدل شوي دي.
د کابل اوسېدونکی احمدالله ادعا کوي چې په ځینو محفلونو کې د موسیقۍ او خوښۍ پر ځای «ځانګړي مطالب او خطبې» چې د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت له خوا هوټلونو ته لېږل کېږي، مېلمنو ته اورول کېږي.
دی زیاتوي، همدا فشارونه لامل شوي چې ځینې کورنۍ، په محدود او ساده ډول، محفلونه په کورونو کې جوړ کړي.
"په ځینو محفلونو کې چې زموږ خپلوان، دوستان او همکاران ورغلي، امر بالمعروف ځانګړي مطالب او خطبې ورکوي چې د نارینهوو په سالون کې خلکو ته واورول شي. د ښځو په برخه کې هم ډېر لږ ځایونو کې که ساز وي. اوس خلک له هوټلونو هم لږه استفاده کوي او زیاتره په کورونو کې محفلونه جوړوي."
وموغوښتل په دې اړه د لا معلوماتو لپاره په کابل کې د هوټل لرونکو د ټولنې له مسوولینو سره خبرې وکړو خو د ازادي راډیو اړیکې یې ځواب نه کړې.
د کابل ښار بل اوسېدونکی فریدون بیا ادعا کوي چې که په کوم محفل کې د موسیقۍ غږ لوړ شي، د طالبانو د امر بالمعروف ځواکونه په ځینو مواردو کې زوم له ځان سره امنیتي حوزې ته بیايي یا ګواښ کوي چې ناوې به یوسي.
"کله چې د واده سالون ته ځې، له فاتحېخانې سره یې هېڅ توپیر نه وي، یوازې ځې، کېنې، ډوډۍ خورو او بېرته کور ته راګرځې. ستړي کوونکي دي؛ نه خوشالي شته او نه جشن. کله چې له هوټله کور ته راشي، یو کوچنی امپيتري په ټیټ غږ چالانوي؛ خو که یې غږ کوڅې ته ووځي، دوه دقیقې وروسته امر بالمعروف راځي، زوم هم وړي او د موسیقۍ اله هم وړي. که د ناوې کور وي، وایي یا ناوې بیایو یا اله راکړئ، دا مو په خپلو سترګو لیدلي دي."
ازادي راډیو هڅه وکړه چې د دې ادعاوو په اړه د طالبانو حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویاند سیف الاسلام خیبر وپوښتي خو نوموړي د راپور تر خپرېدو د ازادي راډیو پوښتنې خواب نه کړې.
د طالبانو حکومت په تېرو څه باندې څلورو کلونو کې موسیقي حرامه بللې او منع کړې ده او سلګونه د موسیقۍ وسایل یې سوځولي دي.
د ځینو ښاریانو په باور، د محدودیتونو، د چلند له وېرې، اقتصادي فشارونو او د زدهکړو د ارمان ګډ اغېز د خوښیو محفلونه په داسې غونډو بدل کړي چې تر ډیره په احتیاط ترسره کېږي، نه په شور او خوښۍ.
