Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Февраль
2026

پر کندهار او کونړ د پاکستان مرګوني بریدونه، ۱۴ ملکیان وژل شوي، طالبان وایي ځواب یې ورکړی

0

طالب چارواکي وایي، پر کندهار او کونړ د پاکستان د تیرې شپې په هوایي او توغندیزو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۴ ملکیان وژل شوي او ۱۳ نور ټپيان شوي دي.د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت پر خپله ایکس پاڼه یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د کندهار په تخته پل کې د اخراج شویو کډوالو پر کمپ بمباري شوې ده.د هغه په خبره دغې پیښه کې ۳ تنه وژل شوي او ۷ نور ژوبل دي.د کونړ پر مرکز اسعد اباد او ناړۍ ولسوالۍ بیا توغندیز بریدونه شوي چې دواړه ځایه ۱۴ تنه وژل شوي او ۶ نور ټپيان شوي دي.تر دې وړاندې پرون په پکتیکا او خوست کې هم د پاکستاني الوتکو د بریدونو خبرونه خپاره شول.طالب چارواکي وایي، هلته ۱۹ ملکیان وژل شوي او ۲۶ نور ټپيان دي.د طالبانو دفاع وزارت په یوه جلا بیان کې ویلي چې دوی هم تېره شپه پر پاکستان ځوابي بریدونه کړي او په وینا یې میرانشا او سپین وام کې یې د پاکستان پوځي تاسیسات ویشتلي او هغه لوري ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.خپلواکو سرچینو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.















Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *