Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Март
2026

لاهور قلندرز او حیدراباد کېنګزمین نن د پي اېس اېل لومړۍ سیالۍ کې یو بل ته مخامخ شوي دي

0

لاهور قلندرز او حیدراباد کېنګزمین لوبډلې د پاکستان سوپر لیګ (پي اېس اېل) په نوم د ۲۰ اووره کرکټ په لومړۍ سیالۍ کې یو بل ته مخامخ شوې دي.د لاهور په قذافي لوبغالي کې د مارچ ۲۶مې سیالي د پېښور پر وخت د ماښام پر اووه او د کابل پر شپږ نیمو بجو پیل شوه.

پاکستان کرکټ بورډ د مارچ پر ۲۲مه وویل چې په منځني ختیځ کې د روانې جګړې او کړکېچ په غبرګون کې د حکومتي کفایت شعارۍ له مخې د سیالیو پلان بدلوي او لومړنۍ لوبې به په لوبغالو کې بې له نندارچیانو ترسره کېږي.

کرکټ بورډ داراز ویلي دي چې ټولې سیالۍ به اوس د هېواد د شپږو لوبغالو پر ځای یوازې په لاهور او کراچۍ کې ترسره کوي.

دا تر هغې وروسته ده چې وفاقي حکومت په منځني ختیځ کې د امریکا، اسراییلو او ایران ترمینځ د روانې جګړې له کبله په نړیوال بازار کې د تېلو بیو زیاتېدو ته په کتو د یو لیټر پېټرولو او ډیزلو نرخ ۵۵ روپۍ زیات کړ او تر دې دوه ورځې وروسته وزیراعظم شهباز شریف د مارچ پر نهمه ولس ته په ټېلېوېژني وینا کې د انرژۍ سپما (بچت) او اقتصادي وضعیت سم ساتلو لپاره د کفایت شعارۍ تدابیر اعلان کړل.

د پي اېس اېل په سږنیو سیالیو کې دوه نوې لوبډلې حیدراباد کېنګزمین او راولپېنډيز او شپږ نورې لوبډلې پېښور زلمي، کوټه ګلیډیېټرز، لاهور قلندرز، کراچۍ کېنګز، اسلام اباد یونایټېډ او ملتان سلطانز برخه اخلي.

د مارچ پر ۲۷مه کوټه ګلیډیېټرز او کراچۍ کېنګز له یو بل سره سیالي لري.

ټاکل شوې چې د پاکستان سوپر لیګ ۱۱م پړاو پایلوبه د مې پر درېیمه د لاهور په لوبغالي کې وشي.

لاهور قلندرز لوبډلې په ۲۰۲۵ز کال کې د پي اېس اېل د ۱۰م پړاو سیالیو په پایلوبه کې کوټه ګلیډیېټرز ته په شپږو وېکټو په ماتې ورکولو جام ګټلی وو.















Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *