Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
Mashaalradio.com
Март
2024

Новости за 19.03.2024

په روژه کې پیاز ولې ګران دي؟

Mashaalradio.com 

په پاکستان کې د روژې د راتګ سره د نورو خوراکي توکو ترڅنګ د پیازو نرخ زیات شوی دی. پیاز په بېلا بېلو ښارونو کې یوه کیلو تر ۳۰۰ روپو خرڅېږي. د کراچۍ په سبزي منډۍ کې د پیازو کاروباریان وایي چې په روژه کې خلک پیاز ډیر کاروي او بهرنیوو هېوادونو ته هم ډیر برامدیږي نو ځکه ګران دي. په اړه یې د نیاز علي ویډیویي راپور وګورئ

امريکا ويلي پاکستان او د طالبانو حکومت دې د خبرو له لارې خپلې ستونزې هوارې کړي

Mashaalradio.com 

د سپينې ماڼې يوې وياندې کرین ژان پيا د مارچ پر ۱۸مه امریکا غږ ته په مرکه کې وويل، هغوی ډېر خفه دي چې په پاکستان کې د حملې پر مهال خلک وژل شوي او ژوبل شوي دي، او همدا راز دا چې په افغانستان کې د [پاکستان] د بمباریو له کبله ولسي خلک وژل شوي دي.

برما د نړۍ تر ټولو زیات اپین او هېروین تولیدوونکی هېواد شو

Mashaalradio.com 

په وروستیو کې په برما (میانمار) کې د کوکنارو کښت زیات شوی دی. له کوکنارو اپین (افیون) ترلاسه کېږي او هغه بیا د هېروینو یا پوډرو په استعمال کې کارېږي. ملګري ملتونه وايي چې په ۲۰۲۳ز کال کې په میانمار کې ۱،۰۸۰ ټنه اپین تولید شوي ول. همدا لامل دی چې هغه هېواد د تر ټولو زیاتو اپینو پیدا کوونکی هېواد ګرځېدلی دی. تر دې مخکې افغانستان په نړۍ کې تر ټولو زیات اپین تولیدول خو طالبانو په ۲۰۲۱ز کال کې تر واکمنېدو وروسته د کوکنارو پر کښت بندیز ولګاوه. پر هم هغه کال په برما کې پوځ کودتا وکړه چې له هغه وخت راهیسې... Читать дальше...





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *