Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
Mashaalradio.com
Март
2024

Новости за 30.03.2024

په اسلام اباد کې مدني فعالانو د مېرمنو د جنسي ځورونې خلاف مظاهره وکړه

Mashaalradio.com 

د اسلام اباد ښار په منځ کې د اېف ناین په نوم په یو پارک کې د یوې کمعمرې نجلۍ سره د جنسي تیري پر ضد پرون مدني فعالانو چې مېرمنې هم پکې وې، مظاهره وکړه. د احتجاج کوونکیو په وینا په یاد پارک کې د نجونو سره د زور زیاتي پېښې ډېرې زیاتې شوې دي چې دا د اندېښنې وړ خبره ده. مظاهره کوونکیو مشال راډیو ته وویل، که په سر ښار اسلام اباد کې دا حال دی نو د هیواد په نورو لرې پرتو برخو کې به څه صورتحال وي؟

د هندوانو یو جشن کې سړي ولې د ښځو جامې اغوندي؟

Mashaalradio.com 

د هند په کېرالا ایالت کې هر کال د مارچ تر نیمايي وروسته یو دودیز دیني جشن کېږي چې پکې سړي او هلکان د ښځو جامې اغوندي او د هغوی په څېر ځانونه سینګاروي. دوی بیا د ښځې دېوۍ مندر ته ورځي او هلته عبادت کوي. خو هغوی ولې د ښځو جامې اغوندي؟ د دې ځواب د رویټرز اژانس له ویډیو په جوړ رپورټ کې.





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *