Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Декабрь
2018

د سرپل والي: که کابل مرسته ونه‌کړي، صیاد سقوط کولای شي

0
د سرپل والي وايي، که کابل مرسته ونه‌کړي، د صیاد ولسوالۍ سقوط کولای شي.


والي عبدالقادر اشنا، نن سې شنبه د ډسمبر ۴مه ، ازادي راډیو ته وویل چې وسله‌والو طالبانو تېره شپه د صیاد ولسوالۍ پر مرکز حمله کړې وه چې تر سهاره روانه وه.


په‌دې حمله کې د صیاد امنیه قوماندان عبدالمالک نظامي او د هغه دوه ساتونکي هم ووژل شول.


والي وویل چې وسله والو طالبانو په صیاد کې د ملي اردو یوه او د ملي پولیسو دوه پوستې ونیولې او اور یې ور واچاوه.


د سرپل د والي په وینا، د صیاد ولسوالۍ سقوط به د سرپل امنیت کمزوری کړي.


هغه د ازادي راډیو خبریال ته وویل چې د سانچارک ولسوالۍ هم له خطر سره مخامخ ده.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *