Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Декабрь
2018

Новости за 22.12.2018

د کابل په قرغې بند کې ۲ د الکولي مشروباتو پلورونکي نیول شوي

Pa.azadiradio.com 

پولیسو د کابل په قرغې بند کې دوه تنه د الکولي مشروباتو خرڅوونکي ونیول. د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې دې دوو کسانو له څه مودې راهېسې د قرغې په تفریحي بند کې نشه يي مواد او الکولي مشروبات خرڅول چې پولیسو له ۲۷ بوتلو الکولي مشروباتو او دوو کیلو ګرامو تریاکو سره ونیول. دا دوه کسان له ابتدائي څېړنو وروسته عدلي او قضايي مرکز ته معرفي شول.

د کابل پولیسو د نشه‌يي موادو څه دپاسه ۱۰ پرچون پلورونکي ونیول

Pa.azadiradio.com 

د کابل پولیسو د ښار په بېلابېلو سیمو کې د نشه‌يي موادو څه دپاسه لس پرچون خرڅوونکي ونیول. د کورنیو چارو وزارت له نشه‌يي موادو سره د مبارزې معنیت ویاند اسدالله یادګاري ازادي راډیو ته وویل، د کابل امنیه قوماندانۍ له نشه‌يي موادو سره د مبارزې پولیسو د ښار په بېلابېلو سیمو کې عملیات کړي چې په نتیجه کې یې د ۱۶ پرچون خرڅوونکو ترڅنګ څه دپاسه دوه کیلو ګرامه نشه‌يي مواد هم نیولي دي. د ښاغلي یادګاري په وینا تېره اوونۍ د کابل په شمول په څو ولایتونو کې عملیات ترسره شول: "د کورنیو چارو وزارت له نشه يي موادو... Читать дальше...

قاسمي: په سوریه کې د امریکايي ځواکونو شتون له پیله یوه تېروتنه وه

Pa.azadiradio.com 

د ایران د بهرنیو چارو وزارت وايي، په سوریه کې د امریکايي ځواکونو حضور له هماغه پیل راهېسې غیر منطقي او د ترینګلتیا سرچینه وه. دا له هغې وروسته چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ له سوریې د امریکايي ځواکونو د ایستلو پرېکړه اعلان کړه، د ایران لومړی رسمي عکس العمل دی. ډونالد ټرمپ تېره اوونۍ وویل چې امریکا له سوریې خپل ټول دوه زره سرتېري په دې خاطر وباسي چې د ده په وینا، دغلته د اسلامي دولت د وسله والې ډلې یا داعش پر ضد جګړه بریالۍ شوې ده. د ایران رسنیو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند بهرام قاسمي له خولې... Читать дальше...

په کابل کې یو تن هند ته د هیروئینو د قاچاق په تور ونیول شو

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې یو تن هند ته د هیروئینو د قاچاقو په تور ونیول شو. په هغه خبرپاڼه کې چې د حامد کرزي د نړیوال هوايي ډګر سرحدي پولیسو ازادي راډیو ته لېږلې راغلي چې یو تن هغه مهال ونیول شو چې ۷۴۶ ګرامه هیرئینو یې په خپله خېټه کې ځای پر کړي او ډهلي ته یې قاچاق کول. د یادونې وړ ده چې په تېرو دوو اوونیو کې دا شپږم ځل دی چې د نشه يي موادو قاچاق کوونکي هند، دُبۍ او ترکیې ته د هیروئینو د قاچاقو په تور نیول کېږي.



سرچینې:په ایران کې نن پر یوه سوداګر د اعدام حکم اجرا کېږي

Pa.azadiradio.com 

په ایران کې قضايي سرچینې وايي، د دې هېواد پر یو مشهور سوداګر د اعدام حکم نن شنبه اجرا کېږي. سلطان باقري درمني چې په سلطان قیر مشهور دی، په فساد او جرمي اعمالو تورن دی. د سلطان باقري د اعدام حکم د روان کال په اکټوبر میاشت کې د ایران سترې محکمې تأیید کړی و. ایران په تېر دوبي کې د هغو کسانو د مجازاتو لپاره د ځانګړو محاکمو د جوړولو اعلان وکړ چې په مالي فساد کې په لاس لرلو تورن دي. له هغه وخته راهېسې د دې محکمو په حکم درې ایراني سوداګر اعدام شوي دي.

چارواکي: په کونړ کې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ۵ طالبان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

چارواکي وايي، په کونړ کې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ۵ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي. په کونړ کې د۲۰۱ سیلاب قل اردو د دوهمې پلې لوا قوماندان میرویس ساپي د شنبې په ورځ ازادې راډیو ته وویل، دا هوايي برید تېره ورځ د غازي اباد ولسوالۍ درین سیمه کې شوی چې په کې د قوماندان ذبیح الله په ګډون ۵ تنه وسله وال وژل شوي چې دوه په کې بهرنیان دي. ساپي د وژل شویو بهرنیانو هېواد او پوره هویت ونه ښود. وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. بل خوا د کونړ امنیتي چارواکي وايي، په سرکاڼو ولسوالۍ... Читать дальше...

پېښور کې د بشير بلور شپږم تلين ولمانځل شو

Mashaalradio.com 

د ډېسېمبر پر ۲۱مه په پېښور کې د عوامي نېشنل ګوند د وژل شوي مشر بشیر احمد بلور د شپږم تلین په مناسبت يوې غونډې ته په وینا کی د ګوند مشرانو له مرکزي حکومته غوښتنه وکړه چې د قبايلي سيمو اييني او انتظامي اصلاحات دې زر تر زره عملي کړي. نور حال غلام غوث په ويډيويي راپور کې راکوي.

چارواکي: د غزني په اندړو کې تر ۳۰ زیات وسله وال وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

په غزني کې چارواکي وايي، افغان کومانډو ځواکونو د دې ولایت په اندړو ولسوالۍ کې عملیات کړي چې په کې تر ۳۰ زیات وسله وال وژل شوي او څو تنه نور نیول شوې دي. د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "د حکومت مخالف وسله وال د اندړو ولسوالۍ اړوند سیمه کې راټول شوي چې د ملي اردو کومانډو ځواکونو پرې د هوايي ځواک په مرسته عملیات کړي، دا عملیات د دې ولسوالۍ په میري، کمال خېلو، مدت او علي زیو سیمو کې شوي، په نتیجه کې یې یو دېرش وسله وال وژل شوي دي او د طالبانو د دوو قوماندانانو په... Читать дальше...

د سومالیا په پلازمېنه کې دوو چادونو شپږ کسان وژلي

Pa.azadiradio.com 

په سومالیا کې پولیس وايي، پلازمېنه موګادیشو کې د ولسمشرۍ ماڼۍ ته نېږدې دوو چادونو کې لږترلږه شپږ کسان وژل شوي. یوه پوځي چارواکي ویلي، د شنبې په سهار د دې چاودنو په قربانیانو کې سرتېري او ولسي خلک دواړه شامل دي. له القاعده شبکې سره تړلې د الشباب ډلې د دې بریدونو مسؤلیت پر غاړه اخیستی. الشباب په سومالیا کې د حکومت د نسکورولو لپاره له څو کلونو راهېسې جنګېږي. په تېره یوه لسیزه کې د الشباب وسله والو په خپلو بریدونو کې زرګونه سومالیایان او همدارنګه په ختیځه افریقا کې سلګونه نور ملکیان وژلي دي.

د ننګرهار پولیسو څه د پاسه۴۰۰ کیلو ګرامه نشه‌يي مواد نیولي

Pa.azadiradio.com 

د ننګرهار پولیسو په دوو جلا جلا پېښو کې څه د پاسه څلور سوه کیلو ګرامه نشه يي مواد نیولي دي. په هغه خبرپاڼه کې چې د ننګرهار ولایت د امنیه قوماندانۍ له‌خوا ازادي راډیو ته لېږل شوې راغلي چې له نشه‌يي موادو سره د مبارزې پولیسو ۳۹۵ کیلو ګرامه چرس هغه مهال ونیول چې په یوه موټر کې له سرخ رود ولسوالۍ څخه جلال اباد ته قاچاق کېدل. په دوهمه پېښه کې پولیسو ۱۴ کیلو ګرامه چرس ونیول چې یوه قاچاق وړونکي له بهسودو ولسوالۍ څخه یوې ګاونډۍ ولسوالۍ ته قاچاق کول. د یادونې وړ ده چې د دې پېښو په تړاو درې کسان هم نیول شوي دي.





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *