Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Декабрь
2018

Новости за 09.12.2018

فرانسې له ټرمپه غوښتي چې د فرانسې په چارو کې دې مداخله نه کوي

Pa.azadiradio.com 

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر د امریکا له ولسمشره غوښتي دي چې د فرانسې په کورنیو چارو کې دې مداخله نه کوي. ژان لودریان وروسته تر هغې دا غوښتنه وکړه چې ولسمشر ډونالد ټرمپ د شنبې په ورځ د پاریس د روانو مظاهرو په اړه پر له پسې ټوېټونه وکړل او د پاریس د اقلیم پر نړیوال تړون يې انتقاد وکړ. ولسمشر ټرمپ د پاریس مظاهرو ته په اشارې په خپل ټوېټ کې ویلي: "په پاریس کې سخته ورځ او شپه ده، کېدای شي چې د دې وخت وي چې د اقلیم د خندا وړ او پر مصرفه موافقه پایته ورسول شي او د مالیو د کمولو له لارې خلکو ته بېرته پیسې ورکړل شي. Читать дальше...

ایران: په چا بهار بندر کې د وروستۍ حملې په تړاو ۱۰ کسان نیول شوي

Pa.azadiradio.com 

د ایران حکومت وايي، په چا بهار بندر کې يې د وروستۍ حملې په تړاو لس مشکوک کسان نیولي دي. د ایران د پولیسو مشر حسین اشتري نن دولتي خبري اژانس ارنا ته وویل، ښه شواهد يې موندلي دي او هیله ده چې د برید اصلي طراحانو ته ورسېږي. د سیستان بلوچستان ایالت په چا بهار کې د پنجشنبې د ورځې موټر بم چاودنې چې د پولیسو له یوه مرکز سره نېږدې وشوه، د دوو پولیس افسرانو په ګډون شااوخوا څلوېښت کسان ټپیان شول. د انصار الفرقان په نوم یوې سني وسله والې ډلې د چا بهار د برید مسؤلیت منلی دی.

پېرو هیواد کې د نهمې پېړۍ قبرونه میندل شوي

Mashaalradio.com 

لرغونپوهانو د پیرو هېواد په یو کلي کې له ۳۰ زیات قبرونه موندلي دي. لرغون پوهان وايي کیدای شي چې دا د نهمې پېړۍ قبرونه وي خو ځېنې څیړنکاران بیا دا د موچیکا تهذیب د خلکو پاتېشوني یادوي. ویډیو: اې ایف پي. ایډیټ او ژباړه: انیسه اجمل



خوست: هره میاشت ۲۰۰۰ ماشومان زېږي

Mashaalradio.com 

د خوست د بې پولې ډاکټرانو په زیږنتون کې هره میاشت تر دوه زره زیات ماشومان دنیا ته راځي، دې روغتون له ۲۰۱۲ زیږدیز کال راهیسې په خوست کې فعالیت پیل کړی او دا مهال د نویو زیږدلیو ماشومانو شمېر په کې له یو لکو اوښتی دی.

په ارمنستان کې نن پارلماني ټاکنې کېږي

Pa.azadiradio.com 

د ارمنستان خلک نن د خپل هېواد د پارلمان د نویو غړو د ټاکلو لپاره رأیې ورکوي. په ارمنستان کې نهه میاشتې وړاندې د دغه هېواد د پخواني صدراعظم پر ضد سلګونه زره کسانو مظاهرې پیل کړې چې په نتیجه کې يې سرژ سرکیسیان له واکه لېرې شو. وروستۍ نظر پوښتنې ښيی چې د سرپرست صدراعظم نیکول پاشینیان په مشرۍ ائتلاف به د نننیو انتخاباتو ګټونکی وي. پاشینیان چې د فساد پر ضد مخکښ خبریال بلل کېده، د پخواني صدراعظم پرضد د مظاهرو مشري یې کوله. نوموړي د ارمنستان د سیاسي بحران د حل په هدف له وخته مخکې پارلماني انتخابات... Читать дальше...

شهناز د بېوزله ماشومانو لپاره څلور سکولونه پرانيستي

Mashaalradio.com 

د پېښور د ځېنو کلیوالو سیمو بېوزله ماشومانو ته په غېر رسمي سکولونو کې د یوې فعالې لخوا زده کړې ورکول کېږي. مېرمن شهناز دا ډول څلور سکولونه لري چې په هر سکول کې شاوخوا تر دیرشو پورې زده کونکي زده کړې کوي.

د ادارې فساد په اړه کابل ښاریان څه وایې؟

Pa.azadiradio.com 

د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي د افغانستان په وزارتونو او بیلابیلو نورو دولتي ادارو کې د اداري فساد په اړه بیلا بیل نظرونه لري. د ازادي راډیو خبریال ابراهیم صافی په همدې اړه یو شمېر کابل ښاریان پوښتلي دي.





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *