خوست کې ۳۰ کیلو ګرامه نشهيي مواد او الکولي مشروبات ونیول شول
په خوست ولایت کې څه د پاسه دېرش کیلو ګرامه نشه يي مواد او څو لېټره الکولي مشروبات ونیول شول. د خوست ولایت له نشه يي موادو سره د مبارزې مدیر وحیدالله ټني رسنیو ته وویل: په لومړۍ پېښه کې ۷۲ بوتله الکولي مشروبات د ولایت په مرکز پورې اړوند متون سیمه کې له یوې ریکشې څخه تر لاسه شول. او په دوهمه قضیه کې پولیسو د نادرشاه کوټ په سیمه کې ۳۴ کیلو ګرامه چرس ونیول چې په یوه سراچه موټر کې ځای پر ځای شوي وو. د یادونې وړ ده چې د دې دوو قضیو په تړاو پنځه تورن کسان هم نیول شوي دي.
