Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Декабрь
2018

Новости за 19.12.2018

اډیلیډ سټرایکرز لوبډلې په بیګ باش کې د راشد خان په مټ بریا خپله کړه

Pa.azadiradio.com 

اډيلیډ سټرایکرز کرکټ لوبډلې د افغان لوبغاړي راشد خان په مټ په بیګ باش کې خپله لومړۍ لوبه وګټله. سټرایکرز د برسبین هیټ له خوا د ۱۴۷ منډو هدف په ۱۹ اوور کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ. راشد خان درې ویکټې واخیستې او د لوبې غوره لوبغاړی شو. د برسبین هیټ لپاره هم افغان ځلمکي بالر مجیب الرحمن لوبه وکړه چې دا وار یې د ویکټو اخیستلو پر ځای منډې وکړې او ۲۷ منډې یې خپل ټیم ته جوړې کړې. د اسټرالیا د کرکټ شل اووریزې تجارتي سیالۍ د چهارشنبې په ماښام پیل شوې.

هراتیان کوکنار نه، ګلان کري

Mashaalradio.com 

په ۲۰۱۸ ز کال کې د افغانستان په هرات کې د زعفرانو کر زیات شوی دی. هغه ځمکې چې مخکې به کوکنار ورباندې کیدل اوس پکې زعفران کرل کیږی. په دې اړه د اې اېف پي ویډیویي راپور ظفرخان اېډیټ کړی دی.

بلوچستان کې د ډاکټر ابراهیم خلیل د تښتولو ضد کاربندیز دوام لري

Mashaalradio.com 

د بلوچستان ډاکټرانو د ډېسمبر پر ۱۹مه په دویمه ورځ هم د کوټې په ګډون د صوبې د زياترو لویو ښارونو په روغتونونو کې کاربنديز اعلان کړی دی.د بلوچستان د ډاکټرانو اتحاديه وايي چې دا کاربنديز يې د خپل تښتول شوي ملګري ډاکټر ابراهيم خليل د خوشي کولو لپاره د ډېسمبر پر ۱۸مه پیل کړی دی. په دې اړه دا ویډیويي رپورټ وګورئ.

رابرټ پلادینو: په افغانستان کې د امریکا پوځي ماموریت مشروط دی

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، په افغانستان کې د دوی پوځي ماموریت مشروط دی او د دوی د ستراتيژي اساسي برخه جوړوي.  د دې وزارت مرستیال ویاند، رابرټ پلادینو نن په واشنګټن کې په خبري غونډه کې په دې اړه چې په ابوظبۍ کې له طالبانو سره د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه خبرې شوي، د جزئیاتو له ورکولو ډډه وکړه. رابرټ پلادینو وویل چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی، زلمی خلیل‌زاد د افغانستان له خلکو او حکومت سره په نېږدې همکارۍ کې هڅې کوي چې د افغانانو ترمنځ خبرو ته لاره خلاصه شي. Читать дальше...

خلیل‌زاد ویلي چې نن شپه به په کابل کې له مشرانو سره وګوري

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد ویلي چې نن شپه به په کابل کې له مشرانو سره وګوري.  خلیل‌زاد پر ټوېټر لیکلي چې په پاکستان کې یې له مشرانو سره وکتل او په ابوظبۍ کې د خبرو جزئیات یې ورسره شریک کړل. د پاکستان د پوځ خبرپاڼه وايي چې زلمي خلیل‌زاد نن په راولپنډۍ کې د پاکستان د پوځ له مشر سره کتلي او د افغانستان د سولې لپاره د همکارۍ له امله یې مننه کړې ده.  د جرمني خبري اژانس په حواله، په ابوظبۍ کې د طالبانو استازو له خلیل‌زاد سره په کتنه کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو پر وتلو خبرې کړې دي. Читать дальше...



په شبرغان کې «جنګل باغ» په وچېدو دی

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان په شمال شبرغان کې د «جنګل باغ» په نوم یو زړه راښکونکی دولتي بڼ ۷۰ کلن لرغونتوب لري. دا باغ اوس د اوبو له کمښت سره مخ دی.

سپینې ماڼۍ د ازبکستان، اوکراین او روسیې پر یو شمېر وګړو بندیز وغځاوه

Pa.azadiradio.com 

سپینې ماڼۍ د ازبکستان، اوکراین او روسیې پر یو شمېر وګړو چې د دې هېوادونو له حکومتونو سره تړاو لري د سفر او مالي معاملو بندیز تمدید کړی دی. دا بندیزونه تېر کال په امریکا کې د «Global Magnitsky Act» قانون پر اساس لګول شوي چې پر بشري حقونو د تېري کوونکو او په نړۍ کې د فاسدو چارواکو پر ضد د داسې پرېکړو اجازه ورکوي. د سپینې ماڼۍ د پرېکړې پر اساس، د ازبکستان د پخواني ولسمشر پر لور ګلناره کریموا، د روسیې د لوی څارنوال پر زوی، په اوکراین کې د مظاهرو ضد پولیسو پر قوماندان او یو شمېر نورو چارواکو بندیزونه تمدید شوي دي. Читать дальше...

د ژورنالېستانو د ملاتړ اداره: افغانستان د ژورنالېستانو لپاره خطرناک دی

Pa.azadiradio.com 

د ژورنالېستانو د ملاتړ اداره «Committee to Protect Journalists» وايي، افغانستان د ژورنالېستانو لپاره تر ټولو خطرناک هېواد دی. تر افغانستان وروسته، سوریه او هند پر ژورنالېستانو د ډېرو حملو له امله په خطرناکو هېوادونو کې ګڼل شوی دی. دې ادارې چې مرکز یې په نیویارک کې دی ویلي چې د ۲۰۱۸ میلادي کال له پیل راهیسې په ټوله نړۍ کې ۵۳ ژورنالېستان وژل شوي دي. د دې ادارې په وینا، ۳۴ ژورنالېستان مستقیماً د هغوی د کار په تړاو په نښه شوي دي. د ژورنالېستانو د ملاتړ ادارې په خپل کلني راپور کې چې نن چهارشنبه... Читать дальше...

افغان حکومت وايي طالبان دې د دوی د نظر اورېدو ته تیار شي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان حکومت وايي، طالبان دې حد اقل د دوی د نظر اورېدو ته تیار شي.  د افغانستان د ملي یووالي حکومت د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند، امید میثم نن چهارشنبه د ډسمبر ۱۹مه، ازادي راډیو ته وویل، لا هم امید لري چې طالبان به له حکومت سره مخامخ خبرې ومني.  په ابوظبي کې د افغانستان د سولې په اړه خبرې نن هم په ابوظبي کې روانې دي. د افغانستان مذاکره کوونکی پلاوی چې عبدالسلام رحیمي یې په سر کې دی، پرون ابوظبي ته ولاړ. هغوی هڅه کوي چې د امریکا، پاکستان، سعودي عربستان، قطر او متحده عربي اماراتو په مرسته،... Читать дальше...





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *