Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Декабрь
2018

پاکستان تأیید کړه چې زلمی خلیل‌زاد اسلام‌اباد ته رسېدلی

0
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تأیید کړه چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی، زلمی خلیل‌زاد د هغه هېواد له مشرتابه سره د خبرو لپاره اسلام اباد ته رسېدلی دی.


تر دې یوه ورځ مخکې، د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر، ډونالد ټرمپ د پاکستان صدراعظم ته یو لیک ور واستاوه او له هغه یې غوښتنه وکړه چې خبرو ته د طالبانو په حاضرولو کې مرسته وکړي.


د جرمني خبري اژانس په حواله، اسلام اباد د ټرمپ د دې حرکت هرکلی کړی دی.


د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد فیصل نن سې شنبه د ډسمبر۴مه، په یوه بیان کې ویلي، پاکستان پر خپل تعهد ټینګار کوي چې غواړي له ښه نیت سره په افغانستان کې سولې ته زمینه برابره کړي.


په اسلام اباد کې د ازادې اروپا/ازادي راډیو خبریال وايي چې خلیلزاد به دوه ورځې په اسلام اباد کې وي.


 














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *