Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Декабрь
2018

افغانستان ایلیون «XI» لوبډلې مدراس کرکټ کلب ته ماتې ورکړه

0
افغانستان ایلیون «XI» لوبډلې مدراس کرکټ کلب ته په تمریناتي لوبه کې ماتې ورکړه.


دغه سیالۍ د هندوستان د چنای ښار په مرکزي لوبغالي کې ترسره شوه چې د افغانستان په ټاکلو پنځوسو اورونو کې مدراس کرکټ لوبدلې ته ۲۴۱ منډې هدف وټاکه چې افغان توپ وهونکو کې اصغر افغان ۷۶، حشمت شهیدي ۶۳، نورعلي ځدران ۳۹ او رحمت شاه ۳۰ منډې وکړې.


ورپسې د مدراس کرکټ کلب یاد هدف په تعقیب لوبه پیل کړه چې په پنځوسم اوور کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۹۴ منډې وکړې او دغه سیالي یې په لوړ توپیر افغان لوبډلې ته وبایلله.


د کرکټ بورډ د وېب‌پاڼې د معلوماتو له مخې په افغان توپ اچوونکو کې افتاب عالم څلور، وقار دوه، رحمت شاه او میروس اشرف یوه یوه وېکټه ترلاسه کړه.


د یادولو وړ ده چې د ۲۰۱۹ میلادي کال نړیوال جام سیالیو ته د چمتوالي په هدف د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله اوس مهال د هندوستان په چنای ښار کې په تمریناتو بوخته ده.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *