Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Декабрь
2018

د اسرائیل پوځ له لبنان سره په خپلو سیمو کې عملیات کوي

0
د اسرائیل پوځ اعلان کړی چې له لبنان سره په خپلو سرحدي سیمو کې د هغو تونلونو د تخریب لپاره عملیات کوي چې د حزب‌الله وسله‌والو ایستلي دي.


د اسرائيل د پوځ ویاند ویلي چې پوځيانو ته خبر ورکړل شوی چې تیار اوسي.


د اسرائيل پوځیان به د اسرائیل د خاورې په محدوده کې د داسې تونلونو د تخریب لپاره عملیات کوي او د لبنان پر پوله نه‌وراوړي.


د اسرائیل پوځ ویلي چې د حزب‌الله د وسله‌والو فعالیت ته پر خپلې واکمنۍ د څرګند تېري په سترګه ګوري.


د اسرائيل دفاعي ځواکونو پر ټویټر یوه وېډیو خپره کړې چې له لبنان سره د هغوی په شمالي سرحدي سیمو کې تونلونه او د حزب‌الله د وسله‌والو فعالیت په‌کې لیدل کېږي.


 














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *