Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Декабрь
2018

د اوکراین چارواکي: روسیې په قسمي ډول د کېرچ ابنا خلاصه کړې

0
په اوکراین کې د زېربنايي تأسیساتو وزیر، ولادیمیر اومیلیان ویلي چې د روسیې حکومت په قسمي ډول، د کېرچ ابنا خلاصه کړې او په ازوف سمندرګي کې يې د اوکراین بېړیو ته لار ورکړې ده. 


د چارواکو په وینا، د اوکراین بېړۍ کولای شي چې د کېرچ له ابنا تېرې او د اوکراین بندرونو ته ورسېږي.


د روسیې سمندري ځواکونو د نوومبر په ۲۵مه د اوکراین درې بېړۍ چې په کېرچ کې تېرېدې ونیولې او ۲۴ بېړۍ چلونکي یې هم ونیول.


خو د اوکراین د زېربنايي تأسیساتو وزیر ویلي چې روسیې په قسمي ډول لار پرانېستې او د اوکراین بېړۍ کولای شي چې په ازوف کې د اوکراین بندرونوته تېرې شي.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *