Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Декабрь
2018

سرچینې:په ایران کې نن پر یوه سوداګر د اعدام حکم اجرا کېږي

0
په ایران کې قضايي سرچینې وايي، د دې هېواد پر یو مشهور سوداګر د اعدام حکم نن شنبه اجرا کېږي.


سلطان باقري درمني چې په سلطان قیر مشهور دی، په فساد او جرمي اعمالو تورن دی.


د سلطان باقري د اعدام حکم د روان کال په اکټوبر میاشت کې د ایران سترې محکمې تأیید کړی و.


ایران په تېر دوبي کې د هغو کسانو د مجازاتو لپاره د ځانګړو محاکمو د جوړولو اعلان وکړ چې په مالي فساد کې په لاس لرلو تورن دي.


له هغه وخته راهېسې د دې محکمو په حکم درې ایراني سوداګر اعدام شوي دي.


 














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *