Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Декабрь
2018

د کابل پولیسو د نشه‌يي موادو څه دپاسه ۱۰ پرچون پلورونکي ونیول

0
د کابل پولیسو د ښار په بېلابېلو سیمو کې د نشه‌يي موادو څه دپاسه لس پرچون خرڅوونکي ونیول.


د کورنیو چارو وزارت له نشه‌يي موادو سره د مبارزې معنیت ویاند اسدالله یادګاري ازادي راډیو ته وویل، د کابل امنیه قوماندانۍ له نشه‌يي موادو سره د مبارزې پولیسو د ښار په بېلابېلو سیمو کې عملیات کړي چې په نتیجه کې یې د ۱۶ پرچون خرڅوونکو ترڅنګ څه دپاسه دوه کیلو ګرامه نشه‌يي مواد هم نیولي دي.


د ښاغلي یادګاري په وینا تېره اوونۍ د کابل په شمول په څو ولایتونو کې عملیات ترسره شول:


"د کورنیو چارو وزارت له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو د یوې اوونۍ په جریان کې په مرکز او ولایتونو کې ۶۲ عملیات کړي چې په نتیجه کې یې ۶۵۴ کیلو ګرامه بېلابېل نشه يي مواد نیولي دي. دغه راز یې د نشه يي موادو د قاچاقو په تور ۷۱ تورن کسان هم نیولي چې په نیول شویو کسانو کې یو پولیس او یوه ښځه ده."


د یادونې وړ ده چې په کابل کې د معتادینو له ډېرېدلو سره د نشه يي موادو پرچون خرڅوونکي هم ډېر شوي دي چې ځوانانو ته یې د نشه يي موادو لاسرسی آسان کړی دی.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *